1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د بوکو حرام له ویري تېښته

۱۳۹۷ دی ۲۰, پنجشنبه

د نایجیریا په شمال ختیځ کې د امنیتي ځواکونو او ترهګري ډلي بوکو حرام تر منځ نښتي د مهاجرت د نوې څپې سبب شوي دي. ملګري ملتونه د یوې «بشري غمیزي» خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/3BI1V
Nigeria | Flüchtlingslager in Pulko
انځور: Getty Images/AFP/S. Heunis

د رپوټونو له مخې د دسمبر له ۲۰مې نیټې راهیسې د نایجیریا د اردو او تندلاري ډلې بوکو حرام تر منځ جګړې له کبله تر۳۰۰۰۰ زیات خلک له خپلو ټاټوبو تښتیدلي دي. د ملګرو ملتونو په وینا دغه خلک د بورنو ایالت په مرکز مایدوګوري کې د پناه په لټه کې دي. په نایجیریا کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو استازي ایدوارد کالون، د مهاجرو یوه کمپ ته ورغلی او تر هغه وروسته يې «د بشري غمیزي» خبره يې کړې ده.

Nigeria Maiduguri Zerstörte Häuser nach Boko Haram Attacke
په مایدوګوري کې د بوکو حرام د برید په پایله کې ویجاړه شوې ودانۍانځور: Getty Images/AFP/A. Marte

زیاتره دغه مهاجر د چاد سیند په اوږدو کې د پراته ښار باګا اوسیدونکي دي. د دغه ښار کنترول په مؤقتي ډول د بوکو حرام په کنترول کي دی. جنګیالیو د دسمبر په وروستیو کې په دغه ځای کې دوې پوځي اډې ونیولې. د کالون په وینا ډیر مهاجر د مونګونو ښار ته هم تللي دي. ياد ښار د باګا ښار سویل لویدیځ ته په ۶۵ کیلومترۍ کې پروت دی.

د هغه په خبره دا خبره لا روښانه نه ده چې دغه ښار ته څومره مهاجر ورتښتیدلي دي. نوموړي ویلي دي: «په لسونو زرو کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، تر ټولو زیات سرپناه، خوړو، د څښاک پاکو اوبو او د ځان پریمنځلو امکاناتو برابرولو ته اړتیا ده.»

Karte Nigeria Borno Maiduguri DEU ENG

بوکو حرام تندلاري ډلي له ۲۰۰۹م کال راهیسې د نایجیریا په شمال خیتځ او سرحدي بې وزله سیمو کې ترور پیل کړی دی. حکومت په وار وار ادعا کړې ده چې دغې ډلې ته یي ماتې ورکړې ده. خو د حکومت پر دغې ادعا سربیره بوکوم حرام ډلې په وروسیتو میاشتو کې یو ځل بیا پر ملکیانو او پوځي اهدافو باندي خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د بوکو حرام د حملو په ترڅ کې په تیرو نهو کلونو کې تر ۲۷ زره زیات انسانان وژل شوي او شا او خوا ۱،۸ میلیونه انسانان خپلو ټاټوبو پریښودو ته اړ شوي دي.