1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني صدراعظمه د سرحدونو د تړلو مخالفه ده

۱۳۹۴ اسفند ۱۷, دوشنبه

د جرمني صدراعظمه د مهاجرو پرمخ د بالکانو هيوادونو سرحدونو له تړلو سره مخالفه ده. په بروکسل کي له ترکيې سره د اروپايي ټولني غونډه اروپا ته د مهاجرت څپو د مخنيوي په اړه کیږي.

https://p.dw.com/p/1I8bN
Brüssel EU-Türkei Gipfel- Angela Merkel
انځور: Reuters/F. Lenoir

د جرمني صدراعظمي انگيلا ميرکل بروکسل ته په رسېدو سره د مهاجرو په اړه د اروپايي ټولني غونډي ترمخه د مهاجرو پرمخ د بالکان مسير بندېدل رد کړل: «دا نسي کيدای، چي يو شی دي هم وتړل سي.»

هغې ويلي دي چي اروپا ته بايد د غير قانوني مهاجرو راتگ لږ سي نه يوازي ځينو هيوادونو، بلکي ټولو ته. ميرکل په دې خبري سره د هغي مسودې مخالفت کوي چي په پلان کي ده په دغه غونډه کي تصويب سي. مسوده ارويا ته د مهاجرو پرمخ د بالکانو هیوادونو د مسير تړلو په اړه ده.

خو د اتريش صدراعظم ورنر فايمان بيا بروکسل ته په رسېدو سره تر غونډي دمخه ويلي دي چي اروپا ته د بالکان هيوادونو له لاري د مهاجرو د راتگ مخنيوی بايد وسي: «زه د دې پلوي یم چي ټولو ته په زغرده ووايم چي موږ غواړو ټولي لاري بندي کړو، د بالکان لاره هم.» هغه زياته کړه «انساني قاچاقبران باید هيڅ چان ونه لري».

په بروکسل کي د اروپایي اتحادیې په سرمشریزه کي د دغې اتحادیې د ۲۸ غړو هیوادونو مشران په دې هکله سلا مشوري کوي چي څرنگه له ترکیې څخه د اروپا پر لور د مهاجرو هجوم مخه نیول کیدای سي.

د دغي غونډي تر مخه ځینو مشرانو د ترکیې له لومړي وزير احمد داوود اوغلو سره لیدلي دي. په دې موخه د آلمان صدراعظمي انگلا مېرکل د یکشنبې په ماښام له داوود اوغلو سره ولیدل.

اروپایي اتحادیه او تر ټولو زیات د آلمان صدراعظمه انگلا مېرکل پر دې باندي ټینگار کوي چي ترکیه باید هغه مهاجر ومني چې د پناه غوښتني حق نه لري. د اروپایي اتحادیې له لوري له ترکیې سره درې میلیارده یورو مرسته په پام کي نیول سوې ده، که چیري دغه هیواد له یونان سره خپله پوله په ښه توگه خوندي کړي او د انساني قاچاق وړونکو پر وړاندي اغېزمن عمل وکړي.