1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تویتر په اړه اووه په زړه پورې موضوگانې

سید ریاض (دویچه ویله)۱۳۹۲ فروردین ۲, جمعه

د تیوتر ټولنیزه شبکه د خپل تأسیس اوومه کلیزه لمانځي. دغه شبکه په نړۍ کې له ۲۰۰ میلیونو څخه زیات کاروونکي لري او ارزښت یې له لسو میلیاردو ډالرو څخه زیات اټکل شوی دی.

https://p.dw.com/p/182OY
The 'Twitter' logo is seen on a tablet screen on December 4, 2012 in Paris. AFP PHOTO / LIONEL BONAVENTURE (Photo credit should read LIONEL BONAVENTURE/AFP/Getty Images)
Twitter Logoانځور: Lionel Bonaventure/AFP/Getty Images

د تویتر شبکه د پنجشنبې په ورځ «د ۲۰۱۳م کال د مارچ د میاشتې ۲۱مه نیټه» اووه کلنه شوه. د «بزنس انسایدر» په نوم مجلې د دغې شبکې د اوومې کلیزې پر درشل کې د هغې په اړه اووه داسې موضوعگانې په ګوته کړي دي چې ښایي د تویتر کاروونکي پر نه پوهیدل. مجلې د تویتر په اړه لاندیني په زړه پورې معلومات ورکړي دي:

۱. هغه شرکت چې اوس د تویتر په نوم پیژندل کیږي او په کال کې څو میلیارده ډالر عاید لري، په ۲۰۰۶ کال کې Odeo نومیده. هغه وخت د دې انترنیتي شبکې کاروونکو کولای شو چې یوازې غږیز پیغامونه د دې شبکې له لارې خپاره کړي. د دغې شبکې وده دومره سسته وه چې د پانګه اچوونکو انديښنې یې راوپارولې او له همدې کبله یې پریکړه وکړه چې داسې رقابتي سیالۍ په لاره واچوي چې په ترڅ کې خلک د تویتر په شبکې کې د بنسټیزو بدلونونو د رامنځ ته کولو په اړه خپل نظرونه شریک کړي. د تویتر اوسنۍ طرحه هم د همدې سیالۍ په پیایله کې رامنځ ته شوه.

۲. د لومړي ځل له پاره د تویتر اصلي طرحه په یوه لوبغالي کې رامنځ ته شوه. دام سالاګو او جک دروسي چې د تویتر د بنسټ ایښودونکو له ډلې څخه دي، د سن فرانسیسکو په یوه لوبغالي کې په دې اړه بحث وکړ. دام هغه وخت ویلي وو: «دا طرحه دومره ساده ده چې آن تصور کول یې هم ګران کار دی. بس دا کفایت کوي چې سړی یوازې په لیکلو پیل وکړي او خپله موضوع په دې شبکې کې شریکه کړي.» همدا وو چې د ننۍ تویتر شبکې بنسټ کیښودل شو.

۳. د تویتر د اوسنۍ بڼې تر رامنځ ته کیدو وروسته، د دغې شبکې د هر کاروونکي لومړنی تویت (په تویتر کې لنډ لیکلی پیغام) یو اتومات پیغام وو: Just setting up twttr . جک دروسي د ۲۰۰۶ کال د مارچ میاشتې پر لومړۍ نیټه خپل لومړنۍ تویت خپور کړ. تر اوسه پورې دغه تویت کابو ۹۰۰۰ وارې رېتویت یا بیا لیږل شوی دی.

۴. د تویتر د ۲۰۰ میلیونه څخه زیاتو کارونکو په منځ کې د پاپ موسیقي ځوان سندرغاړی جستین بیبر، تر ټول ډیر تعقیبوونکي (Followers) لري. د جستین بیبر د تعقیبوونکو شمیر له ۶۳ میلیونو څخه اوښتی دی.

۵. تویتر له تیر کال راهیسې د مشهورو کسانو له پاره دا امکان برابر کړی دی، چې خپل اکونت یا په تویتر شبکه کې خپل معلومات تایید کړي ترڅو نور کاروونکي په دې پوه شي چې دا اصلي کس دی او کوم بل وگړي یې به نوم اکونت نه دی جوړ کړی. تر اوسه پورې له ۴۷۰۰۰ څخه زیات اکاونتونه تایید شوي دي.

۶. د تویتر نښه یا لوگو یوه مرغۍ ده. د دغې مرغۍ نوم «لری برډ» دی.

۷. تویتر د رېتویت (بیا لیږل)، ریپلای (ځواب ورکول)، هشتګ (#) او د موبایل اپلیکشن خدمتونه خپله وړاندې کړي نه دي، بلکې دغه ټول امکانات د هغو کاروونکو او طراحانو لاس ته راوړنې دي چې د تویتر د اکو سیستم غړي ول. په زړه پورې خبره دا ده چې دغو کسانو تر هغه وخته پورې چې د تویتر اسهام بازار ته عرضه شوی نه ول خپل دستمزد نه شو غوښتلای. اوس د تویتر ارزښت د ۱۰ میلیاردو ډالرو په شاوخوا کې اټکل شوی دی.