1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

پاکستان امریکا ته: په افغانستان د ناکامي پړه پر موږ مه اچوئ

۱۳۹۶ شهریور ۳, جمعه

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان حکومت د واشنګټن د هغه څرګندونو پر وړاندې عکس العمل وښود. اسلام آباد ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو پوځ د افغانستان په داخل کې د یاغیانو د پټنځایونو په له منځه وړلو کې پاتې راغلی دی.

https://p.dw.com/p/2ipdK
Pakistan Islamabad - Shahid Khaqan Abbasi
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د پاکستان د ملکي او پوځي مشرانو تر خبرو اترو وروسته، د اسلام آباد له لوري دغه بې ساری عکس العمل د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي، د دفتر لخوا په یوه اعلامیه کې خپور شوی دی. تیره ورځ د پاکستان لومړي وزیر د خپل هیواد له پوځي مشرانو سره څو ساعته خبرې اترې وکړې ترڅو د ترمپ له لخوا لګول شوو تورنو ته عکس العمل وښيي.

په دې وروستیو کې د افغانستان او سویلي آسیا له پاره د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ خپله تازه تګلاره معرفي کړه. د امریکا په دې نوې ستراتیژۍ کې راغلي چې د واشنګټن له لوري پاکستان ته د میلیاردونو ډالرو مرستو سربیره، اسلام آباد یاغیانو او ترهګرو ته پټنځای برابروي ترڅو د افغانستان د حکومت او د ناټو ځواکونو پر وړاندې وجنګیږي. ولسمشر ترمپ ټینګار کړی وو چې د پاکستان چلن باید ډیر ژر تغیر وکړي.

خو پاکستان وضعیت بل ډول ویني. د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په دې اعلامیه کې چې، د واشنګټن پر وړاندې تر ټولو شدید دریځ بلل کیږي، راغلي دي چې «موږ غواړو د امریکا متحده ایالاتو د پوځ له لوري د هغو کسانو په ګډون چې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه طرح کوي، د ترهګرو او بدو خلکو د پټنځایونو د لمنځه وړلو په هکله د چټکو او اغیزمنو هڅو شاهدان اوسو.»

په دې اعلامیه کې ټینګار شوی چې دا عملي نه ده چې د افغانستان جګړه په پاکستان کې ترسره شي. د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر په دې اعلامیه کې نه یوازې افغان طالبانو بلکې پاکستاني طالبانو ته هم اشاره شوې چې د پاکستان د ادعا له مخې د افغانستان په خاوره کې د خپلو پټنځیانو څخه په ګټه اخیستنه په پاکستان کې بریدونه طرح کوي.

په عین وخت کې د افغانستان په ۱۶ کلنه جګړه کې د مرستې له پاره، د سپینې ماڼۍ چارواکو د اتومي وسلې لرونکی پاکستان د پوځي مرستو په کمولو او همدا راز په نورو اقداماتو ګواښلی دی.

بل لوري ته بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف ویلي چې واشنګټن باید په افغانستان کې د خپلې اوږدې جګړې د ناکامۍ پړه د پاکستان پر غاړه وا نه چوي. پاکستان افغان یاغیانو ته هر ډول پناه ورکول رد کړي دي.

د پاکستان پوځ چې د دې هیواد د ټول ۷۰ کلونو د تاریخ په شاوخوا نیمايي برخه یې په دې هیواد حکومت کړی، تل د متحده ایالاتو، هندوستان او افغانستان په هکله د پاکستان په بهرني سیاست کې د خبرې اصلي اړخ دی.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر همدا راز زیاته کړې چې د واشنګټن له لوري پاکستان ته د میلیاردونو ډالرو د ورکړې ادعا ګمراه کوونکې ده. د لومړي وزیر د دفتر په حواله له ۲۰۰۱م کال وروسته په افغانستان کې د امریکا د پوځي عملیاتو له پاره د پاکستان د هوايي دهلیز او د ځمکنیو تأسیساتو څخه د ګټې اخیستې په بدل کې، واشنګټن اسلام آباد ته دغه پیسې ورکړې دي.