1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني د بهرنيو چارو وزير د اناپوليس کنفرانس کټور و.

۱۳۸۶ آذر ۷, چهارشنبه

د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير د اناپوليس کنفرانس د نژدې ختيځ د سولي په لاره کي يو ګټور او مهم ګام بللی.

https://p.dw.com/p/DKGp
شټاين ماير آلمان ته د راتلو څخه دمخه په ډاګه کړه، چي اسرايلو او فلسطينانو د لاس په قول سره دا ژمنه وکړه
شټاين ماير آلمان ته د راتلو څخه دمخه په ډاګه کړه، چي اسرايلو او فلسطينانو د لاس په قول سره دا ژمنه وکړهانځور: AP

شټاين ماير آلمان ته د راتلو څخه دمخه په ډاګه کړه، چي اسرايلو او فلسطينانو د لاس په قول سره دا ژمنه وکړه، چي د سولې نوي لاري چاري به پلټي.

نوموړي دا هم ويلي چي د آلمان اتحادي جمهوريت دې ته چمتو دی، چي ددې پروسې د اغېزمنتوب په لاره کي مرسته وکړي.

نوموړي دا ټنګارهم کړی، چي سوريي ته هم بايد د نژدې ختيځ د سولي په غونډه کي برخه ورکړل سي او دا ځکه چي نوموړی هيواد په سيمه کي يو د اهميت وړ موقعيت لري.