1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنيستي: طالبانو په غور کې شیعه ګان وژلي دي

۱۴۰۱ شهریور ۲۶, شنبه

د بخښنې نړيوال سازمان وايي طالبانو د روان کال د دوبي په سر کې د يوې شیعه کورنۍ شپږ غړي په بې رحمانه توګه وژلي دي. دغه سازمان د افغانستان نوي واکمنان بشري حقونو ته په نه پاملرنې او د اقلیتونو پر ناوړې استفادې تورن کړي دي.

https://p.dw.com/p/4H0U5
Afghanistan | Taliban Kämpfer
د آرشیف انځور - د طالبانو جنګیالي د کابل ښار د وزیر اکبر خان په سیمه کې د ګزمې پر مهالانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د اسوشتید پریس د رپوټ په حواله، د بخښنې نړيوال سازمان د جمعې په ورځ په يو خپور شوي وحشتناک رپوټ کې ويلي دي چې په وژل شوو هزاره ګانو کې يو ۱۲ کلن ماشوم هم شامل دی او دا يې پر توکمیز اقلیت یوه عمدي حمله ښودلې ده.

رپوټ وايي چې دغه پېښه د جون مياشتې په ۲۶مه د افغانستان په غور ولايت کې شوې او دا د دې ښکارندوي کوي چې طالبان په څه باندې يو کال کې چې واک کې دې د يو ټول شموله حکومت په جوړېدو کې پاتې راغلي دي.

د بخښنې نړيوال سازمان په خبره، د طالبانو ځواکونو د جون مياشتې په ۲۶مه شپه په غور ولایت کې د یو پخواني امنيتي افسر، محمد مرادي پر کور چاپه ووهله. زیاته شوې چې محمد مرادي په خپله هم د ځايي ملیشو مشري کوله چې په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې د طالبانو پر ضد جنګېدلی وو.

د تیرکال په اګست کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، مرادي هڅه وکړه چې ايران ته وتښتي خو بریالی نشو، چې په وروستيو کې بېرته د غور په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې واقع خپل کور ته راستون شو او هلته پټ وو.

د افغانستان په ځينو ولایتونو کې هدفي وژنو خلک اندېښمن کړي

Ukraine | Amnesty International
د آرشیف انځور - د امنيستي په رپوټ کې ويل شوي چې په شپږو وژل شوو کسانو کې یو ۱۲ کلن ماشوم هم شامل دیانځور: Dogukan Keskinkilic/AA/picture alliance

د بخښنې نړيوال سازمان په رپوټ کې د عيني شاهدانو له قوله ويل شوي چې طالبانو په شپه کې د مرادي پر کور د توغنديو او لاسي بمونو په غورځولو حمله وکړه چې د هغه ۲۲ کلنه لور، تاج ګل مرادي، پکې سملاسي ووژل شوه.

رپوټ زیاتوي چې په خپله محمد مرادي له دوو نورو ماشومانو چې یو يې زوی او بله يې ۱۲ کلنه لور ښودل شوې، په ابتدا کې ټپيان شوي ول چې نجلۍ يوه ورځ وروسته د ټپونو له کبله ساه ورکړه.

د ټپي شوي محمد مرادي په هکله ويل شوي چې هغه د ځايي مشرانو په منځګړيتوب طالبانو ته تسلیم شو، خو له کوره بهر راوښکل او ووژل شو.

یاد بشري سازمان وايي درې نور نارینه چې په هغو کې يو د مرادي وراره غلام حیدر محمدي او دوه نور يې خپلوان ول هم طالبانو وژلي دي. سرچينه زیاتوي چې د مرادي دغه دوه خپلوان آصف رضايي او عارف سنګري پخوا د طالبانو پر ضد جنګيدلي ول او کله چې د خپلو کورنيو لیدلو ته تللي ول طالبانو ووژل.

د شاهدانو په خبره، طالبانو رضايي او سنګري له ځانه سره په موټر کې  يوړل چې وروسته يې مړي په یوه سیمه کې چې د مرادي له کوره د موټر څه باندې نیم ساعت لار لرې وه، وموندل شول.

د افغانستان د پخواني امنیتي ځواکونو د نیولو او وژلو دوام

د بخښنې نړېوال سازمان وايي چې دغه رپوټ يې د اتو جلاو مرکو پر اساس چمتو کړی کومې چې له لرې لارې له شاهدانو سره شوي او همدارنګه تر وژنو وروسته د انځورونو او وېډيوګانو د تجربې او ارزونو پر اساس.

Afghanistan Sturzflut tötet Familie in Ghor
د افغانستان د غور ولایت ېوه سیمه انځور: DW/Tanha

په رپوټ کې د مرادي د ټپي شوي زوی په هکله چې هغه سره بیا څه شوي، څه نه دي راغلي، همدارنګه د مرادي د هغو خپلوانو په هکله هم څه نه دي ويل شوي چې د حملې پر مهال په احتمال سره د محمدي په کور کې ول.

د بشر حقونو د څار دغه سازمان چې مرکز ېې په لندن کې دی له طالبانو غوښتي چې د دغو وژنو په هکله تحقیقات ترسره او «د دې ډاډ ورکړي چې د پېښې عاملان د بشر حقونو د نړیوالو ژمنو او معیارونو له مخې تعقیب کيږي.»

د طالبانو له خوا د یوه کس د وژل کیدو ویډیو په هکله اعتراضونه

دغه سازمان وړانديز کړی که چیرته د افغانستان نوي واکمنان عدالت نه شي تامينولی، د جزا نړېواله محکمه باید په دې تړاو د بشپړو تحقیقاتو یو دوسیه پرانیزي.  

د بخښنې نړېوال سازمان عمومي مشرې، اګنس کالامار وويل: «طالبان باید په فوري توګه د دا ډول ظالمانه هدفي وژنو روش ته د پای ټکی کيږدي او د بالفعله چارواکو په حیث د ټولو افغانانو د خونديتوب ضمانت وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې هم د طالبانو د سخت دريځ حکومت په رسمت پيژندلو څخه ډډه کړې ده. نړېواله ټولنه له طالبانو غواړي چې د ښځو حقونه رعایت کړي، د شپږم ټولګيو پورته نجونو ته ښوونځيو ته د تلو اجازه ورکړي او پر ښځو باندې د کار او ټولنیزو فعالیتونو په څير په ټولو برخو کې لګول شوي بنديزونه لغوه کړي.

Schweden Agnes Callamard
د بخښنې نړېوال سازمان عمومي مشرې، اګنس کالامار وايي «طالبان باید په فوري توګه د دا ډول ظالمانه هدفي وژنو روش ته د پای ټکی کيږدي...انځور: Claudio Bresciani/TT News Agency/picture alliance

د توکميزو لږکيو د حقونو رعایت او د یو پراخ بنسټه حکومت رامنځ ته کول نورې غوښتنې دي چې نړیواله ټولنه يې له طالبانو څخه لري. دا هغه شرایط دي چې طالبان په کې د خپلو لومړنیو ژمنو پر اساس پاتې راغلي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک نیولو په ترڅ کې ډیر کسان وژل شوي

اسوشتید پریس وايي چې دوی بریالي شوي نه دي چې د بخښنې نړیوال سازمان د رپوټ په هکله د طالبانو نظر ترلاسه کړي.

تر دې مخکې هم په کراتو داسې رپوټونه ورکړل شوي چې طالبانو د پخواني حکومت د پوځ غړي يا نور مخالفان په خپلسري يا مرموز ډول وژلي دي. خو طالبانو تر ډېره دا ډول تورونه رد کړي دی. طالب چارواکي د دا ډول ادعاوو په ځواب کې تر ډيره وايي چې دوی عمومي عفوه اعلان کړې او ځينې وخت يې دا هم ويلي دي چې دا ډول وژنې که شوي هم وي، وايي چې کېدای شي د شخصي دښمنيو پر اساس وي.

د خپرو شوو رپوټونو پر اساس، څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو استازي ريچارډ بينيټ هم په خپل رپوټ کې ويلي وو چې د طالبانو صحرايي محکمو سخت اندېښمن کړی دی. هغه وخت د طالبانو د حکومت ویاند يې په مقابل کې تند غبرګون وښود. ذبیح الله مجاهد په دې هکله څو ټيوټونه کړي وو چې په يوه کې يې راغلي: «د ملګرو ملتو د استازي ریچارډ بېنېټ راپور مغرضانه او له واقعیتونو څخه لرې دی.»

آ/م.ک.ص./م.ن.ص.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل