1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بندیانو آزادول د سولې پر لور ګام، که سیاسي معامله ده؟

۱۳۹۸ آبان ۲۱, سه‌شنبه

افغان حکومت وایي د انس حقاني په ګډون د طالبانو څو غړي له زندانه آزادوي. د طالبانو دا غړي د امریکايي پوهنتون د هغو استادانو په بدل کې خوشې کیږي چې له طالبانو سره بندیان دي. خو دا گام به له سولې سره مرسته وکړي؟

https://p.dw.com/p/3SsXn
Afghanistan Ashraf Ghani PK zur Freilassung von zwei Taliban
انځور: Reuters/Afghan Presidential Palace

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن سه شنبه (د ۲۰۱۹م کال د نوامبر میاشتې ۱۲) په یوه ټلویزوني وینا کې ومنله چې د بګرام له زندانه د طالبانو درې غړي آزادوي. په دې کسانو کې د مولوي جلال الدین حقاني زوی انس حقاني، چې د حقاني شبکې له جګپوړو مشرانو څخه دی هم شامل دی. د حاجي مالي خان او عبدالرشید په نومونو دوه نور طالب بندیان هم له بنده خوشې کیږي.

ولسمشر غني وویل: «له نړېوالو شریکانو په ځانګړې توګه امریکا متحده ایالاتو سره په مشوره او سولې ته د رسیدو په موخه له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو زمینې برابرولو په خاطر مو پریکړه وکړه چې دغه طالب زندانیان چې له څه مودې راهیسې د افغان دولت تر نظارت لاندې د بګرام په توقیف خونه کې بندیان وو، له بنده خوشې کړو.»

ښاغلي غني زیاته کړه چې په وار وار یې په هېواد کې پر یوې باعزته او تلپاتې سوله ټینګار کړی چې د ده پر وینا د دغسې سولې له پاره باید یو تریخ قیمت هم ورکړو. خو غني زياته کړه چې دا بیه به د ارزښتونو د قرباني کولو په معنا نه وي. هغه وويل:

«مګر دا قېمت او بیه به د جمهوریت اصل، د وګړو او ښځو حقونه او زموږ لاسته راوړنې نه وي او هیڅ ډول جوړجاړی او تفاهم به دا ارزښتونه قرباني نه کړي.»

دغه طالب قوماندانان د افغان امریکايي پوهنتون د هغو دوو استاذانو په مقابل کې خوشې کیږي چې شاوخوا درې کاله وړاندې تښتول شوي وو.د ۲۰۱۶ کال د اګست د میاشتې په اتمه نېټه د افغانستان امریکایي پوهنتون دوه استادان تيموتي جان ويکس او  د استرالیا اوسېدونکی او بل یې امریکايی کیون کنگ له کابل ښار څخه وتښتول شول.

د سولي پر لور ګام او که سیاسي معامله؟

ولسمشر غني وویل چې دا ګام یې د سولي له پاره د ښه نیت ښودلو په موخه واخېست، خو د چارو یوشمېر کتونکي بیا افغان حکومت د زندانیانو په خوشې کولو کې بې واکه بولي. حقوقي شنونکي او د بګرام زندان د زندانیانو د دوسیو څېړلو د یوه کمېسیون پخواني غړي عبدالشکور دادرس دویچه ویله ته وویل چې افغان حکومت لا هم د بګرام زندان د بندیانو په اړه د پریکړه نیولو واک نه لري.

Anis Haqqani Mitglied des Haqqani Netzwerks
انس حقاني د ۲۰۱۴م کال راهيسې د افغان حکومت په زندان کې دی انځور: picture-alliance/AP Photo/National Directorate of Security

هغه د انس حقاني په ګډون د څو طالب قوماندانانو آزادول یوه سیاسي معامله وبلله. نوموړي زياته کړه: «دا حکومت د سولې په خاطر په خپلواکه توګه ګام نه شي اخېستلی، د طالبانو خوشې کول یواځې یوه سیاسي معامله ده چې د امریکایي پوهنتون استادانو له پاره ترسره شوه چې د سولي په برخه کې کومه ګټه نه شي کولی.»

حقاني شبکه په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د خونړیو برېدونو پر پلانولو تورنه ده، چې اوس یې د غړو خوشې کېدو په ټولیزو شبکو کې هم پراخ غبرګون راپارولی. افغان ژورنالیست مبصر معروف، پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «د انس حقاني خوشې کېدل د طالبانو ګټل، د دولت بایلل او د امریکا ګټه ښيي.»

نوموړي د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي ته هغه څرګندونې هم وریادې کړي چې ویلي یې وو: «د انس حقاني خوشې کېدل افغان دولت او د افغانستان خلکو له پاره سره کرښه ده او د زندانیانو خوشې کېدو واک د افغان دولت سره دی.»

خو سیاسي فعال ثواب الدین مخکښ بیا پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي چې د دغو زندانيانو له آزدولو سره سم به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پيل شي: «خوشې شوي طالب بندیان به په قطر کې تر نظارت لاندې وي، د دغو بندیانو د خوشې کولو په مقابل کې چې کومې وعدي شوي طالبان یې باید پوره کړي، که نه هر څه بیا خرابیدی شي.»

انس حقاني له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د افغان حکومت په زندان کې وو.

اسماعیل شاکر – کابل

زموږ له آرشيف څخه: