1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بې کوره کسانو له پاره د سیارو حمامونو درلودونکی بس

۱۳۹۸ آذر ۱۷, یکشنبه

که څوک سرپناه نه لري د شین آسمان لاندې به ویده شي. خو د اروپا په سړه هوا کې د لمبېدو یا حمام کولو له مشکل سره به بيا څه کوي؟ په هامبورګ ښار کې یو تن د بې کوره کسانو له پاره ځانګړی بس جوړ کړی چې د لمبلو درې حمامونه لري.

https://p.dw.com/p/3UPMu
Deutschland Duschbus für Obdachlose in Hamburg
انځور: picture-alliance/dpa/M. Scholz

د جرمني د هامبورګ بندري ښار هغه بې کوره کسان چې تر شنه آسمان لاندې شپې سبا کوي اوس کولی شي په یو بس کې ولمبیږي او په همدې بس کې ورته د پاکو جامو آسانتیاوې هم برابرې شوي دي. دې بس ته د «شاور بس» نوم ورکړل شوی دی.

د بې سرپناه کسانو له پاره د دې ځانګړي بس انتظام د ډومینیک بلواه په نوم داسې یو کس کړی دی چې دی پخپله هم تر ډیره وخته پورې بې کوره او مجبور وو چې د سړک پر غاړه تر شنه آسمان لاندې ژوند وکړي.

ډومینیک وایي کله چې بې کوره وو نو تر ډیره وخته پورې به یي نه شوای کولی ولمبیږي. له همدې امله يي د »شاور بس« د پروژې له پاره د بسپنې پر راټولولو پيل وکړ او ۱۶۸ زره یورو یي راټولې کړې.

Deutschland Duschbus für Obdachlose in Hamburg
د ګوبانیو په بس کې یوه رضاکارهانځور: picture-alliance/dpa/M. Scholz

ډومینیک وایي چې بس ډیر پراخه ځای لري او سړی کولی شي په ډیر راحت سره په با عزته توګه په کې شاور يا دوش ونیسي. سربیره پر دې په بس کې د بې سرپناه کسانو له پاره د پاکو جامو بندوبست هم شوی دی.

د هامبورګ د چارواکو په وینا په دې ښار کې تر ۲۰۰۰ ډير بې سرپناه کسان موجود دي، خو د ګوبانیو په نوم مدني ټولنې په حواله د داسې کسانو واقعي شمیر تر دې ډیر لوړ دی.

څه موده مخکې د آلمان په پلازمېنه برلين کې هم د «شاور سروس» ابتکار پيل شوی وو، خو په برلين کې دغه خدمات یوازې ښځينه بې کوره کسانو ته مخصوص او ځانګړي شوي وو.

دویچه ویله درې/ ش.ن/ن.ص

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: