1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گابريل له طالبانو سره د سولي د خبرو غوښتنه کړې

۱۳۹۶ خرداد ۱۵, دوشنبه

په کابل کي تر چاودنو وروسته چي په لسونو انسانان پکښې ووژل سول، د جرمني د بهرنيو چارو وزير له طالبانو سره د سولي د خبرو غوښتونکی سو. گابريل ويلي دي چي سوله له دوستانو سره معنی نه لري، له دښمنانو سره بايد سوله وسي.

https://p.dw.com/p/2e7rA
Außenminister Sigmar Gabriel
انځور: Picture alliance/dpa/M. Skolimowska

د جرمني د بهرنيو چارو وزير زيگمار گابريل له «بيلد ام زونتگ» ورځپاني سره په مرکه کي ويلي دي چي په افغانستان کي د سولي د راوستلو له پاره بايد له طالبانو سره د سولي خبري اتري پيل سي. هغه ويلي دي چي «موږ په دې کي ونډه لرو چي په افغانستان کي د ښکېلو اړخونو ترمنځ يو سياسي حل پيدا کړو.» هغه زياته کړې ده چي د نړۍ په هيڅ برخه کي يوازي له پوځي لاري سوله نه سي راتلای.

هغه دغه راز غوښتنه کړې ده چي په افغانستان کي د مېشتو آلماني ځواکونو شمېر بايد لږ نه سي: «افغانان موږ ته وايي: د مهربانۍ له مخي زموږ له هيواده مه وځئ، ځکه ستاسو په وتلو سره به وضعيت بدتره سي.»

گابريل زياته کړې ده چي د افغان چارواکو دغه هيله ښيي چي په افغانستان کي د جرمني فعاليت څومره مهم دی. هغه ويلي دي: «البته يوازي پوځي فعاليت نه، بلکي د دغه هيواد د پراختيا او سياست په برخه کي فعاليتونه هم په پام کي نيول سوي دي.»

د جرمني د بهرنيو چارو وزير په پام کي لري چي دغه شان د هغو افغان مهاجرو چي په دغه هيواد کي ئې د پناه غوښتنه رد سوې ده، په جرمني کي وساتي. هغه په دې اړه ويلي دي: «موږ به تر جولای مياشتي پوري د افغانستان امنيتي وضعيت له سره و ارزوو.»

گابريل ټينگار وکړ چي «تر هغه وخته پوري به يوازي هغه کسان بيرته وليږل سي چي جرمونه ئې کړي وي يا جرمني ته خطر وي.»

په کابل کي د تيري اوونۍ تر چاودني وروسته چي پکښې تر ۹۰ زيات انسانان ووژل سول او تر ۴۵۰ زيات ټپيان سول، جرمني افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج پروسه وځنډوله.