1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلخ ولایتي شورا رئيس: «په بلخ کې جگړه پېل شوې»

۱۳۹۷ اسفند ۲۳, پنجشنبه

يوه افغان چارواکي ويلي چې د حکومت او پخواني والي عطا محمد نور ترمنځ د نوي امنيه قومندان د ټاکلو پر سر اختلاف پر وسلوالې جګړې بدل شوی. هغه وويل چې پر پرله پسې منځګړيتوبونو سربيره هم دواړه لوري توافق ته ونه رسيدل.

https://p.dw.com/p/3F1zk
Afghanistan Anschlag auf indisches Konsulat in der Provinz Balkh
آرشيفانځور: DW/H. Safi

د بلخ د ولايتي شورا رئيس محمد افضل حديد دویچه ويله سره په مرکه کې وويل: «له یوه ساعت راهيسې د بلخ ولايت امنيه قومندانۍ په شاوخوا کې جګړه روانه ده.» نوموړي زياته کړه چې په لومړي سر کې نښتې شديدې وې خو اوس ډزې يو څه کمې شوي دي. حديد زياته کړه چې روانه جګړه تر اوسه تلفات نه لري.

اسوشیتد پريس خبري آژانس د بلخ د ګوښه شوي قوماندان جنرال اکرم سامع، په حواله لیکلي دي چې د هغه ځای ناستي د کابل عبدالرقیب مبارز، د پنجشنبې په ورځ مزارشریف ته رسیدلی دی خو پولیس یې له هوایي ډګر څخه د وتلو مخ نیسي. تر دې مخکې د بلخ پخواني والي او د جمعیت ګوند اجراییه رییس عطا محمد نور، د چهارشنبې په ماښام ناوخته پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي وو چې د مزارشریف ښار اوسیدونکې دي د پنجشنبې په ورځ خپلو دندو ته نه حاضریږي.

نور ادعا کوي له ولسمشرۍ ماڼۍ سره په مخکنیو مذاکراتو کې د بلخ د امنیتې قوماندان پر سر توافق ته رسیدلی وو، خو ارګ بیا له دې توافق څخه سرغړونه کوي او نوی کس یې معرفی کړی دی.

نور د سه شنبې په ورځ هم د ځوانانو یوې غنډې ته په وینا کې افغان حکومت ته په خطاب کې وویل: «موږ ستاسو دغه بدلونونه نه منو. آن که په پایله کې یې کړکیچ او جګړه هم رامنځ ته شي.»

د بلخ د ولايتي شورا رئيس وويل: «له تيرې شپې راهيسې د دواړو لورو ترمنځ خبرې اترې روانې وې چې په ټولو ناستو کې ما خپله حضور درلود، خو له بده مرغه مونږ په دې بريالي نه شولو چې دواړه لوري پر يوه توافق سلا کړو، چې په پايله کې يې جګړه پيل شوه.»

د بلخ د ولايتي شورا رئيس خواشيني څرګنده کړه چې د مزار شريف ښار چې له اتلسو کلونو راهيسې يو امن او د پرمختگ ښار په توګه يادېده نن د خپلمنځۍ جګړې شاهد دی. نوموړي زياته کړه دغه وضعيت به له هره اړخه د دغه ښار له پاره بدې اغيزې له ځانه سره ولري.

حديد د نوي امنيه قوماندان د ټاکنې په برخه کې حکومت هم پړ وګاڼه. هغه په دې اړه وويل حکومت پرته له دې چې د نوي امنيه قوماندان د ټاکنې موضوع  د بلخ له والي سره شريکه کړي هغه يې شپې دغه ولايت ته راوست تر څو يې نن، د پنجشنبې په ورځ خلکو ته معرفي کړي. همدا مسئله د دې سبب شوه چې نوی قومندان معرفي نه شي او جګړه رامنځ ته شوه. 

حدید د مزار ښار د وضعيت په اړه وويل: «دوکانونه تړلي دي، خلک په خپلو کورونو کې دي، ګډوډې ډزې د ښار په ځينو سيمو کې اوريدل کیږي او خلک په يو ډير خواشيني کونکي حالت کې قرار  لري».

د مزارشريف ښار يوه اوسيدونکي ممتاز دويچه وله ته وويل: «خلک سخت په ويره کې دي».

تر دې مخکې هم د ۲۰۱۸ کال په لومړیو میاشتو کې کله چې ولسمشر غني د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور، استعفا ومنله، د دواړو تر منځ ستونزې رامنځ ته شوې. نور بیا تر میاشتو جنجالونو وروسته له دندې ګوښه شو او پر ځای یې نوي والي کار پیل کړ.