1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د توکيو کنفرانس د افغانستان د بيا رغاوني بنسټ کښېښودی

۱۳۸۷ بهمن ۳, پنجشنبه

د2001 کال د جنورۍ د مياشتې په21 او 22 نېټه په توکيو کي د افغانستان د بيارغونې کانفرانس رابلل شوی وو. چي د 58 هيوادونو استازو برخه پکښي اخيستې وه او مشري يې جاپان امریکا او اروپايي ټولني کوله

https://p.dw.com/p/GeGB
په 2001 کال کي د افغانستان د بيا رغوني په اړه د توکيو کنفرانس
په 2001 کال کي د افغانستان د بيا رغوني په اړه د توکيو کنفرانسانځور: AP

د غونډې په پرانستيزه وينا کې د جاپان لومړي وزير Jinichiro Koizumi دې ته اشاره وکوله، چې نړيواله ټولنه په هندوکش کې صلحې راوستينې او بيارغونې ته د يوه لوی چلنج په سترگه گوري. ده دا خبره هم په ډاگه کړه، چې په دې برخه کې کورنۍ حکومتي اداره هم لوی مسئوليت پرغاړه لري.

د ده له نظره بايد د افغانستان راتلونکې پخپله د افغانانو په لاس جوړه شي. افغان اولسمشر حامد کرزي ته دا آسانه کار نه وو، چې د يوه وياړن افغان په توگه، د خپل خيرات غوښتونکي هېواد استازيتوب وکوي. ده په کلکه سره وويل، چې غواړي د مرسته کوونکو له ډلې څخه وي. کرزي د خپل هېواد د ويجاړ حالت د انځورونو په پای کې، له شوکې او اختلاس سره د مبارزې، د يوه اغېزمن مرکزي حکومت د جوړونې او د پياوړو ادارو او قانوني ځواک په مرسته سره د ملي يوالې بيا راوستنې اړتيا ته اشاره وکوله. د غونډې له پيل نه مخکې د بيارغونې د مالي اړتيا په هکله ډول ډول اټکلونه کېدل.

افغاني لوري د خپل هېواد د پاره د يوه مارشال پلان غوښتنه کوله. افغان حکومت د 45 مليونه امريکايي ډالرو مالي مرستو د اړتيا اټکل کاوه. د کورني حکومت د مشر کرزي په اند، د يوه کارنده نورمال هېواد د منځ ته راوستنې د پاره دا اندازه په کار ده.

ولسمشر کرزی او د بهرنيو چارو پخوانی وزير عبدالله د توکيو په غونډه کي
ولسمشر کرزی او د بهرنيو چارو پخوانی وزير عبدالله د توکيو په غونډه کيانځور: AP

د افغانستان د بيارغونې په دوه ورځني کانفرانس کې نړيوال بانک، د آسيا پرمختيايي بانک او د ملگروملتونو پروگرام ټول په شريکه سره په دې نظر وو، چې په راتلونکو 15 کالونو کې ټولو 15 مليارډو امريکايي ډالرو ته ضرورت دئ، تر څو د هغه هېواد بيارغونه ، ټولنيزه او اقتصادي وده ممکنه شي. په پای کې دا پرېکړه وشوه، چې افغانستان به په راتلونکو پنځو کالونو کې د بيارغونې د پاره ټوله 5,4مليارده امريکايي ډالره مرسته تر لاسه کوي. لومړيو 12 تر 15 مياشتو کې د افغانستان مشر حامد کرزي ته د 8,1 ملياردو امريکايي ډالرو ژمنه ورکړل شوه.

په 2002 ميلادي کال کې امريکې 296 مليونه ډالر ورکړل. د آلمان د اقتصادي گډکار او پرمختيا وزيرې هيده ماري ويڅورکڅول په خپله وينا کې دې ته گوته ونيوه، چې آلمان تر اوسه پورې 50 مليونو يورو بيړنۍ مرسته ورکړېده. نوموړې پرې ورزياته کړه، چې آلمان به په 2002 ميلادي کال کې 80 مليونه يورو نور کمک هم کوي. ويڅورکڅول ژمنه وکوله چې د اوږدې مدې يعنی 2002 نه تر 2005 کاله پورې به ټولې 320 مليونه يورو پرمختيايي مرسته کوي. له دې سره افغانستان د آلمان د پرمختيايي مرستو تر تولو لوی هېواد ونومول شو.

ولسمشر کرزی د جرمني د اقتصادي ګډ کار او پرمختيا وزيره هيده ماريا ويڅوريک څويل د توکيو په کنفرانس کي
ولسمشر کرزی د جرمني د اقتصادي ګډ کار او پرمختيا وزيره هيده ماريا ويڅوريک څويل د توکيو په کنفرانس کيانځور: AP

په توکيو کې له افغانستان سره د ملاتړ نړيوال کانفرانس د دې هېواد د بيارغونې بنسټ کېښوود. له هغه وروسته په برلين، لندن او پاريس کې نورې غونډې هم جوړې شوې. ټول ټال د 25 ملياردو امريکايي ډالرو ژمنې وشوې. خو تر اوسه پورې يواځې 15 مليارده امريکايي ډالر ورکړل شويدي.

له دې سره ورکړل شوې مرسته ناکافي ثابته شوه. برسېره پر دې د Lead-Nation د اصول او پرنسيب له کبله، د کوم له مخې چې يو مرسته کوونکی هېواد د يوې ټاکلې برخې بيا ودانونه پرغاړه اخلي، موازي جوړښتونه منځ ته راغلل. دا کار د پيسو د بيځايه لگښت سبب شو. د دې تر څنگ يوه انداره افغانستان ته گوښې شوې پيسې پخپله په مرسته کوونکو هېوادونو کې ولگول شوې او يا له افغانستان څخه بېرته ورغلې. د ياودنې وړ ده، چې افغانستان ته منل شوې مالي مرسته په ډېره کمه اندازه سره ملي پانگې او بودجې ته ورسېده. د توکيو له کانفرانس څخه 7 کاله وروسته اوس هم افغانستان د مخکې يادشوو مشکلاتو له کبله مالي کړکېچ سره مخامخ دئ. دا بيا د دې ښکارندوی دئ، چې د افغانستان د بيارغونې د پاره، د هغه هېواد په شرطونو برابر کوم پلان نه شته.