1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ترهگرۍ پر ضد جگړه کي نور څه نسو کولای»

۱۳۹۱ مهر ۵, چهارشنبه

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، د سه شنبې په ورځ د ملگرو ملتونو عمومي غونډي ته وویل چې هیواد ئې د ترهگرۍ او افراطیت پر وړاندي جگړه کې ډیري قربانۍ ورکړي دي او له دې هيواد څخه د نورو قربانیو تمه بايد و نه شي.

https://p.dw.com/p/16El0
انځور: Reuters

هغه وویل: «هیڅ هیواد او ملت د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې د پاکستان د خلکو په پرتله ډیري قربانۍ نه دي ورکړي.»

زرداري زیاته کړه: «هغه څوک چي وایي پاکستان په کافي اندازه کار نه دئ کړی، زه د هغوی په جواب کي په زغرده وایم، چي د مهربانۍ له مخي زموږ د مړو خاطرو ته توهین مه کوئ، او زموږ د ژوندیو وگړو درد مه ډیروئ. زما له خلکو نه هغه څه مه غواړئ چي تر اوسه پوري له يو بل ملت څخه نه دي غوښتل شوي.» زرداري په خپله بیانیه کې ویلي دي چې نور باید د پاکستان د خلکو غلط انځور وړاندي نه شي.

زرداري د خپلو خبرو په پیل کې په امریکا کي جوړسوي هغه فلم باندي نیوکي وکړې چې د اسلام ستر پیغمبر محمد (ص) ته پکښې سپکاوی شوی دئ. هغه همداراز په یوه فرانسوي مجله کې د پاروونکو انځورونو پر خپریدو هم خبري وکړې. هغه وویل چې د دغه ډول انځورونو او ويدیوگانو پر خپریدو باندي باید سخت بندیز ولگول شي.

د پاکستان ولسمشر وویل، چي د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونو او له افغانستان څخه د نشيي موادو قاچاق، د هغي دندې چې غواړي د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې د خلکو ملاتړ تر لاسه کړی، له ستونزو سره مخامخ کړې ده.

زرداري وویل: «په دې وروستیو وختونو کي د پاکستان په اړه ډیري پوښتني کیږي. زه دلته هغه پوښتنو ته د جواب ويلو له پاره نه یم راغلی. دې پوښتنو ته د پاکستان سیاستوالو، خلکو او پوځ جوابونه ویلي دي.»

زرداري زیاته کړه چې هیواد ئې تر اوسه پوري د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې ۷۰۰۰ سرتیري او ۳۷۰۰۰ ملکي وگړي قرباني ورکړې ده. هغه د خپلي مېرمني وژني ته په اشاره کولو سره وویل: «زه فکر کوم چي د دې اړتيا به نه وي، چې خپلو ملگرو ته دا خبره ور په یاد کړم چي زه پخپله هم له دې جگړې څخه یو زخم لرم.»

پر پاکستان باندي هغه وخت نیوکي ډيري شوې چې د تیر کال د می په میاشت کي امریکايي ځواکونو د دې هیواد په زړه کي د القاعدې د ډلي مشر اسامه بن لادن، وواژه. تر دې پېښي وروسته په نړیوال کچه د پاکستان اعتبار ته تاوان ورسید.

زرداري د پاکستان پخوانیو رژیمونو ته اشاره وکړه او وئې ويل چې که څه هم دا رژیمونه دیکتاتور ول، خو بیا هم ځینو هیوادونو په میلیونو ډالر ورکول.

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل