1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني خارجه وزارت ،ددفاع پر وزير يونګ باندي انتقاد کړی دی

۱۳۸۷ دی ۹, دوشنبه

په جرمني کي دولس مشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کی ددغه هيواد دسوسيال ډیموکرات دګوند کانديدي Gesine Schwan غوښتل چي

https://p.dw.com/p/GOaZ
د جرمني د سوسيال ډیموکرات دګوندڅخه د جمهوري رياست کانديده ګيزينه شوان
د جرمني د سوسيال ډیموکرات دګوندڅخه د جمهوري رياست کانديده ګيزينه شوانانځور: AP

د راتلونکي کال دجنوري دمياشتي پر 12 نيټه ديوي پارلماني ډلګه ګۍ سره په ګډه افغانستان ته تللي وای .که څه هم دآلمان ددفاعي چارووزير فرانس ژوزف يونګ دمخه داژمنه کړي وه چی دغه سفربه ددفاعي چارو دوزارت په يوه ترانسپورتي الوتکه کي وشی ، خو اوس ددفاعي چارو وزارت ويلي دي چی دغه ژمنه نسی تر سره کولای . ددغه سفر دپاره بل امکان به داوای چی په يوه مسافر وړونکي الوتکه کی ميرمن ګزیني شوان او ورسره ملګري يي کابل ته تللي وای .خود ميرمن شوان دپاره ددې دکار دپلان مطابق دغه امکان نسته او له همدي امله دې او ورسره هیئت افغانستان ته دسفر کولو څخه بيخي صرف نظر کړی دی .

دآلمان دبهرنيو چار وزارت ددغه هیواد ددفاع پر وزير يونګ باندی له دي امله نیوکي کړي دي . او څنګه چي دآلمان په فدرالي پارلمان کی ددغه هیواد دسوسيال ډیموکراټ دګوندي فراکسیون په کړی کي ويل شوی دي ، داچي دآلمان ددفاعي چارو وزير يونګ ددی مخه نیولې چي ددغه هيواد دولس مشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کي دسوسيا ل ډیموکراتانو کانديد ه ميرمن شوان او له دې سره مل پارلماني ډلګه ګي افغانستان ته ولاړ نشي ، ښايي يوه سیاسی انګيزه نغښتی وي او يونګ نه غوښتل چي د جمهوري رياست په انتخاباتو کي د جرمني داوسني ولس مشرهورست کولر سره چي دآلمان دمسيحي ډیموکرات دګوند کانديد بلل کيږی ،سيالي وکړي .

دآلمان په فدرالي پارلمان کي دسوسيال ډيموکراتانو ددفاعي سياست دچارو ویاند Rainer Arnold د کولن يوې ښاري ورځپاڼي په وړاندی ددفاعي چارو دوزير يونګ څخه ددي غوښتنه کړې چی دميرمن شوان په مقابل کی پر خپل دغه دريځ نوي نظر وکړي . ميرمن شوان غوښتل چی دآلمان دبهرنيو چارو په وزارت کی دسلاکار وزير Gernot Eler او د آلمان دفدرالی پارلمان دڅو وکيلانو سره په ګډه دنوي ميلادی کال دجنوري دمياشتي په نيمايي کي افغانستان ته يو سفر وکړي .