1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بوندس ليگا سيالۍ پيل سوې

سيد رياض (دويچه ويله)۱۳۹۲ مرداد ۱۸, جمعه

د جمعې په ورځ د آلمان د فوټبال لوبډلو تر منځ د بوندس لیګ سیالیو نوی فصل پيل سو. اوس نه یوازې د فوټبال لوبغاړي، بلکي ښارونه هم د دغه سیالیو تر سره کیدو ته خوشحاله دي. لومړۍ لوبه د بايرن مونشن او مونشن گلادبخ ترمنځ ده.

https://p.dw.com/p/19NAh
Telekom Cup 2013 Borussia Moenchengladbach - Bayern Muenchen am 21.07.2013 im Borussia-Park in Moenchengladbach Luuk de Jong ( Moenchengladbach ), links - Thiago ( Muenchen ), rechts Foto: Revierfoto
Telekom Cup 2013 Borussia Mönchengladbach gegen Bayern München 2013انځور: picture-alliance/dpa

د اروپا د فوټبال اتحادیه، له «مالي لحاظه د یوې منصفانه لوبې» پر تر سره کیدو هم ټینګار لري. ځکه چې دغه اتحادیه دقیقاً غواړي چې په دې پوهه شي چې ټولې پیسې له کومه راځي.

دغه وضعیت تل تکراري وي چې د «بونډس لیګ» د سیالیو د پیل کیدو تر مخه د ستدیوم پر لور تلونکي لارې څو ساعته تر مخه د ترافیک ازدحام له امله ډکه وي، د موټرو تمځایونه یا پارکونه له موټرو ډک وي او په ښاري سرویسونو او میترو ګانو کې د خلکو ازدحام هم ډير وي. پر دې سربیره د فوټبال مینه وال ډیرې پیسې مصرفوي. هغوی ټکټونه، خواړه اوبه رانیسي. یو شمیر کسان په هوټلونو کې شپې کوي او د هوايي ډګر، هوټل او لوبغالې تر منځ په ټکسي کې تګ راتګ کوي.

د بیلګې په توګه د لیورکوزن په ښار کې د دغسې یوې سیالۍ مصرف په اوسطه توګه ۷۳۰ یورو ته رسیږي. او د لوبو په هر فصل کې په دغه ښار کې لږ تر لږه ۱۷ لوبې تر سره کیږي.

د آلمان د بايرن مونشن لوبډلي په د دغه هيواد په فوټبال کي ټولي قهرمانۍ گټلي دي.
د آلمان د بايرن مونشن لوبډلي په د دغه هيواد په فوټبال کي ټولي قهرمانۍ گټلي دي.انځور: picture-alliance/dpa

ساشا شمیت، د اروپا د اقتصاد له پوهنتون څخه د فوټبال د ماهرو لوبغاړو او د آلمان د مختلفو سیمو تر منځ څیړنه تر سره کړې ده. هغه په دغه څیړنه کې د لیورکوزن ښار په اړه دې نتیجې ته رسیدلی دی چې په هره لوبه کې د دغه ښار عاید د مصارفو په پرتله ۲۹ چنده ډیر وي. هغه وایي:

«د پولیسو مصارف په ایالتونو پورې مربوط دي او دغه څه په مستقیمه توګه د ښار له مصارفو سره اړه نه لري.»

په دې ترتیب سره دغه ښار د ۲۰۱۱/۲۰۱۲م کال په فصل کې په دې برخه کې ۴،۶ میلیونه یورو مثبت بیلانس درلود. د بیرن بیرګ له بانک څخه یورن کویتڅاو Jörn Quitzau له نظره دا خبره ښکاره ده چې د ښار خزانه دار یوزاې په هغو سیالیو کې چې په دغه ښار کې تر سره کیږي په اړه د خوښۍ احساس نه کوي ځکه چې د بونډس لیګ کلبونه اوس د لومړنیو وختونو په څیر ورزشي کلبونه دي. هغه په دې اړه وایي:

«په اصل کې اوس دغه کلبونه نور واقعي ورزشي کلبونه نه دي. نه! هغه یوازې اوس اقتصادي شرکتونه دي، چې سپورت د یوه تولید په توګه خرڅلاو ته وړاندې کوي.»

او همداشان یو شرکت مالیه ورکوي، چې ښاروالۍ له هغې څخه ګټه پورته کوي. پر دې سربیره د فوټبال د لوبو کلبونه کار ځایونه رامنځ ته کوي. د بیلګې په توګه د لیورکوزن په ښار کې تیر کال ۲۳۰ کاري ځایونه رامنځ ته شول او پر دې سربیره په هره لوبه کې به په ښار کې شاوخوا ۱۱۰۰ تنو ته په یوه برخه کي کارونه ورکول کیدل.

په عین وخت کې Uefa یا د اروپا د فوټبال اتحادیه له مالي لحاظه د لوبې منصفانه اصولو ته په کتو سره هڅه کوي، چې د فوټبال لوبډلې په منصفانه توګه پیسې وګټي. د دې کار هدف دا دی چې د اروپا په کچه په سیالیو کې برابرو چانسونو ته لاس رسی وموندل شي.