1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ تر نیوکو وروسته، چین د پاکستان ملاتړ کړی

۱۳۹۶ مرداد ۳۱, سه‌شنبه

د سه شبنې په ورځ تر هغې وروسته چې امریکا متحده ایالاتو د افغانستان او سویلي آسیا له پاره په خپله نوې ستراتیژي کې پر پاکستان باندې د ترهګرۍ د نه ځپلو له امله نیوکې وکړې، چېن د خپل ملګري هیواد ملاتړ ته را ودانګل.

https://p.dw.com/p/2ie2V
Chinesischer Präsident Xi Jinping in Pakistan
انځور: picture-alliance/Zumapress/Pang Xinglei

د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو د ستراتیژۍ د اعلان پرمهال ولسمشر ترمپ پر اسلام آباد له دې امله نیوکې وکړې چې ترهګرو یا «د ګډوډۍ استازو» ته خوندي پټنځایونه برابروي. تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو پخوانيو ادارو هم په وار وار په پاکستان باندې د اوسامه بن لادن په ګډون له طالبانو او نورو جهادي ډلو سره د اړیکو لرلو او د هغوی دساتلو تور پورې کړی وو.

ترمپ پاکستان ته د مرستو د قطع کولو د ګواښ سربیره وویل چې «موږ پاکستان ته میلیاردونه ډالر ورکوو او په همدې وخت کې [پاکستان] هغه ترهګر ساتي چې موږ ورسره په جګړه کې یو.»

د دې ټولو سربیره، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هاوچونینګ، د دې موضوع برعکس موقف غوره کړې او خبریالانو ته یې وویل چې پاکستان «له ترهګرۍ سره د جګړې له پاره ډیره قرباني ورکړې او په دې مبارزه کې یې پراخه ونډه اخیستي.»

نوموړې په دې خبري کنفرانس کې همدا راز وویل چې نړیواله ټولنه باید د پاکستان د هڅو پوره پخلی وکړي. دا په داسې حال کې ده چې بیجینګ د جنوبي آسیا د دې هیواد د بلوچستان ایالت په ګوادر او نورو برخو کې شاوخوا ۵۰ میلیارده ډالر پانګونه کوي.

Hafen von Gwadar Pakistan
انځور: BEHRAM BALOCH/AFP/Getty Images

خو په پاکستان کې د چین لخوا پلي کیدونې دې سترې اقتصادي پروژې امنیت یو له هغو موضوع ګانو څخه چې دواړه هیوادونه یې اندیښمن کړي. د روان کال په لومړیو کې دوه چینايي کارکوونکي د بلوچستان په کوټه ښار کې وښتول شول.

بلوچستان د پاکستان د اقتصادي کوریدور د پروژې په زړه کې ځای لري خو په ورته وخت کې دغه ایالت د اسلامپاله ترهګرو او آزادي غوښتونکو له ګواښ سره هم لاس او ګریوان دی.

تر دې پیښو وروسته د پاکستان حکومت په دې هیواد کې د سترو بنسټیزو پروژو د امنیت د ټینګښت له پاره شاوخوا ۱۵ زره غښتلي پوځي سرتیري ګمارلي ترڅو د دې راز پروژو پر وړاندې د شته خنډونو مخنیوی وکړي.