1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې او یونان تر منځ اوبو کې ۲۱ مهاجر ډوب شوي

۱۳۹۴ آبان ۸, جمعه

د یونان چارواکو ويلي دي چې تیره شپه د ترکیې او یونان تر منځ د مهاجرو د دوو کښتیو د ډوبیدو په پېښو کې۲۱ انسانان وژل شوي دي. په وروستیو ورځو کې د هوا د خرابوالي له کبله د ډوب شویو کډوالو شمیر لوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/1Gwww
انځور: DW/U. Bauer

یوناني چارواکو ویلي دي چې د جمعې په شپه د کلیمنوس جزیرې ته نزدې د کښتیو د ډوبیدو له کبله ۱۸ مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه چارواکو زیاته کړې ده چې له همدې سیمي څخه بیا ۱۳۸ تنه نور مهاجر ژغورل شوي هم دي.

چارواکو ویلي دي چې د جمعې په ورځ وختې په یوه بله پیښې کې د کښتۍ د ډوبیدو له کبله د رودیس جزیرې ته نزدې درو مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او شپږ تنه نور بیا ژغورل شوي دي.

د مهاجرو د وژل کیدو دغه پیښې په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې ډیر سوریایي او افغان کډوال هڅه کوي چې ځانونه د ترکیې له لارې اروپا ته ورسوي.

که له یوې خوا اروپا ته د رسیدونکو افغانان شمیر مخ پر ډیریدو دی له بلې خوا افغان حکومت اعلان کړی دی چې هغوی به افغان مهاجر د نه قبلیدو په صورت کې بیرته خپل هیواد ته واستوي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير دوې ورځي دمخه اعلان وکړ، چي دغه هيواد ته د ډېرو افغان مهاجرو راتگ د منلو نه دی.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې همدا اوس آلماني ځواکونه په افغانستان کې میشت دي چې دغه هیواد په یوه امن هیواد بدل کړي. هغه په عین حال کې دې موضوع ته اشاره وکړه چې هیواد یې په افغانستان کې پرمختیایي مرستې هم کوي.

دیمزیر زیاته کړې ده: «له همدې کبله موږ له افغانانو دا تمه لرو چې په خپل هیواد کې پاتې شي.»

د آلمان د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې له افغانستان څخه ټول رارسیدونکي کډوال به په آلمان کې و نه منل شي: «زه نن دا خبره واضح کوم چې هغه کسان چې له افغانستان څخه د مهاجرو په توګه آلمان ته راځي، ټول بايد دا تمه نه ولري چې په آلمان کې به پاته شي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب