1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بغلان کي يوه ځانمرگي بريد ۱۵ تنه ووژل

نجيب الله زيارمل (dpa)۱۳۹۲ اردیبهشت ۳۰, دوشنبه

د بغلان د ولايتي شورا رئيس او ۱۴ تنه نور په پلخمري کي د ولايتي شورا ودانۍ مخ ته په يوه ځانمرگي بريد کي ووژل سول. په افغانستان کي د يوې اوونۍ په جريان کي دا دريم ځانمرگی بريد دي چي سخته مرگ ژوبله اړوي.

https://p.dw.com/p/18auD
epa03708676 Afghan security officials inspect the scene of a suicide bomb attack targeting the Mohammad Rasoul Mohseni a senior Afghan provincial government official, in Baghlan, Afghanistan, 20 May 2013. Mohammad Rasoul Mohseni who was the head of the Baghlan provincial council, a body composed of tribal elders and politicians, and 10 others were killed on 20 May, when a suicide bomber detonated his explosives in the northern province of Baghlan, officials said. EPA/JAWED KARGAR
Selbstmordanschlag in Afghanistanانځور: picture-alliance/dpa

د بغلان ولايت د امنيې قومندان مرستيال صديق مرادي خبريالانو ته ويلي دي: «د ولايتي شورا د رئيس محسني او ساتونکو په گډون ۱۵ تنه وژل سوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.» د هغه په خبره په وژل سوو کسانو کي مراجعين هم شامل دي.

د دغه ولايت د روغتيايي چارو يوه مسئول زبير اکبري د يوولسو تنو وژل کېدل تائيد کړي دي او ويلي ئې دي چي د ولايتي شورا رئيس له خپلو درو تنو ساتونکو سره وژل سوی دئ.

د بغلان پوليسو ويلي دي، چي ځانمرگی پياده د ولايتي شورا ودانۍ ته ننوتی دئ. د دغه ولايت د پوليسو وياند جاويد بشارت ويلي دي، چي د ځانمرگي هدف د ولايتي شورا رئيس وو.

د بغلان د ولايت شورا رئيس محمد رسول محسني
د بغلان د ولايت شورا رئيس محمد رسول محسنيانځور: picture-alliance/dpa

د دې پيښي مسئوليت تر اوسه پوري کومي ډلي پرغاړه نه دی اخيستي. خو په افغانستان کي د دغه شان پيښو پړه وسله وال طالبان پرغاړه اخلي.

دغي ډلي له څو کلونو راهيسي افغان دولتي او امنيتي چارواکي د خپلو حملو هدف گرځولي دي. طالبانو د پسرلي په پيل کي اعلان وکړ، چي د پسرلنيو يرغلونو هدفونه به ئې بهرنيان او ديپلوماتيکي سيمي وي.

د جمعې په ورځ د کندهار ښار په عصري سيمه عېنو مېنه کي د دوو چاودنو په ترڅ کي ۹ تنه ووژل سول او نزدې ۷۰ تنه نور ټپيان سول. دا په کندهار کي تر ټولو باامنه سيمه ده چي پر څلورو خواوو ئې ديوال او امنيتي کمربند هم راگرځېدلی دئ.

د دې ترمخه د پنجشنې په ورځ په کابل کي د يوه موټر بم په چاودنه کي د ۶ تنو امريکايانو په گډون ۱۵ تنه چي کوچنيان هم پکښې ول ووژل سول. د دغي حملې مسئوليت د گلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلي پرغاړه واخيست.

تر چاودني وروسته د دغي ډلي يوه وياند خبريالانو ته وويل، چي له اوونيو راهيسي ئې دغه بريد پلان کړی وو.

د دولت د وسله والو مخالفينو بريدونو په داسي وخت کي زور اخيستی دئ، چي په پلان کي ده د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري د افغانستان ټول امنيتي مسئوليت يوازي افغان امنيتي ځواک پرغاړه واخلي.

خو کارپوهان وايي، چي افغان امنيتي ځواک لا تر اوسه د دې جوگه نه دی، چي دغه ستر مسئوليت ته په يوازي سر اوږه ورکړي.