1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بيان د آزادۍ د ورځي په وياړ د بې سرحده خبريالانو رپوټ

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۳, دوشنبه

دغه ټولنه هر کال د بيان د آزادۍ د ورځي په وياړ په يوه رپوټ کي د رسنيو وضعيت وړاندي کوي...

https://p.dw.com/p/NDTz
دغه سازمان وايي، چي له نظره يې د نړۍ 40 سیاستوال، د حکومت مشران، ملېشه يي او ترورسستي سازمانونه، جنايي شبکې او رډيکال مذهبي مشران د مطبوعاتو د ازآدۍ دښمنان بلل دي
دغه سازمان وايي، چي له نظره يې د نړۍ 40 سیاستوال، د حکومت مشران، ملېشه يي او ترورسستي سازمانونه، جنايي شبکې او رډيکال مذهبي مشران د مطبوعاتو د ازآدۍ دښمنان بلل دي

د بې سرحده ژورنالستانو سازمان هر کال د مطبوعاتو د آزادۍ د وضعيت په هکله يو رپوټ خپروي. دغه رپوټ د هغه سازمان د يوې کلنۍ څېړني په نتيجه کي جوړيږي. دغه رپوټ زموږ همکار نجيب الله زيارمل لوستی او په يوه مرکه کي به يې مالومات څني تر لاسه کړو.

دويچه ويلي: زيارمل صاحب د مطبوعاتو د آزادۍ د نړيوالي ورځي په مناسبت په نړۍ کي د ډله ایزو رسنيو د روان وضعیت په هکله، تاسو د بې سرحده خبريالانو هغه وینا څېړلې، چي په برلين کي خپره سوې او هغې کښي يې په نړۍ کي د مطبوعاتو د آزادۍ یو تور انځور بربڼد کړی، مخکي تردې چي د دغه بیلانس پر جزییاتو وږغيږو، ستاسو د راټول سوو معلوماتو له مخه د بې سرحده ژورنالستانو د کلني رپوت د جوړوني څرنګوالی څنګه دی.

زيارمل:د رپوټ جوړولو څرنګوالي داسي دی چي د نړۍ په 175 هیوادونو کي خپلو غړو ته یوه فورمه ورکوي، چي په هغې کي د مطبوعاتو د آزادۍ د وضعیت په هکله 42 پوښتي دي.

د بې سرحده خبريالانو د ټولني غړی دغو معیاري پوښتنو ته، چي د مخه يې په یو هیواد کي د مطبوعاتو ښه والی یا بدلوالی څېړل کیږي، ځوابونه پیدا کوي.

سر بیره پر دې، په اړوندو هيوادونو کي په دې څېړنه کي پوهان، حقوق پوهان، د بشري حقونو مدافعین او خبریالان برخه اخلي.

دويچه ويلي: دا څه ډول پوښتني دي؟

زيارمل:پوښتني د مطبوعاتو او په عمومي توګه د رسنیو مختليفو برخو ته متوجه وي، د مثال په توګه: د رسنیو عمومي آزادي، آیا سانسور سته که نه، کچه يې څونه ده، آیا ورځپاڼي مصاديريږي که نه؟ آیا د ژورنالستانو دفترونه پلټل کیږي.

تر ټولو سختي پوښتني خپله د خبريالانو د وضعیت موضوع ته متوجه دي، مثلاً آیا هغوی ته ګواښونه موجوددی؟ ایا وهل سوی، بندیان سوي، يا په قتل رسېدلي دي.

سر بیره پر دې په دې اړه دا پوښتنه هم عنوانيږي، چي آیا د ژورنالستانوپر ضد د پیښوعاملین ، محکمې ته کش سوي، پر هغوی باندی دعوا سوې، آیا د محکمې له خوا جرم ورباندي ثابت سوی او په خپلو سزاو رسېدلي دي که نه.

دويچه ويلي: نن په برلين کي د بې سرحد خبريالانو ټولني په خپله وينا کي په نړۍ کي د مطبوعاتو وضعيت ډير ناخوال بربنډ کړی. ددغه ټولني نيوکي څه دي؟

زيارمل:د بې سرحده ژورنالستان سازمان د مطوعاتو د آزادۍ د ورځي په وياړ د رسنیو سره د برخورد په هکله یو ډیر انتقادي بیلانس وړاندي کړي. دغه سازمان وايي، چي د هغه له نظر د نړۍ 40 سیاستوال، د حکومت مشران، ملېشه يي او ترورسستي سازمانونه، جنايي شبکې او رډيکال مذهبي مشران د مطبوعاتو د ازآدۍ دښمنان دي.

د ټولني د وینا له مخه د نومړو کسانو او ډلو څخه ډیری يې د څوکلنو را په دې خوا د بشري حقونو د سرغړونو په ليست کي نومول سوي دي. پر یو شمېر هیوادونو، لکه، برما،اریتریا، چین، ترکمنستان، روسیه، نایجریا، ایران ، شمالي کوریا او د ځینو نورو هیوادونو پر حکومتونو باندي انتقاد سوی دی، چي هغوی د ژورنالستانو او مطبوعاتو سره د نړوی والو معیارونو سره سم چلند نه کوی.

په افغانستان او پاکستان کي د طالبانو اورپکي د مطوعاتو دښنمان ګڼل سوي دي.

په ټولیزه توګه، د بې سرحده ژورنالستانو سازمان یو فهرست لري، چي د نړۍ هیوادونه درجه بندي سوي، چي په ښو پیليږي پر بدو ختمیږي. مانا دا چي د دغه فهرست په سر کي ډنمارک، فنلنډ، ایرلنډ، نار وې او سویډن په ښوو هیوادونو کي حساب سوي، آلمان په دې ليست کي 18 دی. د امريکا متحده ایالات په 20 ، روسیه په 153 او چین په 168 درجه کي راځي.

لنډه دا چي څومره چي دغه هیوادونه د دې فهرست وروستۍ برخي ته درجه بندي سوي، هومره هلته د مطوعاتو پر آزادۍ تیری ډير دی.

مرکه کونکی/ عبدالباري حکيم