1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برلين په زرغونه اونۍ کي د افغانستان د سولي گلان

۱۳۸۹ بهمن ۴, دوشنبه

افغانستان تر 30 کلونو پر له پسې جګړو وروسته يواربيا د برلين د «زرغونې اونۍ» نړيوال نندارتون ته ستون سو.

https://p.dw.com/p/Qujv
د ګل ګلابو بڼ
د ګل ګلابو بڼانځور: dpa Zentralbild

د برلين د رغونې اونۍ په نړيوال نندارتون کي یواربيا د افغانستان د سولي ګلان و غوړيدل.

د برلين د زرغونې اونۍ په نړيوال نندارتون کي د آلمان په شمول د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه زراعتي توليدات د مينوالو لپاره ننداري ته ايښودل سوي دي.

په 1970 لسيزه کي افغانستان د نړۍ د وچو ميوو ستر صادرونکو هيواد ؤ چي د کشميشو او جوزو څخه نيولې تر مندکو او پستو او داسي نورو وچو ميوو پوري رسيدله، خو د شورويانو له يرغل څخه وروسته او بيا کورنيو جګړو او نورو زور زياتيو د افغانستان دغه زرغونې دورې ته د پای ټکی کښيښوی.

اوس افغانان بيا هڅه لري چي د خپلو ميوو او نورو زراعتي توليداتو لپاره نړيوال بازارونه پيدا کړي.

د برلين 76 ام نړيوال زرغون نندارتون، د دغه هڅي لپاره خپله دروازه پرانيستله. په دغه نندارتون کي اوس نه يوازي وچي ميوې، بلکه د افغانستان تازه ميوې، لکه انار او خټکي هم شاوخوا 400 زرو مينه والو ته د ننداري لپاره وړاندي سوي دي.

د افغانستان د سودا گړۍ وزير انورالحق احدي په دې نندارتون کي المان ږغ راډيو ته وويل، افغان سوداگر بايد ډير زيار و باسي چي نړيوالو بازارونو ته لاره پيداکړي.

د سوداگرۍ د وزير تر څنگ د هرات د زعفرانو د يو شرکت توليدونکي ددغه بوټي د سوداگرۍ څخه رضايت څرگند کړی.

د برلين د رغوني اونۍ په نندارتون کي نه يوازي د هرات د زعفرانو بلکي د ننگر هار د گل گلاب د توليد څخه هم مينه وال خوند اخلي.

که څه هم د ګل ګلاب دغه نيالګي پردي دي، خو اوس يې هلته ځان ته نوی وطن پيدا کړی. د هغه تخم له بلغاريا څخه وړل سوی دی.

دغه پروژه په 2004 کال کي د آلمان د « نړي له لوږي سره د مرستي» نومي غير حکومتي سازمان "Welthungerhilfe" له خوا تمويل سوه. د پروژې د کار کونکو د وينا له مخه، دغه سيمه د دغه ګل د ودي او روزني لپاره ډيره ښه مساعده ده او تر اوسه پوري يې ډيره ښه نتيجه ورکړي.

د دغه ګل ګلاب له پاڼو څخه چي هر سهار د هغو خوشبويي شا او خوا فضاء ته د خوښيي نوې ساه ورکوي او د انسان روح پکښي تازه کيږي، د ګلاب تيل توليږي چي ډير زيات ارزښت لري. ويل کيږي چي، د ګل ګلاب يو کيلو تيل د 5400 تر 6700 ډالرو پروي ارزښت لري.

د ګلاب د يو کيلو تيلو لپاره لږ ترلږه 3500 تر 4000 کيلو پاڼو ته اړتيا ده. د ننګرهار د ګلابو د دغي پروژي لپاره په اوسني وخت کي يوازي 100 هکتاره ځمکه ځانکړې سوې ده او څه د پاسه 750 بزګران په کار بوخت دي.

په 2010 کال کي ددغه پروژې څخه ۳۰ گيلو گرامه تيل ترلاسه سوي دي. د دغو تيلو د مشتريانو په جمله کي آلمانی شرکت ،WALA هم شامل دی چي دDr. Hauschka په نامه جلدي کريم ځني جوړوي.

د دغي پروژي افغان منجر، محمد اکبر موهمند چي 58 کله عمر لري وويل: «دا زموږ د بزګرانو لپاره ګټوره پروژه ده او هغوی له دي لاري نسبتاً ښه عايد لاس ته راوړي.»

موهمند زياته کړه چي د گل ګلاب کرل د خاشخاشو په پرتله ډير اسانه دی، که څه هم ځيني لا تراوسه فکر کوي چي د ترياکو عايد تر هر څه زيات دی، خو پايلي يې نه يوازي د نشه يي توکو استعمالونکو، بلکه خپله بزګرانو ته هم له سختو مالي او ځاني تاواننو سره جوختي دي.

افغانستان د نړۍ د ترياکو د سترو توليدونکوهيوادونو څخه شميرل کيږي. د دغه هيواد په سلو کي 85 خلک په اطرافي سيمو کي ژوند کوي چي د بزګرۍ په کار او بار بوخت دي.

د ننګرهار د ګلابو د پروژي منيجر، موهمند وويل چي لږ تر لږه دوې سيمي د خاشخاشو له کرلو څخه ژغرول سوي او اوس هلته د «ګلابو ګلان غوړيدلي دي».

د آلمان "Welthungerhilfe" له سازمان څخهNorbert Burger چي 65 کاله عمري لري او د ننګرهار د ګلابو په پروژه کي مرسته کوي وايي چي د د دغي پروژي اهميت ته دي په کمه سترګه ونه کتل سي.

هغه وايي: « د ګلابو تيل يو کوچني زيرمه ده، په ټوله نړۍ کي 4000 کيلو توليديږي، موږ په کال کي اوس 30 کيلو توليدو.»

د نوموړي آلمانۍ مؤسسې دغه کار کونکي زياتوي: « د وسلو توليد هيڅکله سوله نسي رامنځ ته کولای، هر ټوپک او هره ګولي چي توليديږي د جګړې لپاره دي نه د سولي. خو ښايي د ګلابو دغه کرونده د سولي د ګلانو د غوړيدو لپاره يوه کوچني مرسته وي.»

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل