1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بګرام زندان د يو بلاک کنترول افغانانو ته وسپارل سو

۱۳۸۹ دی ۲۸, سه‌شنبه

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چي د بګرام زندان د دلتا په نوم د ستر بلاک کنترول اوس امريکايي ځواکونه نه، بلکي افغان پوځ يې مسووليت لري.

https://p.dw.com/p/Qt7x
د بګرام يوه ډله زندانيان
د بګرام يوه ډله زندانيانانځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb

دغه زندان د طالبانو د واکمنۍ له ړنګيدو وروسته د امريکايي لښکرو له لوري جوړ سوی چي پکښي د طالبانو او القاعدي ډلي سره د تړاو په تور نيول سوي کسان ساتل کيږي.

د افغانستان لوي درستيز وايي چي د بګرام د زندان د يو بل بلاک د ولکي په تر لاسه کولو سره اوس د دغه بند شاوخوا پينځه اويا سلنه برخه د افغان پوځ په لاس کي ده.

جنرال شيرمحمد کريمي په ورته وخت کي له بهرنيو ځواکونو غواړي چي د ملک دننه د ټولو هغو زندانونو واګي افغان پوځ ته وسپاري، چي د دوی له لوري جوړ سوي دي.

« نن د کابل د امنيتي مسووليت تر انتقال وروسته د بګرام د محبس د تدريجي تسليمي شاهد يم، او غواړو چي پروسې افغاني سي».

د بګرام زندان له تيرو څو کلونو راهيسي د بشر پالو ټولنو له لوري امريکا ته د يوه لوی سرخوږي په توګه ياديږي.

په عراق کي د ابو غريب او په افغانستان کي د بګرام له امريکايي زندان څخه څو څو ځله د بنديانو د شکنجې رپوټونه ورکړل سوي دي.

خو د افغانستان د ملي اردو د نظامي پوليسو قوماندان صفي الله صفي وايي چي له بنديانو سره به د نړيوالو اصولو مطابق چلند کيږي او هلته به ټول هغه کسان ساتل کيږي چي د افغانستان د درې ګونو محکمو له خوا د ترهګرو سره د تړاو جرم ورباندي ثابت سوی وی.

« په دې زندان کي به د ۵۳۰ څخه تر ۵۴۰ پوري هغه کسان ساتل کيږي چي قضايي او عدلي تعقيب يې خطميږي او د افغانستان محکمې به ورباندي حکم کوي.»

د دلتا په نامه افغان ځواکونو ته د بګرام د محبس د بلاک د سپارلو د مراسمو پر مهال د بهرنيو ځواکونو يوه مشر وويل چي له افغان ځواکونو سره د بنديانو په ساتلو کي روزنيزي مرستي کوي تر څو هغوی ددې جوګه سي چي د نړيوالو قوانينو په رڼا کي د بنديانو سره سلوک وکړي.

يو تن افغان زندان ساتونکي چي د امريکايي مربيانو له لوري ورته روزنه ورکړل سوې وايي:

« موږ ته دا زده کړي را کړل سوي چي څنګه کولای سو په ښه توګه د زندانيانو ساتنه او پالنه وکړو».

کله چي د بګرام د زندان نوم اخيستل کيږي د خلکو په ذهن کي د شکنجې هغه رپوټونه را ژوندي کيږي چي رسنيو يې په اړه په تيرو کلونو کي خپاره کړي ول.

خو اوس هم افغان او بهرني جنرالان وايي چي له زندانيانو سره هيڅ ډول ناوړه سلوک نه تر سره کيږي او هر هغه څه چي صورت مومي د نړيوالو کنوانسيونونو په رڼا کي دي.

رسمي شميرې ښيي چي اوس مهال د بګرام په زندان کي شاوخوا زر تنه له ترهګرو سره د تړاو په تور نيول سوي بنديان چي پکښي د بهرنيو ملکونو وګړي هم شامل دي بنديان دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب