1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بريتانيا د شهزاده د واده مراسم په هلمند کي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۹, جمعه

د انګلستان شهزاده ويليم او کيت ميدلتون د واده مراسم بريتانوي سرتيرو په هلمند کي هم ننداره کړل. نن هغوي د جګړي له ډګره رخصت شوي ؤ. ويليام د آيرلندي ګارد جامي اغوستي وي چي په افغانستان کي په جګړه بوخت دي.

https://p.dw.com/p/116b7
ويليام د ايرلندي ګارد جامي اغوستي وي چي په افغانستان کي په جګړه بوخت دي.
ويليام د ايرلندي ګارد جامي اغوستي وي چي په افغانستان کي په جګړه بوخت دي.انځور: AP

هغه واده چي په نړيواله سطحه کي له مياشتو مياشتو ورته انتظار کيده، نن په لندن کي په داسي حال کي چی په مليونو مينه والو یی د تلويزون له لاري ننداره کوله، سرته ورسيد. ويليام چي وروسته له خپل پلار چارلز څخه د انکلستان د پادشاهي د تاج د تر لاسه کولو انتظار باسي له کيت ميدلتون سره وداده وکړ.

دغه مراسم د افغانستان په يو نارامه ولايت، هلمند کي هم په سلګونو بريتانيوی عسکرو وليدل. له هغو سره يوځاي یو شمير افغان، امريکايي او د نورو هيوادونو سرتيرو دغه د تلویزون مخی ته ناست ؤ.

د هلمند په تومستون نومي پوځي کمپ کي ميشتو سرتيرو نن خپلي دندي پريښي وي او د بريتانيا د شاهي کورني د واده مراسم يي د کباب په خوړلو لمانځه.

ويليام د ايرلندي ګارد جامي اغوستي وي چي په افغانستان کي په جګړه بوخت دي. هغه هوايي پيلوت دي، خو د خپل واده په مراسمو کي د بريتانيا د آيرلندي ګارد چي په افغاسنتان کي د طالب ياغيانو برضد جنګيږي، جامي اغوستي وي. ويل شوي دي دا په دي وجه تر څو هغوي سره د جګړی په ډګرکی خپله خواخوږي ښکاره کړي.

د ځيني عسکرو لپاره نني مراسمو دغه چانس ورکړ چي د خپل د شاهزاده او هيواد درناوي وکړي خو د ډيرو نورو سرتيرو لپاره نني مراسم د جګړی له ستونزو او کړاونو څخه د استراحت کولو يو چانس وه.

يو سکاتلندي عسکر وويل: «که سړي سياسي خبري وکړي نو نن يوه ډير شانداره ورځ ده خو که غواړي چي اصلي او رښتيا خبره وکړم نو دا يو عادي رخصتي ده.»

ډير شميرافغان سرتيرو هم په دغو مراسمو کي برخه اخيستي وه. دغه افغان عسکر د بريتانياوي سرتيرو لخوا بلل شوي ؤ ترڅو د دوي د شاهزاده د واده مراسم په ژوندي توګه وګوري.

محبوب الله چي په مراسمو کي يي برخه اخيستي وه وويل: « زه راغلي يم چي د انګستان د دودونو او رواجونو په اړه معلومات تر لاسه کړم. هغه څه چي زه اوس وينم ښيي چي انګلستان ډير پياوړي کلتور او فرهنګ لري.»

د هلمند په هغه کمپ کي چي سرتيرو د بريتانيا د شاهزاده د واده مراسم لماځل، څه نا څه 20000 پوځيان پراته دي.

آژانسونه/مسعود جهش

کتونکي : عبدالباري حکيم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل