1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونو محکمه د کندز د هوایې برید پر موضوع بحث کوي

۱۳۹۸ اسفند ۷, چهارشنبه

د بشري حقونو اروپایي محکمه په ۲۰۰۹م کال کې د کندز د هوایې برید د قضیې په اړه غونډه کوي. محکمه غواړي ؤ ارزوي چې آیا د آلماني افسر په غوښتنه ترسره شوی دغه برید د بشري حقونو سرغړونه وه او که څنګه؟

https://p.dw.com/p/3YRzA
Von Bundeswehr bombardierter Tanklastzug in Kundus, Afghanistan
انځور: STR/AFP/Getty Images

عبدالحنان د ناټو په برید کې خپل دوه زامن له لاسه ورکړي دي. په شتراسبورګ کې د بشري حقونو اروپایې محکمه (EGMR) غواړي نن د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ میاشتې ۲۶ نیټه) د ناټو ځواکونو د هغه هوایې برید قضیه و ارزوي چې په ترڅ کې یې ډیر ملکي افغانان وژل شوي ول.

د محکمې جلسه د آلمان پر ضد د عبدالحنان د شکایت په هکله ده. هغه آلماني پوځ له بشري حقونو څخه پر سرغړونې تورن کړی دی.

د حنان د وکیل کریم پوپل په وینا محکمه غواړي روښانه کړي چې آیا د اروپا د بشري حقونو کنوانسیون د هغه هوایي برید په هکله، چې د ۲۰۰۹م کال د سپټمبر میاشتې پر ۴ نیټه د آلماني افسر ګیورګ کلاین په غوښتنه ترسره شوی وو، اطلاق کیدای شي؟ او آیا دغه موضوع په هغه وخت کې د آلماني پوځ له خوا په پام کې نیول شوې وه او که نه؟

حنان په دې برید کې خپل دوه زامن چې یو یې ۸ او بل یې ۱۲ کلن وو له لاسه ورکړي دي. د حنان او ورسره نورو دعوی کوونکو قضیه په آلماني محکمه کې له ماتې سره مخامخه شوې وه او د ګیورګ کلاین دوسیه په دغه هیواد کې تړلې شوې وه.

د آلمان سترې محکمې پریکړه کړې وه چې د آلمان د رسمي مسئولیت قانون د آلماني پوځ د بهرنیو ماموریتونو په برخه کې د نافذیدو وړ نه دی.

کلاین په کندز کې د قوماندان په حیث د تیلو پر دوو ټانکرونو د بمبارۍ امر ورکړی وو. د دې برید شالید د آلماني پوځ یوې اډې ته نږدې د طالبانو له خوا د دوو ټانکرونو تښتول کیدل(یرغمل نیول) وو.

Flash-Galerie Deutschland Wochenrückblick 2010 KW 33 Bundeswehr Oberst Klein
په کندز کې د ناتو ځواکونو د هغه وخت قوماندان ګیورګ کلاینانځور: AP

کلاین ویره درلوده چې له دغو ټانکرونو څخه کیدای شي د موټر بم په توګه د پوځي اډې د ویجاړولو له پاره کار واخیستل شي.

د امریکا جنګي الوتکو د آلماني پوځ په غوښتنه پر دغو ټانکرونو برید کړی وو. د بريد پر مهال پر دغو ټاکنرو ډېر ملکي خلک راټول ول څو تيل ترې وباسي.

د قربانیانو دقیق شمیر تر نن ورځې روښانه نه شو

د دې برید د تلفاتو په اړه مختلف ارقام وړاندې شوي دي. د ځينو شمیرو له مخې په دغه هوایي برید کې له ۱۴ څخه تر ۱۴۲ پورې انسانان وژل شوي دي، چې له دې ډلې (له ۱۴ څخه تر ۱۳۰ تنو پورې) یې ملکي وګړي ول.

د آلمان پوځ بیا د ۹۱ کسانو د وژل کیدو او ۱۱ د ټپي کیدو خبره کوي. د بشري حقونو اروپایي محکمې ټینګار کړی دی چې د وژل شویو قربانیانو دقیق شمیر نه دی معلوم.

وکیل پوپل په وړاندې کړي پروتوکول کې، سره له دې چې پیلوټانو لیدلي په ډیر لوړ شمیر کې خلک د ټاکرونو شاوخوا راټول شوي، د آلماني قوماندان د بمبارۍ امر تر پوښتنې لاندې راوستلی دی.

آلمان په هغه وخت کې په دواطلبانه شکل د قربانیانو هرې کورنۍ ته په یو وار ۵۰۰۰ ډالره ورکړي وو. د پوپل په حواله دغه پیسې په افغانستان کې د پراخ فساد له امله د قربانیانو ټولو کورنیو ته نه دي رسیدلي. سربیره پر دې مرستندویه پروژې لکه یوه یتیمخانه د شخصي بسپنه ورکونکو له خوا تمویل شول.

دویچه ویله: ش.ن/ن.ز