1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د توکيو غونډه د باور رامنځ ته کولو له پاره ده

۱۳۹۱ تیر ۱۴, چهارشنبه

اروپايي ټولنه د توکیو غونډه د افغانستان د ثبات او پرمختګ له پاره ډیره مهمه بولي. په دې غونډه کې ۷۰ هیوادونو او سازمانونو گډون کوي او له افغانستان سره د پنځو کلونو له پاره ملکي مرستې اعلانوي.

https://p.dw.com/p/15QtS
انځور: picture-alliance/dpa

په کابل کي د دغي ټولني مشر اوګادس اوشاکس وايي، چي د توکیو په غونډه کي له افغانستان سره د نړیوالي ټولني د مرستو اندازه مهمه موضوع نه ده، بلکی د حکومت او نړیوالي ټولني تر منځ د حساب ورکولو او اعتماد جوړولو د یوه چاپریال رامنځ ته کول مهمي موضوع ګاني دي.

هغه تيره د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د جولای ۳) په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل، چي اروپايی اتحادیه به په دغه کنفرانس کښي د خپلو مرستو اندازه مشخصه نه کړي.

«د توکیو په غونډه کي ښايي له افغانستان سره د مرسته کوونکو هیوادونو او ټولنو د مرستي اندازه درې ميلیارده، یا هم څلور ميلیارده او ښايي تردې هم ډیره وي خو دا مهمه نه ده، بلکي دا موضوع ډیره مهمه ده چي په دغه غونډه کي د اعتماد فضا رامنځ ته شي او افغان حکومت د نړ یوالو مرستو حساب ورکولو ته چمتو شي.»

اروپايي ټولني د افغانستان د ثبات او اقتصادي ودي له پاره په تیرو لسو کلونو کي په سوونو ميلیونه ډالر مرسته کړې ده او ټاکل شوې ده، چي د توکیو په غونډه کي به هم د مرستو یوه بسته چي اندازه ئې تر اوسه نه ده معلومه اعلام کړي.

ټاکل شوې ده چي توکیو کنفرانس د یکشنبې په ورځ د شاوخوا پنځوسو هيوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون جوړ شي.

افغان حکومت تمه لري چي لږ تر لږه د یوې لسیزي له پاره له ګډون والو څخه د هر کال له پاره ۳ اعشاریه نهه ميلیارده ډالره ترلاسه کړي.

خو اروپايي ټولنه وايي، دوی په هغه صورت کي له افغانستان سره د تحول لسیزي له پاره چي له ۲۰۱۴ کال وروسته پیلیږي مرستي کوي، چي حکومت يي شرطونه ومني.

په کابل کې د اروپايي ټولني مشر اوګاداس اوشکاس وویل، ښه حکومت کول، د بشري حقونو ملاتړ، د رڼو ټاکنو تر سره کیدل، په مالي مدیریت کي سمون، له اداري فساد سره مبارزه او په عدلي او قضایي سیستمونو کي اصلاحات راوستل هغه شرطونه دي چي ټولنه به ئې د توکيو په غونډه کي د افغان دولت مخي ته کښېږدي:

«له افغانستان سره به زموږ مرستي د اوږدې مودې له پاره دوام وکړي، خو له دغه حکومت سره مرستي، زموږ د شرطونو او وړاندیزنو له منلو سره تړاو لري، اروپا به هر کال خپل دغه وړاندیزونه څاري او جاج به ئې اخلي.»

رسميي شمیرې ښيي چي اروپايي ټولنه په تیره یوه لسیزه کي له افغانستان سره د لویو مرسته کوونکو هيوادونو په ډله کي وه، چي د مرستو اندازه ئې هر کال یو اعشاریه دوو ميلیادو یورو ته رسېدله.

خو اروپايي ټولنه وايي که دافغانستان په حکومت کې د مالي فساد مخه و نه نیول شي نو کیدای شي، چي د دغي ټولني مرستي هم کمي شي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زیارمل