1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ او عمران خان د ملاقات يوه موضوع افغانستان ده

۱۳۹۸ تیر ۳۱, دوشنبه

د پاکستان د پوځ وياند ويلي دي چې عمران خان او د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه به سپېنې ماڼۍ ته ولاړ شي. خو داسې انگیرل کيږي چې په افغانستان کې د سولې او د ترهگرۍ پر موضوعاتو مذاکراتو کې به د جنرال باجوه نقش ډېر مهم وي.

https://p.dw.com/p/3MUcr
Kombobild  US Präsident Donald Trump und Pakistan PM Imran Khan

د پاکستان د پوځ وياند جنرال آصف غفور په واشنگټن کې له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه به د امريکا د درې ورځني سفر په ترڅ د امريکا د دفاع له وزیر سره د ملاقات له پاره پنتاگون ته ورشي. نوموړي زياته کړه چې د دوشنبې په ورځ به د پوځ مشر د صدر اعظم عمران خان ملتيا وکړي او په سپينه ماڼۍ کې به له ولسمشر دونالد ترمپ سره وگوري.

داسې انگیرل کيږي چې له ولسمشر ترمپ سره به د افغانستان د سولې په هکله او په سيمه کې د ترهگرۍ د له منځه وړولو په اړه مذاکراتو کې د جنرال باجوه او د هغه د نزدې ملگرو نقش مرکزي او مهم وي.

ويل کيږي چې ولسمشر دونالد ترمپ به پر عمران خان باندي فشار راوړي چې په افغانستان کې د جگړې په ختمولو او د وسله والو پر ضد مبارزې په برخه کې مرسته وکړي.

د امریکايي ادارې يوه لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وويل: «د عمران خان د سفر موخه داده چې پر پاکستان د افغانستان د سولې پروسې د پرمختگ له پاره فشار را وړل شي او همدا راز پاکستان دې ته وهڅول شي چې پر خپله خاوره د وسله والو او ترهگرو پر ضد روان عمليات او هلې ځلې لا پسې پياوړې کړي.»

خو ځيني شنونکي وايي چې داسې ډېر کم ليدل شوي چې د پاکستان د يوه لومړي وزير سره دې د سپينې ماڼۍ د سفر پر وخت د پوځ مشر هم ملتيا کړې وي.

د عمران د مخالفينو په آند له دې څخه هغه انگیرنه لا پسې قوي کيږي چې عمران د پوځ له خوا «غوره» شوی صدراعظم دی او پوځي مشران ورته لارښوونه کوي.

د پاکستان د پوځ وياند په واشنگټن کې
د پاکستان د پوځ وياند جنرال آصف غفور په واشنگټن کې له خبريالانو سره خبرې وکړېانځور: DW/M. Kazim

خو په واشنگټن کې د دويچه ويله د اردو څانگې د خبريالې مونا کاظم په حواله هلته د پاکستان تحريک انصاف گوند يعني د عمران خان د گوند موجود پلويان بيا د دې تورونو په غم کې نه دي او د عمران خان د دې سفر په اړه ډېر خوښ ښکاري.

عمران خان واشنگټن ته د خپل دې درې ورځني سفر په ترڅ کې په امريکا کې د پاکستان د سفير په کور کې ميشت دی چېري چې د شنبې په ورځ د هغه د هرکلي له پاره هلته راغلو خلکو د نوموړي او د جنرال باجوه انځورونه له ځان سره راوړي ول.

په واشنگټن کې له خبريالانو سره د خبرو اترو پر وخت د پوځ وياند دا خبره روښانه کړه چې د دې سفر مشري عمران خان پخپله کوي نو له همدې کبله رسنۍ هم بايد پر هغه تمرکز وکړي.

له جنرال آصف غفور څخه د جنرال قمر جاويد باجوه د دندې د مودې د غځولو د گنگوسيو په اړه هم پوښتنه وشوه خو نوموړي یې له ځوابولو ډډه وکړه.

هغه پاکستاني خبريالانو ته د خپل هېواد په اړه د مثبت رپوټ ورکوکو مشوره ورکړه. هغه زياته کړه چې د پاکستان ضد لابي سره د مقابلې له پاره اړينه ده چې خبريالان د هېواد د گټو په نظر کې نيولو سره خپل مکلفيتونه پر ځای کړي.