1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ استازی له افغان چارواکو سره په کومو موضوعګانو غږیدلی؟

۱۳۹۶ فروردین ۲۸, دوشنبه

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جنرال مکماساتر، په کابل کې له افغان چارواکو سره وکتل. د ترمپ د ادارې دغه لوړپوړي چارواکي په ننګرهار کې د امریکا له خوا د تر ټولو لوی غیر اتومي بم تر کارونې وروسته، کابل ته سفر کړی.

https://p.dw.com/p/2bKmR
Afghanistan US Sicherheitsberater McMaster
انځور: picture alliance/AA/Afghan Presidency Handout

مکماستر د ترمپ د ادارې لومړی لوړپوړی چارواکي دی چې افغانستان ته سفر کوي. هغه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د هغه د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر او یو شمیر نورو چارواکو سره لیدلي دي. په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو له سفارت څخه په یوې خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې جنرال مکماستر له افغان چارواکو سره د ترهګرو ډلو پر ضد د ګډو اقداماتو په اړه خبرې کړې دي.

د ولسمشر غني له دفتر څخه په یوې خپرې شوې بیانیه کې هم راغلي دي چې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو، امنیت، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، اصلاحاتو او پرمختیا په اړه خبرې اترې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن، د زرهاو اضافي سرتیرو غوښتنه کړې ده. اوس په افغانستان کې شاوخوا ۸۰۰۰ امریکایي سرتیري میشت دي.

مکماستر په یوې تلویزیوني مرکه کې ویلي دي چې ولسمشر ترمپ ته بیلابیل وړاندیزونه مطرح شوي دي، خو د دغو وړاندیزونو د جزئیاتو په اړه یې خبرې و نه کړې.

هغه د ABC نیوز تلویزیون ته وویل: «هغه څه چې واضیح دي دا دي چې په افغانستان کې [د ناکامي په صورت کې] د ګواښونو امکان ډیر دی.»

هغه زیاته کړه: «دا په رښتیا سره د ننۍ ورځ لومړۍ کرښه ده چې د وحشت او مدنیت تر منځ راولاړه شوې ده.»

جنرال مکماستر په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې تر دې مخکې امریکا متحده ایالاتو کله نا کله په افغانستان کې یو داسې متحده نه لره چې ورباندې ډیر باور وشي: «اوس موږ داسې یو افغان شریک لرو چې ورباندې ډیر باور کیدای شي.»

دغه امریکايي جنرال دې ته هم اشاره وکړه چې له افغانانو سره ګډ کار او د پوځي، دیپلوماتیکو او اقتصادي هڅو تر منځ لا ډیره همغږي هم د بحث په موضوعګانو کې شاملې وې.

د امریکا د سفارت له خوا په خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې مکماستر له افغانستان سره د امریکا د دوامداره قوي ملاتړ ژمنه وکړه.

تر دې یوازې دوه ورځې مخکې امریکايي پوځ په ننګرهار ولایت کې د اسلامي دولت د په نښه کولو په موخه خپل تر ټولو لوی غیرې اتومي بم وکاروه. دغه بم ته د هغه د لوی والي له کبله د «ټولو بمونو مور» نوم هم ورکړل شوی.

بم په اچین ولسوالۍ کې د اسلامي دولت ۹۶ غړي وژلي او د دې ډلې د تونلونو یوه شبکه یې ویجاړه کړې ده.