1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بريتانيې او اروپايي اتحاديې «ډرامه پای ته ورسېده»

۱۳۹۴ اسفند ۱, شنبه

په بروکسل کي د اروپايي اتحاديې د سرمشريزي يوه مهمه موضوع په اروپايي اتحاديه کي د بريتانيې د غړيتوب پوښتنه وه. د بريتانيې د غړي پاته کېدو له پاره د دغه هيواد مهمي غوښتني ومنل سوې.

https://p.dw.com/p/1Hyxo
انځور: Getty Images/AFP/J. Thys
په بروکسل کي د اروپايي اتحاديې د جوړي سوي سرمشريزي دوه مهم موضوعات د مهاجرو بحران او د په دغه اتحاديه کي د بريتانيې د غړي پاته کېدو موضوع شامله وه. دا چي د ترکيې لومړي وزير احمد داوتوغلو په انقره کي د بمي بريد وروسته په دغه سرمشريزه کي خپل ګډون لغوه کړ، نو د سرمشريزي تر ټولو مهمه موضوع همدغه د بريتانيې د غړيتوب وه. بريتانيه د ۱۹۷۳ کال راهيسي د اروپايي اتحاديې غړيتوب لري.

په پام کي نيول سوې چي په بريتانيه کي به يوه ولسپوښتنه تر سره سي. په دغه ولسپوښتنه يا رېفراندم کي به بريتانويان د دې فيصله کوي چي بريتانيه به د اروپايي اتحاديې غړې پاته کيږي او که به ورڅخه جلا کيږي.

د دغه ولسپوښتني د تر سره کولو ژمنه لومړي وزير دېويد کېمرون کړې وه. کېمرون له اروپايي اتحاديې څخه بعضي غوښتنې درلودې چي د هغه په وينا که يې دغه غوښتني ومنل سي، نو به د ولسپوښتني پر وخت پر دې ټينګار وکړي چي بريتانويان بايد د اروپايي اتحاديې د غړيتوب په پلوي رايي ورکړي. دا په داسي حال کي چي په بريتانيه کي ښې اړخي او اروپايي اتحاديه ضد ډلې د قوي کېدو په حال کي دي.

۳۰ ساعته سرمشريزه

په بروکسل کي د تقريبا ۳۰ ساعتو سرمشريزي وروسته اعلان وسو چي د اتحاديې نور غړي د بريتانيې سره جوړ جاړي ته رسېدلي او دا چي د بريتانيې يو لړ غوښتني منل سوي دي. بريتانيه غواړي چي د نورو غړو هيوادونو اتباعو ته په خپل هيواد کي د ټولنيزو مرستو په ورکولو کي محدوديتونه رامنځ ته کړي. د دې تر څنګ بريتانيه غواړي چي په اقتصادي برخه او پرېکړو کي زیاته خپلواکي ولري. په دې ترڅ کي د بريتانيې بعضي غوښتنې ومنل سوې.

د بېلګي په توګه د اروپايي اتحاديې د نورو غړو هيوادونو اتباع که په بريتانيه کي کار کوي او ماشومان يې په خپل پلرني هيواد کي وي، نو د ماشومانو له پاره ځانګړي مرستي به د بريتانيې په سويه نه بلکه د پلرني هيواد په سويه ورکول کيږي. د ۲۰۲۰ کال وروسته به د ماشومانو د مالي مرستي دغه اصول په ټوله اتحاديه کي د تطبيق وړ وي.

د دې تر څنګ به غېر بريتانوي اروپايان يوازي هغه وخت په بريتانيه کي د بشپړه ټولنيزو مرستو حق ولري، چي لږ تر لږه يې په بريتانيه کي څلور کاله ژوند کړی وي. خو د دغه ځانګړی اصول به صرف د اوو کالو له پاره په بريتانيه کي ممکن وي. دا هغه غوښتنه وه چي په زياته بيا د ختيځي اروپا غړي هيوادونو يې مخالفت کاوه ولي چي په بريتانيه کي د دغو ختيځو اروپايي هيوادونو ګڼ شمېر اتباع کار کوي.

«ټول اروپايان يو شان ته حق لري»

د اروپايي اتحاديې د اصولو له مخي هيڅ غړی هيواد د دې حق نه لري چي د خپلو اتباعو او په دغه هيواد کي د اوسېدونکو نورو اروپايانو تر منځ توپير وکړي. د دې اصول له مخي هر اروپايي کولای سي چي د اروپايي اتحاديې په هر غړي هيواد کي کار او هلته ژوند وکړي.

تر څو کالو پوري د غېر بريتانوي اتباعو له پاره د ټولنيزو مرستو په تړاو د بريتاني غوښتنه له همدې کبله د اروپايي اتحاديې د بنسټيزو اصولو خلاف بلل کېدله. خو د بروکسل په سر مشريزه کي بريتانيې ته تر اوو کالو پوري ځانګړې استثنی ومنل سوه.

د يورو پول واحد د زون د اقتصادي پرېکړو په تړاو هم بريتانيې ته تر يوې اندازې حق ورکول سوی دی. خو د بريتانيې د وېټو د حق درلودلو غوښتنه په دغه تفاهم کي نه ده منل سوې.

«ډرامه پای ته ورسېده»

د ليتوانيا ولسمشري، داليا ګريباوسکايته د تويتر په خپله پاڼه کي خپل پيغام خپور کړ چي «ډرامه پای ته ورسېده.» دغې ولسمشرې مخکي ټوله ورځ د بريتانيې پر لومړي وزير دېويد کېمرون او د هغه پر طرز رخشند وهلی ؤ. دغې ولسمشرې د سرمشريزي د غونډو په تفريحي وقفو کي ژورنالستانو ته د کېمرون په هکله ويلي ول چي «هغه خپلې ډرامې ته اړتيا لري، او تر لاسه به يې کړي.»

د ګريباوسکايته په آند د بروکسل دغه سرمشريزه چي تقريبا ۳۰ ساعته يې دوام وکړ، صرف يوه «ډرامه» او تمثيل ؤ چي داسي وښيي چي ګواکي د بريتانيې استازو يوه بريا په لاس راوړې ده. دغې ولسمشري د سرمشريزي پر وخت ژورنالستانو ته وويل: «په موږ کي هر يو خپل د رول سره سم تمثيل کوو.» دغې سياستوالي زياته کړې وه: «موږ که هر څه فيصله هم وکړو او که هر ډول لباسي او کاسمېتيکي هڅي وکړو، بالاخره به بريتانويان هغه څوک وي چي فيصله به کوي.»

د بريتانيې لومړي وزير د رامنځ ته سوي تفاهم په تړاو خپل اطمنان څرګند کړ. هغه وويل: «زما په فکر دغه تفاهم زما له پاره کفايت کوي چي د دې وړانديز وکړم چي بريتانيه دي د اروپايي اتحاديې غړيتوب وساتي او په دې توګه دي د دواړو خواوو هغه بهترينه شيان د ځان سره وساتي.»