1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونو فعال: هر دیوال له منځه تلای شي

مسعود جهش (دای ینګ)۱۳۹۲ اردیبهشت ۶, جمعه

د چین د بشري حقونو فعال چن گوانگ چنگ، یو کال مخکې په پیکنک کې د متحده ایالاتو په سفارت کې پناه واخیسته. د بشري حقونو دغه فعال چې اوس په متحده ایالاتو کې اوسیږي، آلمان ته په یوه سفر راغلی دی.

https://p.dw.com/p/18Ngd
انځور: DW

چن گوانگ چنگ په خپله د یوه دیوال تر شا ژوند تجربه کړی دی. هغه په چین کې څلور کاله په زندان کې بندي وو او بیا درې کاله نور یې په کلابندي کې تیر کړل. هغه په چین کې د جبري آواره گیو او د ځمکو د غصبولو پر وړاندې سخته مبارزه کوله.

دغه اماتور حقوق پوه د چین د شاندونگ ایالت سیمه ییزو چارواکو ته د سترگې خار دی، خو نوره نړۍ هغه ته د یوه مهم شخصیت په سترگه گوري. امریکايي تایمز مجلې دغه چینایي وگړی په ۲۰۰۶ کال کې د نړۍ د سلو بانفوذه کسانو په نوملړ کې شامل کړی وو. چن د ۲۰۱۲ کال په اپریل میاشت کې د امریکا سفارت ته پناه ویوړه. هغه تر سختو دیپلوماتیکو خبرو اترو وروسته په دې وتوانید چې متحده ایالاتو ته سفر وکړي. دغه چینایي فعال اوس له خپلې کورنۍ سره په امریکا کې ژوند کوي.

چن اوس د آلمان دولت د بشري حقونو د مسوول مارکوس لونینگ، په بلنه دې هیواد ته راغلی دی. دا آلمان ته د هغه لومړی سفر دی. چن لومړی د «براندنبورگ له دروازې» څخه چې یو وخت د دموکراتیک او فدرال آلمانونو تر منځ ته تگ را تگ لار وه لیدنه وکړه. هغه څو واړې له هغې کرښې تیر شو چې یو وخت ورباندې د برلین دیوال ولاړ وو. هغه همداراز د سړې جگړې د قربانیانو یادون هم وکړ.

چن اوس له خپلې کورنۍ سره په امریکا کې ژوند کوي.
چن اوس له خپلې کورنۍ سره په امریکا کې ژوند کوي.انځور: EPA/www.ChinaAid.org

چن له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «هر هغه دیوال چې د خلکو د خوښې پر خلاف جوړ شوی وي، ډیر وخت نه شي دریدای، ځکه هیڅ دیکتاتور هم نه شي کولای چې د آزادۍ له پاره د خلکو اشتیاق په هغوی کې له منځه یوسي.»

د چین انترنتي دیوال

د برلین دیوال اوس د آلمان په تاریخ بدل شوی دی. چن وایي چې اوس په آلمان کې آزادې او دموکراسي موجوده ده، خو هغه د خپلو هیوادوالو په اړه اندیښنه لري. چن د چین د دولت له خوا رامنځ ته شوي قوي انترنتي دیوال یا «فایروال» ته اشاره وکړه او ویې ویل: «په چین کې د برلین د دیوال په څیر ډیر مرعي او نامرعي دیوالونه موجود دي.»

د فایروال په مرسته د چین حکومت کولای شي چې رسني سانسور کړي. په دغه هیواد کې دویچه ویله هم سانسوریږي.

خو چن باور لري چې په چین کې به هم د بیان د آزادۍ پر وړاندې موجود دیوالونه له منځه ولاړ شي. هغه وایي: «هغه وختونه اوس تیر شوي دي چې قدرتمندانو به په کې هر څه کنترولول.»

بشري حقونه، اصلي موضوع

چن آلمان ته د خپل څلور ورځيني سفر په ترڅ کې د دې هیواد له یو شمیر سیاستوالو سره هم ولیدل. په دغو لیدنو کې په چین کې د بشري حقونو وضعیت د بحث اصلي موضوع وه. چن غواړي په متحده ایالاتو کې هم خپل کار ته دوام ورکړي. هغه وایي: «زه له چین څخه تښتیدلی یم، ترڅو نړیوالو ته د اصلي چین په اړه معلومات ورکړم.»

چن گواښ کوي چې په ځینو مواردو کې د اقتصادي گټو له پاره د چین د بشري حقونو وضعیت له پامه غوځول کیږي. هغه له آلمان څخه غواړي چې د تیر وخت په څیر د چین د بشري حقونو وضعیت په انتقادي سترگه وگوري. چن وایي: «یوازي چینایان کولای شي چې په خپل هیواد کې بدلون راولي، خو په دې برخه کې د لویدیځې نړۍ ملاتړ ډیر مهم دی.»