1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تونس رسنۍ د پاڅون وروسته

۱۳۹۰ شهریور ۴, جمعه

د بن علي د زمانې د ډيرو رسنيو پخواني مشران او ديکتاتوران تبديل سوي دي. خو ځيني ورځپاڼي او خپروني بيا هم د زړو کسانو څخه کار اخلي. د دې تغيرول يوه پروسه ده، چي ډير وخت غواړي.

https://p.dw.com/p/12O7K
د انقلاب د کاميابۍ لمانځنې
د انقلاب د کاميابۍ لمانځنېانځور: DW

فهيم بوکادو د لمر پيتاوي ته ناست دی. دی اوس هم باور نلري. دی د تونس د اوينو بورکيبا د مشهوره بازار په چايخانه کښي ناست دی او د آزادی ساه کاږي.

د ده مخته اوس هم د کورنيو چارو وزارت دی چي په اغزي لرونکو سيمانو باندي پټ دی. هلته د وزارت په زيرخانو کښي د تحقيقاتو په اطاقو کښي د بن علي د رژيم کسانو ډير ژورنالسټان د هغې جملې څخه فيهم کړولی او شکنجه کړی دی. دا ځکه چي دوی د پخواني ديکتاتور پر ضد د ليکنو او تصويرونو څخه کار اخيستی او دا ددوی وسله وه.

تر ۲۰ کالو اضافه فهيم بوکادو د بن علي پر ضد ليکني وکړې. خو ده بايدددې دپاره لوی قيمت هم ورکړی وای. د بنديګرت او شکنجه کيدلو جزأ. د فيم د بڼې او سترګو څخه معلوميږي چي دی بايد ډير کړول سوی وي. خو دی اوس په دې اړه څه نه وايي:

«رژيم زه هميشه د يوه مخالف او تروريست په حيث بللم. خو اوس بلاخره اجازه لرم هغه څه واوسم چي دډيره پخوا څخه يم او دا يو ډير ښه احساس دی. زه اوس رسمأد تونس يو ژورنالسټ يم. »

د ولسي پاڅون انځور
د ولسي پاڅون انځورانځور: picture alliance/dpa

يو څو متره آخواته د «له پريسه تونس»د ورځپاڼي مرکز دی. فوزيه ميزي ستړې ده. د ورځپاڼي دغه نوې مشره ډيره نه بيديږي. دا بايد د کلوکلو پخوانی سيسټم سره وشيني او د اعتماد او باور فضأ رامنځته کړي. دا بايد اوس دا وښيي چي د ورځپاڼي هغه ودانی چي کلونه کلونه د ديکتاتور بن علي دپاره د پروپاګنډي وسيلې په حيث استعماليدل او هر څه سانسوريدل ، اوس بل ډول ده.
دا وايي:

«موږ ټول ژورنالسټيکي اساسات او مقررات لرو چي هيڅ وخت مو استعمالولای نسوای. خو اوس هر څه بل ډول دي. اوس بايد موږ دا په اثبات ورسوو چي څنګه موږ ددغي مقدسي وظيفې مقررات مراعتولای سو. موږ بايد اوس دا زده کو چي آزاد يو ، د بل ډول نظرياتو سره ځانونه عادت کړو او بحثونه او مخالفتونه وزغمو. موږ بايد په يوه آزاده او د مختلفو نظرياتو درلودونکې ټولنه کښي خپله لار پيداکو. دا تر شلو کلو اضافه يوازي خبري وې. »

اوس بلاخره دغه خبري بايد عملي جنبه پيدا کړي او دا هم پداسي حال کښي چي د تونس رسنی په ډير سرعت سره تغير خوري. د INRIC په نامه د رسنيو او مخابراتي تکنالوژی د اصلاحاتو بېطرفه کميسون اوس پر دې باندي کار کوي چي د رسنيو دپاره نوی قانون جوړ کړي. هغه به بيا د مطبوعاتو د واقعي آزادی سبب وګرزي.

تيونس د عربي نړۍ د پاڅون لومړی هيواد ؤ
تيونس د عربي نړۍ د پاڅون لومړی هيواد ؤانځور: picture alliance/dpa

په عين حال کښي ډير شيان وده کوي او نوي رامنځته کيږي. انټرنيت آزاد دی ، د تونس د رسنيو دولتي چارواکي نوي اجازه نامې ورکوي : تر اوسه پوري په ټول هيواد کښي۱۲۰ نوي ورځپاڼي ، ۱۰ راډيوګاني او ۵ ټلويزوني شبکو ته اجازه ورکول سوې ده.

فرانسيسکوډيازو چي د «کومنيټي راډيوز» د رسنيو کار پوه دی ، دغه تغيرات د نژدې څخه څاري او د احتياط کولو خبرداری هم ورکوي. دی وايي:

«ښه خبر دا دی چي د بن علي د زمانې د ډيرو رسنيو پخواني مشران او ديکتاتوران تبديل سوي دي. خو ځيني ورځپاڼي او خپروني بيا هم د زړو کسانو څخه کار اخلي. د دې تغيرول يوه پروسه ده، چي ډير وخت غواړي. د بلي خوا بيا موږ دغه وخت هم نلرو. ځکه چي په اکتوبر کښي ا انتخابات دي – دديموکراسی پر خوا يو مهم ګام. د انتخاباتو په اړه به رسنی او مطبوعات مهم رول ولري. »

د ډيرو زياتو او نامعلومو نظرياتو پر وخت نوی رول او نوې آزادي. د انتخاباتي مبارزه پر وخت به دا معلومه سي چي څنګه د تونس رسنی خپل مسؤليت په ښه ډول سره ادأ کولای سي. آيا دوی به وکولای سي عربي پسرلی وساتي ، د هغو ډيرو تونسي ژورنالسټانوميراث چي ددغه لوی هدف دپاره يې ځانونه قرباني کړي دي.

گيوبل اليکساندر ربات/ محمد قاسم نوري
کتونکی: احمدولي اڅکزی