1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د بې بیلوټه الوتکو بریدونو څومره کسان وژلي دي؟»

سید ریاض (دویچه ویله)۱۳۹۲ مهر ۲۷, شنبه

د بشري حقونو او د تروریزم پر وړاندې د مبارزې له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي رپوټچي، له امریکا متحده ایالاتو څخه غوښتي دي چې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د وژل شوو ملکي وگړو ارقام خپاره کړي.

https://p.dw.com/p/1A2UQ
انځور: picture-alliance/dpa

د ملگرو ملتونو دغه ځانگړي رپوټچي او ترهگرۍ ضد مبارزې د چارو کارپوه بن اېمرسن، له لوري د خپرو شوو ارقامو له مخې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو د ۲۰۰۴م کال راهیسې یوازې په پاکستان کې شاوخوا ۴۰۰ ملکي کسان وژلي دي.

نوموړي رپوټچې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اکتوبر ۱۸مه) له امریکا متحده ایالاتو څخه غوښتي دي چې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د خپلو معلوماتو له مخې د وژل شوو ملکي وگړو په اړه ارقام خپاره کړي.

اېمرسن، په خپل یوه ځانگړي رپوټ کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري یې ارقام اخیستل شوي، ویل شوي دي چې د ۲۰۰۴م کال راهیسې د پاکستان په قبایلي سیمو کې چې له افغانستان سره نزدې پوله لري ۳۳۰ تنه ملکي وگړي وژل شوي دي. پاکستان د دغه بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د ۲۲۰۰ تنو وژل ثبت کړي دي.

د اېمرسن، د وینا له مخې «د دغه بې پيلوټه الوتکو د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۴۰۰ ملکي وگړي وژل شوي دي او نور ۲۰۰ افراد په احتمال سره جنگیالي نه ول.»

اېمرسن زیاته کړې ده: «چارواکو دا خبره په څرگنده کړې ده چې د رپوټونو او د څیړنو پر وړاندې خنډونو، ښایي د دغه شمیر کم اټکل کړی وي.»

ویل کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو له لوري د بې پیلوټه الوتکو زیاتره بریدونه، په پاکستان، افغانستان او یمن کې تر سره کیږي. په پاکستان او یمن کې په ماموریتونو کې د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې سي آی اې، د ښکیلتیا له امله په دې تړاو ډیر کم معلومات خپاره شوي دي.

اېمرسن وړاندې ویلي دي: «د سي آی اې، له لوري په پاکستان او یمن کې د تروریزم پر ضد عملیاتو، د شفافیت په برخه کې نه له منځه تلونکي خنډونه رامنځ ته کړي دي.» هغه یادونه وکړه چې دې دې کار «یوه پایله دا ده چې تر نن ورځې ملگري ملتونه په دې کې پاتې راغلي دي چې په پاکستان یا کوم بل ځای کې د ملکي مرگ ژوبلې د سطحې په اړه ارقام په ډاگه کړي چې د بې پیلوټه الوتکو په ځانگړو عملیاتو کې رامنځ ته شوي دي.»

دغې موضوع زیاتره وخت د امریکايي ورځپاڼو د لومړي مخ موضوع گرځیدلې ده او د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د مې په میاشت کې ویلي وو چې «د بې پیلوټه الوتکو د هر ډول برید د تر سره کیدو تر مخه، باید کابو د دې ډاډمنیتا موجوده وي چې هیڅ کوم ملکي وگړی به وژل کیږي یا ټپي کیږي نه.»

د سي آی اې، مشر جان برینن، د روان میلادي کال په پیل کې د خپل مقام د تائیدیدو د پروسې پر وخت ویلي وو چې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په ترڅ کې به د ملکي مرگ ژوبلې په اړه ارقام عامه محضر ته وړاندې کړای شي.

په نړیوله کچه د بې پيلوټه الوتکو د عاموالي سره سره، نړیواله ټولنه لا تر اوسه هم د جنگي بې پيلوټه الوتکو د قانوني توب په اړه بحثونه کوي. نړیوالو معیارونو یوازې د دښمن د برید د مخنیوي په خاطر د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو اجازه ورکړې ده.

آلمان چې په اوسني وخت کې یوازې اکتشافي بې پیلوټه الوتکې لري د رپوټونو له مخې د آلماني پوځ له پاره په ډیر احتمال سره له متحده ایالاتو، په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکې رانیسي.