1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «بغاوت د ورځي» احتجاج ته هم خونړی ځواب ورکړ شو

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۷, شنبه

په سوريه کي د احتجاجونو لړي روانه ده. د رژيم امنيتي ځواکونه هڅه کوي چي د ټانوکونو او توپونو په زور د هغوي مخنيوي وکړي. د بشري حقونو سازمانونه وايي چي پرون لږ تر 26 کسان ووژل شول

https://p.dw.com/p/11BBT
د سوريې احتجاج کوؤنکي
د سوريې احتجاج کوؤنکيانځور: dapd

له سوريي څخه نن هم د احتجاج کونکو پر ضد د بشارالاسد د رژيم د زرو زياتيو رپوټونه ورکړل شوي دي. د کابو دري مياشتو را په دي خوا د رژيم پر ضد د مخالفت لړي اوس د بانیاس ښار ته چي د سوريي په شمال لويديځ کي پروت دي اوږده شوي ده.


د بشري حقونو فعالينو د وينا له مخي د سوريي ځواکونه چي په ټانکونو سره سمبال ؤ نن سهار وختي د بانياس ښار ته ورننوتل، دغه ښار د رژيم ضد احتجاج کونکو يو بل ټاټوبي دي. ويل شوي دي چي د ښار اوسيدونکو د رژيم د پوځي عملياتو د مخنيوي لپاره يو بل ته سره لاسونه ورکړي او په اصطلاح يو انساني ځنځير یی جوړ کړي دي.

د فرانس پرس د خبري آژانس د يو پوټ له مخي چي د بشري حقونو د فعالينو له خولي ورکړي دي ، کله چي ټانکونه د دري محورونو په اوږدو کي د دغه ښار جنوبي برخي ته چي د مديتراني د ساحل په ګاوڼديتوب کی پروت دی، ننوتل، د ښار بريښنا غوڅه شوه.

د بحرين پلازميني نيکوسيا ته د موبايل تليفون له لاري د بشري حقونو فعالينو معلومات ورکړل چي خلک په وچ لاس د پوځي عملياتو مخنيوي کوي. د بشري حقونو د فعالينو له جملي څخه يوه چي نوم يي نه دي بربنډ شوي وويل: « داسي ښکاري چي د رژيم ټانکونه په بانياس کي ښایی هسي په حملو لاس پوري کړي لکه په درعا کي یی وکړ.
په درعا کي چي د سوريي په جنوب کي پروت دي د لس ورځنيو پوځي عملياتو په نتيجه کي په لس ګونو ته تنه ووژل شول.

د بشار الاسد د رژيم امنیتی چارواکي دغه ډول رپوټونه ردوي. جنرال رياض حداد چي د پوځ د سياسي اداري رييس دي د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل: « مونږ په درعا کي د احتجاج کونکو پر ضد نه بلکه د ترهګرو پر ضد عمليات وکړل. کله چي پوځ هغوي پسي څارنه کوله ، د احتجاج کونکو له هيڅ ډول مقاومت سره مخامخ نه شول.»

د رژيم مخالفينو پرون د جمعي د لمانځه څخه وروسته د « بغاوت ورځ» په نامه احتجاجونو بلنه ورکړي وه.

د بشري حقونو ډلي وايي چي د مارچ له نيمايي څخه را په دي خوا چي د بشارالاسد د رژيم پر ضد پاڅون پيل شوي تر اوسه پوري څه د پاسه 600 تنه وژل شوي او 8000 تنه نور بنديان نيول شو دي.

د رژيم يو انتقاد کونکي چي د امينتي دلايلاو له امله يي خپل نوم بربڼد نه کړ رسنيو ته وويل چير زيم په مختلفو بهانو مخالفين نيسي او بنديان کوي يي
« د رژيم مخبرين له متحد المال جملو څخه کار اخلي او هر مخالف سړي په دي تورنوي چي ګواکي دولتي امنيت يي خطر پيدا کړي. د دغه دولتي امنيت خطر تعريف ښکاره معلوم نه دي چي مقصد څه دي. مونږ نه پوهيږو چي څه ته اجازه لرو او خه ته يي نه لرو.»

که څه هم رژيم له 1963 کال څخه را په دي خوا لګول شوي اضطراري حال د احتجاج کونکو د فشار د زياتيدو له امله کابو دري اوني مخکي ليري کړ، خو وضعيت د پخوا په شان پاتي دي. په سوريه کي امينتي ارګانونه له قانون څخه لوړ دي. په خاصه توګه د استخباراتو اداره.
بشري حقونو د فعاليونو له جملي څخه وليد صفور په دي هکله وايي:
«د اضطرار حالت له منځه وړ شوي، خود هغه پر ځاي اوس يو بل قانون رامنځ ته کيږي چي نوم دي، «د ترهګري ضد قانون.» رژيم ادعا کوي چي ګواکي دا قانون به له نړيوالو معيارونو سره برابر وي. په حقيقت کي دغه د ترهګري ضد قانون د اضطراري حالت له قانون څخه ډير سخت دي.»

وروسته له هغي چي امريکا متحده ايالاتو د سوريي پرضد يولړ سخت بنديزونه ولګول واشنګتن ګواښ کړي که چيري د دمشق حکومت د احتجاج کونکو پرضد خپلو زور زياتيو ته خاتمه ورنه کړي، د هغه پر ضد به په« نويو اقداماتو» لاس پوري شي.

دغه راز پرون د اروپا اتحاديي هم د بشارالاسد د رژيم پر ضد په يولړ بنديزونو باندي موافقه وکړه. په هغو کي د وسلو د خرڅلاو، د رژيم د 13 لوړپوړو غړو ته ویزه ورکول او په بهرنيو بانکونو کي د هغوي د شتمنيو بندول شامل دي. خو د ولسمشر بشارالاسد پر ضد د سفر بنديز نه دي لګول شوي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکي: احمد ولي اڅکزی