1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بريتانيا استازي له طالبانو سره کتلي؛ پر څه خبرې شوي؟

۱۴۰۰ مهر ۱۳, سه‌شنبه

د بريتانيا يوه استازي په کابل کې له طالب چارواکو سره کتلي دي. د فرانسې خبري آژانس په حواله دواړه خواوو پر بشري بحران، تروریزم او نورو ګډو مسئلو باندې خبرې کړې دي.

https://p.dw.com/p/41I5L
Mullah Ahmad
انځور: shafqna

د بریتانیا خارجه دفتر وايي چې په دغه کتنه کې د بریتانیا د ملکي خدماتو ارشد چارواکي، زیمون ګاس د طالبانو د رئیس الوزرا له مرستيالانو، ملا عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي سره کتلي دي.

دواړو خواوو پر دې خبرې کړې چې بریتانیا څنګه کولی شي په افغانستان کې د بشري بحران او تروریزم پر وړاندې او د هغو افرادو له پاره چې غواړي له افغانستان څخه ووځي د هغوی د ډاډمن انتقال په برخه کې مرسته وکړي.

د بریتانيا حکومت یوه ویاند وويل چې په دغې لیدنه کې: «دوی د لږکیو د ګواښ او د ښځو او نجونو د حقونو موضوع هم مطرح کړې ده.»

دغه راز زیاته شوې ده: «د بريتانيا حکومت به خپلو ټولو هڅو ته ادامه ورکړي تر څو د هغو افرادو د انتقال په اړه اطمینان تر لاسه کړي چې غواړي له افغانستان څخه ووځي.»

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند، عبدالقهار بلخي وويل چې په دغه غونډه کې «تمرکز د دواړو هیوادونو تر منځ د ديپلوماتيکو اړیکو پر بیرته راژوندي کولو  باندې وو.»

بلخي وويل چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت غواړي چې «له بریتانیا سره د رغنده اړیکو يو نوی فصل پيل کړي.»

je/dc/ecl/axn/mks/nz