1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترسا مې تر استعفا وروسته، په بريتانيا کې څه پيښیږي؟

۱۳۹۸ خرداد ۴, شنبه

د بريتانيا لومړۍ وزيرې ترسا مې، اعلان کړی چې د روان ميلادي کال د جون مياشتې په ۷مه نيټه به له خپلې دندې ګوښه شي. اوس نو د محافظه کارانو د ګوند تازه مشر د مې ځای ناستی کیږي.

https://p.dw.com/p/3J4bu
Theresa May London Statement
انځور: Reuters/T. Melville

د بريتانيا پارلمان د اصولو له مخې حاکم ګوند کولی شي خپل مشر یا مشره له دندې ګوښه کړي او دغه راز د دغه ګوند داخلي قواعدو ته په کتو سره نوی مشر انتخاب کړي. کوم کس چې د ګوند مشري پر غاړه اخلي، په عين وخت کې د عمومي انتخاباتو تر رسيدو پورې د لومړي وزیر دنده هم پر غاړه اخلي.

په پام کې ده چې د بريتانيا راتلونکي انتخابات په ۲۰۲۲م کال کې وشي. خو که چيرې يو ګوند په پارلمان کې د قوانینو په تصویب کې له ستونزې سره مخامخ شي، نو په هغه صورت کې بيا د دې امکان شته چې تر ټاکل شوې مودې مخکې انتخابات وشي.

په بريتانيا کې دا معمول ده چې يو لومړی وزیر، یا لومړۍ وزیره له انتخاباتو پرته د حاکم ګوند په پریکړه واک ته ورسیږي. د بيلګې په توګه، ترسا مې په ۲۰۱۶م کال کې د ديويد کامرون تر ګوښه کيدو وروسته د لومړۍ وزیرې په توګه مسووليت پر غاړه واخيست. همدا ډول په ۲۰۰۷م کال کې ګوردن براون هم د توني بليئر، ځای ناستی شو.

د ګوند نوی مشر یا مشره څرنګه انتخابيږي؟

د ګوند د نوي مشر د انتخابولو بهير دوه پړاونه لري چې په پارلمان کې د دغه سياسي ګوند د ۳۱۳ استاځي کولاي شي هغه وآزمويي. نوماندان کولای شي دغې څوکۍ ته د رسيدلو له پاره خپله علاقمندي ښکاره کړي او استازي بیا د راي ورکولو بهير د دوو نوماندانو تر پاتې کيدو پورې عملي کوي. تر هغه وروسته، د دغو دوو تنو په اړه وروستی تصميم د همدغه ګوند د شاوخوا ۱۲۰ زره غړو ترمنځ په ټوله بريتانيا کې د آزادو انتخاباتو له لارې نیول کیږي.

په پام کې ده چې دغه بهير د روان کال د جون مياشتې په لسمه نیټه پيل شي او ترسا مې به د نوي مشر تر انتخابيدو پورې، د دغه سياسي ګوند سرپرستي پرغاړه ولري.

د بريتانيا د محافظه کار ګوند مشران تمه لري چې د روان کال د جولای مياشتې تر پايه دغه بهير بشپړ کړي. په ۲۰۱۶م کال کې دغه بهير ډير ژر پای ته ورسيد، ځکه د ترسا مې پرته ټول نوماندان حذف شول او له دې سره په بشپړه توګه د دغه بهير د عملي کيدو او دويم پړاو ته يې د تلو اړتيا ونه ليدل شوه چې له مخې یې باید په ټوله بريتانيا کې د دغه سياسي ګوند د ټولو غړو راېې غوښتل کيږي.

UK Kabinett
د بريتانيا پارلمانانځور: REUTERS

د ترسا مې استعفأ د «برګزيت» له پاره په څې معنی ده؟

که څه هم اوس له وخت څخه ډير مخکې دی چې د وروستي احتمال په اړه څرګندونې وشي، خو ډيری هغه کسان چې د نوي ګوندي مشر په ټاکنو کې ګډون کوي غواړي د بريتانيا راتلونکی لومړی وزیر یا لومړۍ وزیره داسې يو کس وي چې د بریکزیت یا له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو کلک ملاتړی وي.

د لومړۍ وزیرې له څوکۍ څخه د ترسا مې ګوښه کيدل به ونشي کړای د بريتانيا د پارلمان په وضعيت کې کوم تغيير رامنځ ته کړي. دغه پارلمان د برګزيت په اړه له «هيڅ ډول معاملې» ملاتړ نه کوي، خو د دې امکان شته چې د دغه بهير د پاي ته رسولو له پاره د پارلمان واک محدود شي، هغه هم په هغه صورت کې چې نوې رهبري همدغه تګلاره له سره پيل کړي.

له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو نيټه د روان کال (۲۰۱۹) د اکتوبر د مياشتې ۳۱مه ټاکل شوې، خو دا په هغه صورت کې عملي کيدای شي چې بريتانيا نور له اروپايي ټولنې څخه د هغه د تمديد غوښتنه ونه کړي. تر اوسه د بريتانيا په پارلمان کې په دې اړه پر کومې موضوع باندې د نظر اتفاق نه دی رامنځ ته شوی.  ځينې قانون جوړونکي غواړي چې په اروپايي اتحاديه کې د بريتانيا د پاتې کيدو یا نه پاتې کيدو په هکله یو ځل بيا ټولپوښتنه ترسره شي. خو ځينې بیا په دې بارو دي چې د ۲۰۱۶ کال د ټولپوښتنې د پایلو درناوی باید وشي او بریتانیا باید په هر حال له اروپايي ټولنې څخه ووځي.

آیا نوی حکومت رامنځته کیدای شي؟

د کارګر ګوند مشر جريمي کوربين، چې په عين وخت کې د حکومت د اپوزيسیون مشر هم دی، هڅه وکړه چې د بریکزیت په تړاو د تریسا مې د پلان تر ردیدو وروسته، حکومت د مخکې له وخته ټاکنو ترسره کولو ته اړ کړي. خو هغه تر اوسه پورې په دې کار کې ناکامه پاتې دی. کوربين کولای شي چې په هر فرصت کې دغه خبره بيا رابرسيره کړي.

د دغه موضوع د عملي کيدو له پاره د دې اړتيا ليدل کيږي تر څو په پارلمان کې د محافظه کارانو يوه وړه ډله د برګزيت په اړه د صدراعظم له پاليسۍ سره مخالفت وکړي او د نوو انتخاباتو د ترسره کيدو غوښتونکي شي.

دغو ټولو حالاتو ته په کتو سره، له اروپايي اتحادېې څخه د بريتانيا د وتلو موضوع هم د ټولپوښتنې له لارې او يا هم د محافظه کار ګوند په غړو کې د بدلون د رامنځ ته کيدو په صورت کې ډيره پيچلې ښکاري.

 (ap) mks/ms