1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بدلمني له پاره د ځوانو نیپالي نجونو قاچاق

۱۳۹۱ تیر ۲۳, جمعه

نیپالي چارواکو یو ۳۷ کلن وگړی په دې تور چې نجونې ئې هندوستان ته د بدلمنۍ له پاره قاچاقولې په ۱۷۰ کاله بند محکوم کړی دئ. خو د بشري حقونو فعالین وایي چې په نیپال کې اوس هم دغه شان جرمونه تر سره کیږي.

https://p.dw.com/p/15XGu
انځور: picture-alliance/dpa

د ۳۷ کلن باجیر سنګ تامانګ، د ۱۷۰ کلونو بند سزا د نیپال د قضايي دستگاه په شپیته کلن تاریخ کې سابقه نه لري. پر باجیر سنګ باندې تور دئ چې له کلیو او بانډو څخه به ئې وړې نجونې د ښه کار ورکولو په پلمه هندوستان ته راوستلې او هلته به ئې په نورو کسانو پلورلې. د بشر د حقونو څارونکي وایې چې په نیپال کې ډیر وخت نجونې د کار په پلمه هندوستان ته استول کیږي او هلته بدلمنۍ ته اړ کیږي.

په ۲۰۰۷ کال کې د نیپال حکومت یو قانون تصویب کړ چې له مخې ئې په دې هیواد کې بدلمنۍ منع شوه او د دې کار تر سره کوونکو ته سخته سزا وټاکل شوه. خو په دې هیواد کې د بشري حقونو فعالین وایي چې دې قانون ته چندان توجه  نه کیږي او یو شمیر کسان لا اوس هم نجونې د غیر اخلاقي کارونو د ترسره کولو له پاره په کار گماري.

د اسیا د ښوونې او روزنې د چارو کارپوه او د ماشومانو د حقوقو مبارز هلن شیرپا، په دې باور دئ چې نیپالۍ نجونې نه یوازې هندوستان ته د بدلمنۍ له پاره قاچاقیږي، بلکه په نیپال کې دننه هم له هغوی څخه په بدلمنۍ کې کار اخیستل کیږي:
  
«دغه ځوانې نجونې له بیوزله کورنیو سره تړاو لري. هغوی د کتمندو او نیپال نورو هوټلونو ته په اسانۍ راوستل کیږي او هلته د مساژ دنده ترسره کوي. په نیپال کې ډیر داسې رستورانتونه او هوټلونه شته چې له خوراک پرته د الکولو، مساژ او د تفریح نور پریمانه وسایل لري.»

ګمان کیږي چې تر دې دمه به د شپږو او اوو زرو په شاوخوا کې ځوانې نجونې او ښځې په کابین لرونکو خونو، له دریو نه تر څلورو زرو پورې په ګډ ځایونو او نهه زره نجونې د سندرو ویلو او مساژ په خونو کې په غیر اخلاقي کارونو بوختې وي.

  د ځوانو نجونو د  ستونزو یوه څیړونکې ناندیتا باروه، وایي: «په نیپال کې دې ستونزې ته جدي پاملرنه نه کیږي او په ضمنې ډول ئې یادونه کیږي او کومه څیړنه هم په دې برخه کې نه ده تر سره  شوې.»  

د هغو شمیرو له مخې چې په رسمي توګه د نیپال د حکومت له خوا خپرې شوې دي په ټول نیپال کې نزدې ۳۲۰۰۰ نجونې او ښځې د بد لمنیو په ځایونو کې په کار بوختې دي چې نیمایي ئې له ۱۶ کلنونو کم عمر لري. د بشري حقونو فعلان وایي چې دغه نجونې او ښځې د بې وزلۍ او د قاچاق وړونکو د تیروتنې له امله په دې کار لاس پورې کوي.


 یوه نجلۍ د خپل ژوند کیسه داسې کوي: «زه د ۱۳ کلونو وم چې کتمندو ته راوستل شوم چي په یوه هوټل کې کار وکړم خو زه ئې مخامخ د مساژ خونې ته بوتلم. ما تر دې پخوا هیڅکله داسې ځای نه وه لیدلی. یوه اونۍ وروسته راته وویل شو چي زما اصلي کار څه دئ. زه هغه وخت ډیره حیرانه وم او ډیر به مي ژړل. نورو نجونو به را ته ډاډ راکوه چې هغوی هم  لومړی زما په شان وې.»


دغه نجلۍ اوس ۱۸ کاله عمر لري. هغه په تیرو پنځو کلونو کې هیڅ کله هم خپل کور ته نه ده ستنه شوې. هغه نجونې چې په نیپال کې په بدلمنۍ بوختې وي، هغوی ته د میاشتې یوازې ۱۰۰ ډالره ورکول کیږي. د هغوی پاټې گټلې پیسې ټولې د هغوی مالک ته ورځي. دغه نجونې یوازې هغه وخت کولای شي چې له دې کاره لاس واخلي چې خپله ځای ناستې وموندي او خپل ټول پورونه ادأ کړي.

کله چې په نیپال کې یوه نجلۍ د بدلمنۍ په تور ونیول شي نو هغې ته د ټولنې د نظم د خرابولو په تور یوازې د ۲۴ ساعتونو له پاره د بند سزا ورکړل کیږي.

آژانسونه/ پروین مومند
کتونکی: مسعود جهش