1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بيان د آزادۍ جايزه د چين د مدني حقونو مبارز ته ورکړل سوه

۱۳۸۷ آبان ۱۹, یکشنبه

هوييا په چين کي د بشري حقونو ځليدونکي مدافع دی چي اوس په زندان کي شپي او ورځي تيروي

https://p.dw.com/p/FqF7
هوييا وروسته له هغه د چين حکومت لخوا زندان ته واچول سو چي د اروپا د پارلمان يوې غونډي ته ورغلی و
هوييا وروسته له هغه د چين حکومت لخوا زندان ته واچول سو چي د اروپا د پارلمان يوې غونډي ته ورغلی وانځور: picture-alliance/ dpa

د بيان د آزادۍ د سخاروف، جايزه د اروپا د پارلمان لخوا د چين د مدني حقونو مبارز « هو ييا » ته ورکړل سوه.« هو »په چين کي د بشري حقونو له ځليدونکو مدافعينو څخه دی، له دې امله د پارلمان د مشر هانس ګيرت پيترينګ له خوا وارزول شو. د 50000 ايورو په ازرښت دغه جايزه د شوروي ناراضي او د نوبل د جايزې ګټونکي اندرې سخاروف په نامه نومول شوې ده. دا هرکال هغه چاته ورکول کيږي،چي د بشري حقونو او ډيموکراسۍ په لار کي مبارزه او کار کوي. په خواشينۍ سره چي « هو» په خپله نسي کولای دغه جايزه ترلاسه کړی ځکه دﺉ همدا اوس په زندان کي دی.د تير اپريل په مياشت کي دﺉ د يوې چينايي محکمې لخوا په درې نيم کاله بند محکوم سو. «ګويي هااو» «هو ييا »داسې راپيژني.

په لومړي نظر «هوييا» د بشري حقونو د سخت مبارز په شان نه بريښي. 35 کلن «هو» وړوکي او ډنګر سړی دﺉ او د کلام په قوت لکه يو فيلسوف غوندي ږغيږي. دﺉ د بهرنيو رسنيو سره په چين کي دبشري حقونو د وضعيت په هکله ږغيږي. دﺉ د بشري حقونو د نورو بندي مبارزينو لپاره راولاړيږي، د ايډس د ناروغانو لپاره هڅي کوي او د چاپيريال د ساتني لپاره سخت پروتستونه کوي.

د چينايي ادارو لپاره « هو » لکه په سترګو کي د اغزي په شان دﺉ. له 2006 زيږديز کال راهيسي « هو » په غيري رسمي ډول په کور کي نظر بند دﺉ. خو دﺉ بيا هم نيوکي کوي. د اليمپيا د لوبو په درشل کي د بشري حقونو مراعات نه وو سوی. د هيواد په ليري ګوټونو کي د ايډس د ناروغانو پالنه سمه نه ده. د تير کال په نومبر کي ده د خپلي ويب کمرې سره په چين کي د بشري حقونو په اړه د اروپا د پارلمان په ګرويږنو کي برخه واخيسته. لږ وروسته ونيول سو او بند ته واچول سو.

د تير کال په ډسمبر کي « هو » له دويچه ويلي سره په خپله يوه وروستۍ مرکه کي د ايډس د ناروغانو لپاره د پاملرني د کموالي په باب وويل: « زه کولای سم په ټول ډاډ سره ووايم چي په چين کي د ايډس د ناروغانو سپکاوﺉ په نړۍ کي لومړی ځای لري. دا په دې خاطر چي کله په اتيايمو کلونو کي د «اچ آی وي» ويروس د لومړي ځل لپاره په لويديزه نړۍ کي وپيژندل سو د چين حکومت په ډيره خوښۍ عکس العمل ښکاره کړ.

د تبليغاتو سترې دستګاه دغه ناروغي د لويديزي نړۍ د کپيټاليستي ډول ژوند د له منځه تلو د راتګ پايله وبلله. مخدره مواد، هم جنس بازۍ او فحشا ددې عوامل دي. د چين عامه افکارو دغه پيغام پدې ډول خپور کړ چي د ايډس ناروغان خپله په دې کي ملامت دي. دوی ټول چټل دي.»

«هو» د 2007 زيږديز کال د ډسمبر پر 28 نيټه د کرسمس او نوي زيږديز کال ترمنځ ونيول سو، نړۍ د 2008 کال په پيل کي په خبره سوه. دبندي کيدو لامل پر رژيم باندي د نيوکو شپږ مضمونونه وه چي په انټرنيټ کي ايښودل سوي ول، او له بهرنيو رسنيو سره دوې مرکې. خو اټکل کيږي چي دده نيونه د اروپا په پارلمان کي دده له ګډون سره تړاو ولري. د اروپا د پارلمان مشر هانس ګيرت پوترينګ ډير په غصه سو چي کله يې دا خبر واوريد چي«هو » په درې نيم کاله بند محکوم سو.