1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونو پلوي سازمانونو د ګوانتنامو زندان د تړلو تود هرکلی کړی

۱۳۸۷ بهمن ۴, جمعه

امريکې مشر بارک اوباما د خپل کار په لومړۍ ورځ دا خبره کړې چي په يوه کال کي به د ګوانتنامو زندان وتړل سي.

https://p.dw.com/p/Gf8F
د امريکا مشر بارک اوباما د ګونتنامو زندان د تړلو د فرمان د امضا کولو پر وخت
د امريکا مشر بارک اوباما د ګونتنامو زندان د تړلو د فرمان د امضا کولو پر وختانځور: picture alliance / landov

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د خپل کار په لومړۍ ورځ د هغه پوځي تريبونال کار ځنډولی چي د بوش په زمانه کي ګوانتنامو د بنديانو د محاکمې له پاره جوړ سوی و او تيره اوباما دا خبره هم کړې چي تر يوه کاله پور ي به د ګوانتنامو زندان وتړل سي خو داخبره لا تر اوسه هم نده څرګنده چي ددې بنديخانې د بنديانو سره څه سلوک وسي. په آلمان او د نړي په نور ډيرو هيوادونو کي د بشر د حقونو پلوي سازمانونو دا هيله هم څرګنده کړې چي نور دغه راز زندانونه هم باید وتړل سي.

په ګوانتانامو کي همدا اوس 250 تنه بنديان چي په لږ استثنا،يې راتلونکې نا څرګنده ده اوسيږی د امريکا د متحدو ايالتونو ادارو تر اوسه يوه شپيته کسيزه ډله څه ناڅه بې ګناه بللې ده. که چيرې ددوی د منلو لپاره کوم هيوادونه حاضر شي، چيري چي له ربړ او بيا بندی کيدو څخه خوندی وساتل شی، نو دوی کيدای شی سملاسی خوشی سي.

د آلمان په پارلمان کې د بشری حقونو د برخې مشر هيرتا دويبلر - ګميلين وايي چې په لومړۍ کرښه کې خپله امريکاييان ددوی مسؤليت لری. دې د «ويست دويچ» راديو ته وويل:« لومړی بايد امريکاييان دوی ومنی، ځکه دوی دغه غير حقوقی عمل ترسره کړيدی. ددې لپاره يو مسؤليت وجود لری او دا بايد ادأ شی.

که اوس ددغو بنديانو څخه ځينی ووايي، موږ له امريکاييانو څخه دومره کرکه لرو، چې نه غواړو هلته ولاړ شو، او دغه راز دوی خپلو هيوادونو ته هم نشی تلای، يا نه غواړی لاړ شی، ځکه ويريږی چې هلته به حالت همدا شان ناوړه وی، نو بيا بايد سړی ددوی لپاره د منلو لپاره نور هيوادونه ولټوی. دلته بايد مخکې له مخکې تړونونه لاسليک شی. دا تنظيميدای شی.»

په کيوبا کي د امريکايي زندان ګوانتنامو يوه برخه
په کيوبا کي د امريکايي زندان ګوانتنامو يوه برخهانځور: AP

راتلونکې اونۍ د اروپايي ټولنې د وزيرانو شورا په بروسل کې راغونډيږی، څو ددې موضوع په باب سلا مشورې سره وکړی. د آلمان د بشری حقونو د انستيتوت د نړيړالو حقونو کارپوه په دې لړۍ کې دغه ستونزې وينی:«سړی نشی کولای اوس هغه کسان چې دری، څلور يا پنځه کاله يي په ګوانتانامو کې تير کړيدی، همداسې خوشی کړی، او وګوری چې څه کيږی. زه هيله لرم چې دا کسان ، هغو هيوادونو ته واستول شی چيرې چې دوی ته روانی او طبی مرستې رسيدلای شی. چيرې چې دوی بيرته له خپلو کورنيو سره اړيکي ټينګولای شی، څو دا کسان بيرته د واقعيت لارې وموندلای شی، څه شی چې د ګوانتانامو په شرايطو کې ډير ستونزمن وو.»

هيرتا دويبلر - ګميلين سوچ لری چې په دې توګه هم لا ژوبله او درد نه درمل کيږی:

« سړی بايد وګوری چې آيا له دغو کسانو سره ناوړه چلند شوی. زه فکر کوم چې موږ ددغې پوښتنې په ځواب پوهيږو. نو بايد دغه کسان خوشی کړای شی، ددوی د تاوان جبيره وشی او دوی وپوښتل شی چې چيری تلل غواړی.»

د ربړونې په اړه په ملګرو ملتونو کې د ويانا د نړيوالو حقونو خاص رپوټ ورکوونکی مانفيد نوواک وايي، په هره قضيه کې بايد د امريکې متحد ايالتونه د پوځی محکمې له اوسنی قانونی مهلت څخه استفاده وکړی، څو د څه ناڅه هغو 200 بنديانو يوه عمومی څيړنه وشی چې لاهم بې له کومې دعوا په ګوانتانامو کې ساتل کيږی:« زه له بارک اوباما څخه هيله لرم چې د پخوا تيروتنې او جنايتونه له سترګو پټونو پرته وڅيړی، رابرسيره يي کړی او هيله دې چې قانونی چلند ورسره وشی.