1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برلین د دیوال د نړیدو په اړه یوه ۲۵ کلنه څه احساس لري

شمس الرحمان ناصر (گریتا هامن)۱۳۹۳ آبان ۱۵, پنجشنبه

د برلین دیوال له نن څخه ۲۵ کاله مخکې ونړید. اوس آلمان پرمختگ کړی دی. د دویجه همکاره گریتا هامن، وایي چې د آلمان له یو ځای کیدو را په دیخوا یو نسل لوې شوې دی. دغه نسل د ویشل شوي آلمان په هکله هیڅ په یاد نه لري.

https://p.dw.com/p/1DiMo
Kinderarmut in Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa

په ۱۹۸۹ کال کې د ختیځ او لویدیځ آلمان تر منځ دیوال ونړول شو. په همدې کال زه زیږیدلې وم. کله چې د لومړي ځل له پاره د دیموکراتیک آلمان اتباعو ته سرحد خلاص کړای شو زه د شپږو میاشتو وم او کله چې زما مور دغه خبر د تلویزون له لارې اوریدو نو زه د خپلې مور په غیږ کې ویده وم.

کله چې د لومړي ځل له پاره د ریکلنگ په ښار کې ما د یوه کور په باغچه کې د دې دیوال یوه پارچه ولیده په هغه وخت کې زه لویه شوې وم خو کوم خاص احساس مې نه لاره. ما فکر کاوه چې ځنې خلک د خپلې باغیچې په یو کنج کې یوه کانگریټي پارچه ږدې او بیا یې په شاوخوا کې گلان کري او شین چمن جوړوي.

«آیا اوس هم دیوار وجود لري؟»

زه ۱۶ کلنه وم چې د زده کوونکو د تبادلې د یوه پروگرام پر اساس برازیل ته ولاړم. هلته رانه په لومړۍ ورځ دا پوښتنه وشوه چې «آیا دیوال اوس هم موجود دی». ما په پرتگالي ژبه خبرې نه شوای کولای او حیرانه به مې هغو ته کتل. زه نه پوهیدم چې آلمان له ختیځ سره څه اړیکه لري او د کوم دیوال په هکله دوی خبرې کوي؟

یوې همټولگۍ مې کوښښ وکړ چې ما پوه کړي. یو وخت زه پوه شوم چې دوی د څه په هکله پوښتنه کوي. دوی د "دی دی اِر" یا د آلمان دیموکراتیک جمهوریت په هکله خبرې کولې. ما ځواب ورکړ نه، دیوال نشته. په پرتگالي ژبې د نه پوهیدو له امله ما ونه شوای کولای تر دې ډیر څه د خپل تاریخ په هکله ووایم.

څو کاله وروسته کله چې زه په پوهنتون کې وم یوې همصنفې مې چې د مکلنبورگ-فورپومن څخه وه راته وویل: «یادیږي مې څه ښایسته ساحل دی. هو! زه له ختیځ څخه یم» زه حیرانه وم.

رښتیا هم ما په دې هکله فکر نه وو کړې. زما له پاره د ختیځ او لویدیځ آلمان کلیمي هیڅ وجود نه درلود. هر کله چې به یو چا ویل چې زه د ختیځ آلمان څخه یم ما فکر کاوه چې یو څوک د بایرن یا نیدرزاکسن څخه دی. طبعي ده چې سیمه ییز توپيرونه لکه د لهجې توپير او یا هم په ښوونځي کې د کوچنیوالي تجربو په هکله مې فکر کاوه.

« اوس هم هر څه سم نه دي»

له بده مرغه ټول خلک په آلمان کې په یو نظر نه دي. د «دي سایټ» په نامه د آلمان تر ټولو لویې اونیزې لیکلي دي چې ویل کیږی اوس هم هر څه سم یا منظم نه دي. مانه لاره ورکه شي. بیا وایم، نو هر څه سم نه دي؟

د ختیځ آلمان په ځوانانو کې هغه څه چې دوی ته په متحد آلمان کې آزار ورکوي او یا یې عصباني کوي هغه دا ده، کله چې دوی له خپل تاټوبې څخه بیرته ستنیږي، یو شمیر همصنفیان یې ورته وایې له «تاریک آلمان څخه را ستون شوې؟» همدارنگه یو شمیر نور بیا شکایت کوي چې د لویدیځ آلمان مغروره همصنفیان یې د ختیځ آلمان په هکله لږ معلومات لري. ځنې نور بیا وایې چې وحدت یوازې یو طرفه لاره ده «ختیځ آلمان څه گټه لري؟ یوازی ډیر لږ».

پروفیسور کلاوس شرویدر چې د برلین په پوهنتون کې د هغې څیړنیزې ډلې مشر دی کوم چې د«اس ای ډي» یا د آلمان سوسیالیست متحد گوند تر ملاتړ لاندې دولت په هکله څیړنه کوي هره ورځ له دې موضوع سره مخامخیږي.

په ختیځ آلمان کې ډیر شمیر خلک وایي چې د لویدیځ آلمان په ځانگړي توگه د نورد راین وستفالن ایالت خلک زموږ د تاریخ سره هیڅ دلچسپي نه لري. له همدې امله زه فکر کوم چې «د یوې آلماني ډلې پورې د تعلق درلودلو له امله په ځانگړي توگه له یاده ایستل شوې یم».

ډیري ځوانان فکر کوي چې د ختیځ او لویدیځ آلمان اتحاد یو بریالیتوب وو

د کولن ښار د اورگاډي مرکزي تماځای ته نږدې قدم وهم. په دې ځای کې د «نیون» په نامه د ځوانانو له پاره تر ټولو لویه مجله وایم. دغه عنوانونه چې په روښانه رنگونو لیکل شوې دي ما په تعجب او حیرانتیا کې اچوي. «۷۸ سلنه ځوانان په لوې عشق باور لري. له هرو دوو کسانو څخه یو یې ټولنیز عدالت د سیاست تر ټولو مهم هدف بولي. له هرو پنځو میرمنو څخه یوه یې د خپلو لاسونو ویښتان خريې.» دا موږ یو. دغې مجلې له ۱۰۰۰ تنو داسې ځوانانو څخه مختلفې پوښتنې کړي دي چې له ۱۸ څخه تر ۳۵ کاله یې عمرونه لري.

همدارنگه د آلمان د وحدت په هکله ۱۴ فیصده خلک په دې نظر دي چې ختیځ او لویدیځ آلمان کوم خاص توپير نه لري. په ۲۰۰۵ کې د دې دوه چنده خلکو دا ډول فکر درلود. وروستۍ پوښتنه: «د آلمان د بیرته یوځای کیدو په هکله څه فکر کوي؟»

۴۷ فیصده خلک فکر کوي چې دا یو بریالیتوب وو. شپږ کاله مخکې یوازې ۱۴ فیصده خلکو داسې فکر درلود. یوازې ډیر لږ شمیر خلک فکر کوي چې دوباره وحدت په بشپړه توگه له ماتې سره مخامخ شوې چې د دغو خلکو شمیر یوازې ۴ فیصده دی.

زه ډیر د خوښي احساس کوم چې د آلمان بیرته یوځای کیدل سره له دې ټولو بیا هم په بشپړ ډول خراب کار نه وو. هغه تمایلات چې دغه نظر پوښتنه یې ښکاره کوي روښانه دي. له دې نظر پوښتنې څخه دا نتیجه اخیستل کیږي چې: دا حقیقت چې آلمان یو واحد هیواد دی ډیر لږ خلک ردولی شي. یوازې څو کاله باید انتظار وباسو چې یو بل ښه وپیژنو.