1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني او اتريش په سرحد کي د مهاجرو سرگردانه حالت

۱۳۹۴ دی ۲۵, جمعه

د جرمني-اتریش په سرحد کي گډوډي او هرج و مرج: په سونو کډوال غواړي د جرمني له لاري نورو هيوادو ته ولاړ سي. خو هغوی اوس بیرته شړل کیږي.

https://p.dw.com/p/1He5k
انځور: Getty Images/S. Platt

د جرمني او اتريش په سرحد کي مهاجر سرگردانه يوې او بلي خوا ته لېږل کیږي. خبريالان وايي چي د اتریش په شېردینگ کي چي د ورځي او شپې یخ، باد او باران هم دئ رارسېدلي مهاجر نه پوهيږي چي څه وکړي. خو دومره ښه دی چي سره صليب خېمې درولي دي څو دوی پکښې تم سي.

له اتريش سره د جرمني په سرحد کي چي څوک ترانزيتي اسناد ونه لري پوليس ئې نه پرېږدي چي له سيمې ئې بل هيواد ته تېر سي.

د جرمني سرحد ته د یوې رارسېدلي سوريايي کورنۍ مشر ادنان وايي: «موږ تقریباً جرمني ته رسیدلي وو، او له هغه ځای څخه مو غوښتل ډنمارک ته ولاړ سو، خو پولیسو راته وویل، چي موږ نسو کولای بې له ترانزیتی اسنادو څخه سفر ته دوام ورکړو او تیر سو.» له هغه سره ماينه او ادوه اولادوه هم ورسره دي.

ترانزیت امکان نه لري

ادنان چي ډیرنامیده، ستړی او هم په قهر دی وايی: «جرمني موږ بیرته اتریش ته شړي او اتریش مو شاید سلوانیا ته او بیا نو څشي کیږي؟ ایا هغوی مو بیرته سوريې ته لیږي؟.»

په سرحد کي د اتریش د پولیسو ویاند بیرند اینن دورف وايي، چي دا اسانه نده، چي مهاجرو ته دا توضیح سي چي په سرحدونوکي مقرراتو بیرته بدلون موندلی.

تیر پسرلی کله چي د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل اعلان وکړ، چي جرمني سوريايي مهاجر مني، نو همسایه هيوادو هم خپل سرحدونه خلاص کړل، څو هغوی ته دا موقع برابره سي چي جرمني ته تير سي. اتریش هم دا کار کړی وو.

خو د نوي عیسوي کال له پیل څخه د اروپايي ټولني ځینو غړو هيوادو داسي پريکړه کړې، چي مهاجر په پيل کي لا له نور سفر کولو څخه راوگرځوي. سويډن د لومړي هيواد په توگه له ډنمارک سره سرحدي کنټرول سخت کړ. ډنمارک هم د ټولو هغو مهاجرو اسناد په دقیق ډول سره کنټرولوي چي له جرمني څخه ورځي.

او جرمني هم ورته کار کوي: جرمني تر اوسه پوري ۱۸۰۰ کسانو ته د ورننوتلو اجازه نه ده ورکړې، دومره ډیر چي په ټول تیر کال کي په دې اندازه نه وه. اتریش هم له سلوانيا څخه راغلي۱۷۰۰ مهاجر بیرته شړلي دي. منتقدین وايي، چي په دې ډول ډیري کورنی سره جلا کیږي.

د اتریش په شېرډینگ کي پوښتل سوي مهاجر وايي چي دوی په شعوري ډول هغو هيوادو ته ځي، چیري چي یې د کورنی نور غړي وي، څو له هغوی سره یوځای سي.

اصلي هدف سویډن

داچي له دې ټولو مهاجرو سره به څه کیږي، لا روښانه نه ده. له سره صلیب سره د خپلي خوښي یو ژباړونکی مراد وايي، چي په تیرو اوونیو کي مهاجر ډیر وارخطا دي او نه پوهیږي چي څه وکړي: «هغوی په جرمني کي ردیږي او بیرته موږ ته رااستول کیږي.» هغوی په دې هم نه پوهیږي چي تر دې شپې وروسته به بیا چیري تیروي.

په دغه سرحد کي د بندو افغانانو يوه ئې خبريالانو ته ويلي دي: «له سرحد سره یوه پولیس زموږ څخه پوښتنه وکړه چي آیا نه غواړي په جرمني کي پاته سي؟ ما هغه ته وویل چي زموږ کورنۍ له دوو کلونو راهیسي په سویډن کي ده. موږ غواړو له هغوی سره يوځای سو. خو اوس دلته بند پاته يو.»

هیڅوک نه پوهیږي چیري ولاړ سي

د دغه افغان ۲۵ کلنه ښځه په ژړه غوني اواز وايي: «موږ اتریش ته هیڅ تاوان نه رسوو. هغه څه چي موږ غواړو، دا دي چي سویډن ته ولاړ سو. »

د غلام نبي په نامه یو بل افغان هم غواړي سويډن ته ولاړ سي. د هغه ښځه پخوا لا هلته تللې ده او اوس دی هم غواړي هلته ورسي. هیچا دا فکر نه کاوه چي د جرمني له سرحد سره به بيرته شړل کیږي.