1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلخ سوداگري مېرمني خپلو توليداتو ته بازار غواړي

۱۳۸۹ بهمن ۲۸, پنجشنبه

په مزارشريف کي هغه مير مني چي له څلوروکلونو راهيسي په مخلفو برخو کي په تجارت بوختي دي، واي توليداتو ته يې د بازار او مارکيټ نشت والي دې ته اړباسي چي تردې وروسته دغه کاربارپريږي.

https://p.dw.com/p/R1gv
«دولت دي د مارکيت پيداکولو په برخه کي مرسته راسره وکړي.»
«دولت دي د مارکيت پيداکولو په برخه کي مرسته راسره وکړي.»انځور: DW

۳۵ کلنه مير من ثريا له چي دريو کلونو راهيسي د مزارشريف ښار په باغ زنانه کي د لاسي صنا ‍يعو د توليداتو د خرڅلاو هټيواله ده، واي:

« په خپل مټ سره مي دغه شغل ته مخه کړې خو په دې برخه کي د دولت او ياهم د کوم بل نهاد لخوا مرسته نده راسره سوې زما غوښته له دولت څخه داده چي په دغه ولايت کي د سوداګرو مېرمنو له شغل څخه ملاتړ وکړي.»

۴۰ کلنه زرينا بله هغه مېرمن ده چي د لبنياتو تجارت لري. دا بيا د ګاونډيو هيوادونو څخه د بې کيفيته لبنياتو واردول پر خپل شغل ناوړه اغيزه په ګوته کوي.

«دوه کاله د مخه بازار ډير ښه و.»
«دوه کاله د مخه بازار ډير ښه و.»انځور: DW

« تر دې پخوا د سوداګرۍ کارونه ښه وو خو له يوه کال راهيسي د يو شمير سوداګرو لخوا مزارشريف ښارته بې کيفيه لبنيات وارديږي بيه يې ټيټه ده اوخلک له هغه څخه استفاده کوي.»

د بلخ ولايت د ښځو د چارو رياست مسولين هم په مزارشريف کي د سوداګرو مېرمنو دغه شکايتونه پرځای بولي ، په دغه اداره کي د ښځو د اقتصادي پراختيا مشره مېرمن فهيمه رحيمي وايي:« د سوداګرۍ د مديريت په برخه کي د مېرمنو د ظرفيتنو ټيټوالی او ددوی د توليداتو لپاره د مارکيټ نشت ستونزي.»

مېرمن رحيمي زياتوي که څه هم په تيرو څو کلونو کي دغه مېرمني د اقتصادي ستونزو سره سره د شمال په کچه د سوداګرۍ په برخه کي ښې لاس ته راوړني لري. خو په وړاندي يې پرتې ستوزي او د دولت نه پاملرنه ددې لامل سوې تر ځو دوی ورو ورو له دغه کار نه لاس پر سر سي.

د بلخ ولايت د ښځو د چارورياست مسولين وايي که چير په دې برخه کي پراختيايي او بنسټيزي پروژې پلي نسي نو کيدای سي د يوه کال په ترڅ کي دغه مېرمني په بشپړه توګه د سوداګرۍ له شغل نه لاس پر سر سي.

عبدالحمید صافی/ مزارشريف

کتونکی: نجيب الله زيارمل