1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د تاپي پروژې کار تر ۲۰۱۷ کاله پشپړیږي»

حسین سیرت (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ تیر ۲۵, سه‌شنبه

د افغان، ترکمنستاني، هندي او پاکستاني چارواکو پریکړه وکړه چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته د ګازو د پایپ لاین د غځولو د پروژی کار باید د ۲۰۱۷ کال د اګست په میاشت کې بشپړ شي.

https://p.dw.com/p/199F8
انځور: DW

له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هندوستان ته د پایپ لاین غځولو پروژې پر سر بحثونه له څو کلونو راهیسي روان دي. دغه پایپ لاین ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لری چې د «تاپي پروژې» په نوم یادیږي.

د افغانستان د کانونو وزارت د پرمختیايي پروګرامونو مشر عبدالجلیل جمراني، چې پخپله يي د ترکمنستان په غونډه کې ګډون درلود د سه شنبې په ورځ له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «موږ له څو کلونو راهیسې پر دې پروژې باندې کار کوو چې تر اوسه يې څلور تړونونه لاسلیک شوي دي او درې نور تړونونه یې لا اوس هم پاتی دي.»

د ښاغلي جمراني په خبره د دغې پایپ لاین کار به هغه وخت پیل شي چې په ښکیل هیوادونه په دې برخه کې د پانګوالو پر سر موافقه وکړي.

د دغو څلور هیوادونو استازو ویلي دي چې د دغې پروژی کار په ۲۰۱۵ کال کی پیلیږي. د افغانستان د کانو وزارت چارواکو روښانه کړې ده چې چې افغانستان به په لومړيو لسو کلونو کې هر کال له دې پایپ لاین څخه ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه ګاز وپیري. د جمراني په خبره په دویمې لسیزې کې به افغانستان هر کال له دې پایپ لاین څخه یو میلیارد متر مکعب ګاز ترلاسه کړي او په دریمه لسیزه کې به دغه هیواد هر کال یو نیم میلیارده متر مکعب ګاز له دې پایپ لاین څخه واخلي.

افغانستان دغه ګاز په بیه رانیسي خو هند او پاکستان د افغانستان له لارې د ګاز د تر لاسه کولو په بدل کې دغه هیواد ته پيسي ورکوي. د ښاغلي جمراني په خبره دغه دواړه هیوادونه به په کال کې ۵۰۰ میلونه ډالره افغانستان ته ورکوي.

آیا ایران د تاپي پروژې مخه نیسي؟

هندوستان پر ایران باندې د لګول شویو اقتصادي بندیزنو له امله له دغه هیواد څخه د ګازو د رانیولو له پروژې څخه خپل ځان لیري کړی دی. له بلې خوا داسې ښکاري چې پاکستان هم د امریکا متحده ایالاتو د فشارونو له کبله په راتلونکې کې له ایران څخه د ګازو له رانیولو سره لیوالتیا و نه ښيي.

اوس پاکستان او هند دواړه غواړي چې د افغانستان له لاری له ترکمنستان څخه د خپلې اړتیا وړ انژي راونیسي. خو داسې اندیښنې موجودې دي چې کیدای شي ایران د دغه پایپ لاین د غځیدو مخه ونیسي.

خو ښاغلی جمراني دغه خبره ردوي او وایي چې داسي شواهد چې وښيي ایران د دغې پروژې د تطبیقیدو مخه نیسي په لاس کې نه شته. هغه ټینګار وکړ چې د تاپي پروژه له ایران څخه پاکستان ته د ګازو د انتقال پر پروسی هیڅ کومه اغیزه نه لري. دغه افغان چارواکي روښانه کړه چې د ایران ګاز نه شي کولای په یواځیتوب سره د پاکستان د اړتیا وړ ګاز پوره کړي نو له دې کبله د ترکمنستان ګاز ته اړتیا شته.

جمراني وویل: «دا خبرې یوازې له رسنیو اورو. موږ هیڅ وخت له داسې کومې ستونزې سره نه یو مخامخ شوي. ایران خپل ګاز پلوري او د هند او پاکستان اړتیا نه شې پوره کولای نو له دې امله دغه دواړه هیوادونه باید له ترکمنستان څخه ګاز ؤپيري.»

د تاپي په پروژه کې ښکیلو هیوادونو تر دې مخکې هم په لندن، امریکا او سینګاپور کې غونډې کړی وې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب