1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د بې سرحده ډاکټرانو روغتون دي بيا فعال سي"

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۱, دوشنبه

خوستيان يو وار بيا د هغه نسايي ولادي روغتون د پرانيستلو غوښتنه کوي، چي څو ورځي وړاندي پکښي تر يوې چاودني وروسته وتړل سو.

https://p.dw.com/p/14mxn
انځور: DW

دوې اوونۍ کيږي چي په خوست کي د بې سرحده ډاکټرانو روغتون تړل شوى دئ او خوستيان يې د بيا خلاصون غوښتنه کوي.

څه موده وړاندي په خوست ښار کي د بې سرحده ډاکټرانو اتحاديې د نسايي ولادي ناروغانو له پاره يو روغتون جوړ کړ، چي په اولو دوو مياشتو کي ګڼ ناروغان پکښي تداوي شول او ډېرو خلکو به د دولتي او شخصي روغتونونو پر ځاى دغه روغتون ته خپل ناروغان ور وستل.

خو دوې اوونۍ مخکي له هغه وروسته دا روغتون وتړل شو، چي په روغتون کي دننه په يوه تشناب کي يوه بم وچاوديد وشوه چي ٨ تنه هغه ملکي افغانان پکښي ټپيان شول، چې له ناروغانو سره روغتون ته راغلي ول.

Versammlung in Khost
انځور: DW

اوس خوستيان وايي چي دغه روغتون بايد له سره فعال شي. د خوست قومي مشرانو، د مدني ټولني غړو او يو شمېر مېرمنو د جلا غونډو په جوړولو سره د بې سرحده ډاکټرانو روغتون د بيا پرانيستلو غوښتنه کوي.

د مدني ټولني يوه فعال نصير احمد روښان دويچه ويله پښتو ويب پاڼي ته وويل، چي دولت بايد په خوست کي د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون د بريد عاملان ونيسي او د قانون منګولو ته ئې وسپاري.

نوموړي د بې سرحده ډاکټرانو له اتحاديې څخه وغوښتل چي دا بريد د خوستيانو بريد نه دئ:

«په خوست کي د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون بريد، يو شخصي کار دئ او د خوستيانو استازيتوب نه کوي، ولسونه ستاسو سره دي او موږ پوره تضمين ورکوو، چي د خوست خلک به په هر قيمت چي وي، د بې سرحده ډاکټرانو د روغتون امنيت به ساتي.»

په ورته وخت د خوست د ښځو چارو په رياست کي هم په لسونو مېرمنو په يوه غونډه کي دا پېښه وغندله او ويې ويل چي د دې روغتون په جوړيدو ډېرو خوستي مېرمنو ته د ولادت پرمهال ښه اسانتياوي برابري وې او دوى يې بيا د ژر خلاصون غوښتنه کوي.

د خوست د ښځو چارو رئيسې مېرمن حاور اميري وويل: «دا کار د طالبانو او نورو وسله والو ډلو نه دئ، بلکي هغه شخصي ډاکټرانو کړى دئ، چي په ښار کي د قصابانو په څېر په ښار کي نسايي او ولادي کلينيکونه جوړکړي دي، ځکه چي د بې سرحده ډاکټرانو د روغتونو په جوړيدو ټول خلک خپل ناروغان دې روغتون ته ور ولي او شخصي کلينيکونه ئې له سقوط سره مخامخ کړي ول.»

دا په داسي حال کي ده، چي له دې غونډو پرته په ښار او کليو کي هم عام خلک په دې سخت خفه دي، چي په خوست کي د بې سرحده ډاکټرانو روغتون بند شوى دئ.
په دې روغتون کي الماني، فرانسوي، ايټالياوي، هسپانياوي، افريکايي او د ځينو نورو هيوادونو نژدې شل متخصيص ډاکټرانو دندې ترسره کولې او نسايي ناروغانو ته يې ښه خدامات وړاندي کول.

فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل