1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانیا:‌ د افغانستان او عراق لوټ شوي اثار بیرته سپارو

۱۳۹۸ تیر ۱۷, دوشنبه

د بریتانیا موزیم ویلي دي چې په بریتانیا کې له افغانستان او عراق څخه لوټ شوي تاریخي اثار به بیرته دغو هیوادونو ته وسپاري. په نیول شویو اثارو کې د ګندهارا د دورې مجسمې شاملې دي چې په ۲۰۰۲ کال کې بریتانیا ته قاچاق شوي وې.

https://p.dw.com/p/3LlQj
London British Museum
انځور: picture-alliance/dpa/Kalker

د دوشنبې په ورځ په لندن کې میشت موزیم څرګنده کړې چې دوی د بریتانیا د سرحدي پولیسو په ګډون له یو شمیر قانون پلي کوونکو سازمانانو سره ګډ کار کوي څو د شخړو په دې وروستیو دورو کې بریتانیا ته قاچاق شوي د بهرنیو هیوادونو تاریخي اثار بیرته  اصلي هیوادونو ته وسپاري.

د بریتانیا د موزیم مشر هارت ویګ فیشر، وویل: «په خواشینۍ سره، دغه کار تر پخوا اوس ډیر مهم دی.»

افغانستان ته د بیرته سپارل کیدونکو تاریخي آثارو په ډله کې د ګندهارا د دوران اړوند مجسمې هم شاملي دي چې په ۲۰۰۲م کال کې بریتانیا ته په ناقانونه توګه صادرې کړل شوي دي. سربیره پر دې عراق ته د سپارل کیدونکو تاریخي آثارو په ډله کې د بین النهرین اړوند ۱۵۴ په تیږه لیکل شوي میخې متنونه شامل دي. دغه متنونه د بشریت یو له لومړنیو لیکنو څخه شمیرل کیږي چې په ۲۰۱۱م کال کې بریتانیا ته په راتګ سره نیول شوي وو.

د موزیم مشر په خپلو خبرو کې همدا راز وویل: «د بریتانیا موزیم له قانون پلي کوونکو سازمانانو سره په شدت کار کړی څو د وروستیو شخړو په دوران کې غلا شوي د افغانستان او عراق اړوند تاریخي آثار مشخص او بیرته یې دغو هیوادونه ته ولیږي.»

په ورته وخت کې د ګندهارا د دوران اړوند تاریخي آثارو چې د پاکستان له پیښور څخه بریتانیا ته لیږدول کیدل، هغه وخت د هیترو په هوايي ډګر کې د چارواکو ځان ته واړه چې دغه تاریخي مجسمې په خرابو کریټونو کې ځای پر ځای شوې او چارواکي اړ شول چې هغه پرانیزې. په دغو کریټونو کې د ګندهارا د دوران اړوند ښکلې مجسمې ځای پر ځای شوې وې او بریتانیا ته په ناقانونه توګه انتقالیدلې.

د موزیم مشر په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د دوی موزیم اوسمهال د افغانستان له ملي موزیم څخه د اجازې په لټه کې څو افغانستان ته تر بیرته سپارلو وړاندې د یادو نیول شوو تاریخي آثارو یو شمیر یې په بریتانیا کې نندارې ته وړاندې کړي.

سربیره پر دې د بریتانیا موزیم اوسمهال د انتیکو اړوند ادراو، د انتیکو راټولونکو کسانو او سوداګرو او د قانون پلي کوونکو ادارو سره په ګډه یوه داسې پروژه طرح کړې چې پر مټ به یې له سوډان او مصر څخه قاچاق شوي تاریخي آثار مشخص او بیرته یادو هیوادونو ته انتقال شي. زیاته شوې چې د دغه پروژې له لارې یوازې د تیر کال په ترڅ کې تر اوسه پورې د مصر او سوډان اړوند شاوخوا ۷۰۰ تاریخي غلا شوي آثار مشخص شوي.

(kh/ms (afp