1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بګرام بنديانو د ګوانتنامو د زندانيانو په شان حق غواړي

۱۳۸۷ دی ۱۹, پنجشنبه

په افغانستان کي د امريکايي سرتيرو په قرارګاه او هوايي ډګر بګرام کي څلورو بنديانو د امريکايي قاضي څخه غوښتنه کړېده چي دوی ته د ګوانتنامو د بنديانو درجه ورکړل سي.

https://p.dw.com/p/GUMr
په بګرام کي افغان بنديان ګوانتنامو ته د ليږدلو پر مهال
په بګرام کي افغان بنديان ګوانتنامو ته د ليږدلو پر مهالانځور: Roadside Attractions

دغو څلورو بنديانو چي دوه يې د يمن وګړي، يو يې افغان او يو يې د تونيس وګړی دی، د چهار شنبې په ورځ په رسمي توګه دغه غوښتنه کړېده.

دا پداسي حال کي ده چي د امريکا ستري محکمې د تير ميلادي کال د جون په مياشته کي فيصله کړې وه، چي د ګوانتنامو بنديان دا حق لري چي خبر کړل سي چي دوی ولي بنديان دي او بل دا چي دوی د کومو ثبوتونه پر بنياد نيول سوي دي.

د امريکا د ستري محکمې دغه پرېکړه د بوش حکومت له پاره يو ستر ګوزار بلل سوی و. د امريکا ستري محکمې دغه پرېکړه د هغو ګڼ شمېر عارضو په ترڅ کي کړې وه،چي د ګوانتنامو د بنديانو وکيلانو د خپلو موکيلينو بند چيلنج کړی و.

د ګوانټانامو زندان چي اوس في الحاله تقريباً 250 بنديان پکښي ساتل کيږي، د امريکا د پوځ لخوا د امريکا د پولو څخه ليري د کيوبا و سويل ختيځ ته جوړ کړل سوی دی، تر څو ددې مخه ونيسي چي ددغه زندان بنديان د امريکا و محکمو او قضايې ته ځان ورسوي.

فډرالي قاضي جان بېټس، د چهار شنبې په ورځ په بګرام کي د دغو څلورو بنديانو د وکيلانو سره د بګرام او ګوانتنامو تر منځ پر توپيرونو قانوني بحث تر سره کړی. که جان بېټس نومي دغه قاضي د دغو څلورو زندانيانو دغه عارضه ومني نو په سلګونو نور بنديان به ښايي هم و محکمې ته عارضې وکړي. ويل کيږي چي په بګرام هوايي ډګر کي امريکايانو څه باندي شپږ سوه کسان زندانيان کړي دي.

د ګوانتنامو زندان يوه څنډه
د ګوانتنامو زندان يوه څنډهانځور: AP

د امريکا د حکومت وکيل جان کوين بيا وايي چي د ګوانتنامو او بګرام تر منځ ډير ستر توپير دی. او هغه دا دی چي په ګوانتنامو بې کي د امريکا د پوځ يوه قرارګاه ده او بګرام د جګړې په محاذ کي واقع ځای دی.

قاضي د وکيل څخه پوښتنه وکړه چي آيا دغه کسان چي په يمن، دبۍ او ټايلېنډ کي نيول سوي وه، جنګي بنديان دي او که څنګه؟ ددې پوښتنې په ځواب کي د امريکا د حکومت وکيل کوين وويل، چي که اوساما بن لادن هم په ټايلېنډ کي ونيول سي نو هغه به بګرام ته راوستل کيږي. نوموړي زياته کړه چي د جګړې ميدان د پخواني وختونو په څېر پولي نه لري. نوموړي وکيل د بېلګي په توګه د سپتمبر د يولسمي پېښه ياده کړه چي دده په وينا په دغه ورځ القاعدې پر امريکا بريدونه تر سره کړي وه.

خو فيډارلي قاضي جان بېټس پر دې حيرانتيا وښودل چي هغه زندانيان چي د امريکا حکومت يې ګوانتنامو ته استه وي بعضي حقوق لري خو که دغه قيديان و بګرام ته ولېږدول سي نو هلته دوی ددغو حقوقو څخه بې برخې وي.

يوې بلي وکيلي باربرا اولشانسکي، د محکمې څخه غوښتنه وکړه چي د بګرام و زندانيانو ته دي حق ورکول سي چي خپل وکيلان ولري. دې زياته کړه چي په بګرام کي زيات کسان د شپږو کالو راهيسي بنديان دي بېله دې چي هغه د خپلي نيوني په دلايلو خبر وي او بېله دې چي د وکيل له لاري د ځان د دفاع حق ولري. نوموړي وکيلي وويل چي په بګرام کي بعضو زندانيانو ته جسماني عزيت هم ورکول کيږي.

فډرالي قاضي جان بېټس، د محکمې د بحث په پای کي ونه ويل چي دی به خپله فيصله څه وخت واوروي خو ده وويل چي ښايي د باراک اوباما، په مشرۍ نوي حکومت کي ځني بدلونونه راسي.