1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بخښنې نړیوال سازمان: په نړۍ کي اعدامونه کم شوي

۱۳۹۷ فروردین ۲۳, پنجشنبه

د بخښنې نړیوال سازمان وروستی کلنی رپوټ یو څه هیله بخښونکی دی. په ۲۰۱۷م کال کې اعدامونه، تر هغې د یوه کال مخکې په شان دومره ډېر نه ول. همدارنګه د اعدام په حکم د محکوم شویو کسانو شمیر هم لږ وو.

https://p.dw.com/p/2vumf
Aktion gegen Folter und Todesstrafe
انځور: Picture-alliance/dpa/W. Steinberg

تیرکال په نړۍ کې په مجموع کې ۹۲۳ کسان اعدام شوي دي. که څه هم دغه شمیر لوړ دی، خو د ۲۰۱۶م کال په پرتله ۴ سلنه کمښت ښيي. په ۲۰۱۶م کال کې د بخښنې نړیوال سازمان ۱۰۰ اعدامونه زیات ثبت کړي ول.

په اعدامونو کې څلور سلنه کمښت راغلی دی- آیا دا یوه عمومي خبره ده؟ د بخښنې په نړیوال سازمان کې د اعدامونو د چارو کارپوه اولوواتوسِن پوپوولا، وایې چې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د اعدامونو شمیر توپیر کوي په ځينو کې کم شوی او په ځينو نورو کې بیا لوړ شوی دی.

په ځانګړي توګه په هغو درو هیوادونو کې چې د اعدامونو لوړ شمیر لري لکه: ایران، سعودي عربستان او پاکستان کې په ۲۰۱۷م کال کې د اعدامونو ګراف کښته شوی دی.

په ایران کې تیرکال چې نسبتاً نا ارامه او احتجاجونه پکښې وشول، د اعدامونو کچه ۱۱ سلنه کښته وه. د بخښې نړیوال سازمان په پاکستان کې حتی ۳۱ سلنه کم اعدامونه ثبت کړي دي.

ارقام د بدلون وړ دي

ښاغلی پوپوولا، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې په دغو هیوادونو کې د اعدامونو د کمښت دلایل هم توپیر کوي.1 «د بیلګې په توګه په ایران کې د مخدرو موادو اړوند جنایې جرمونو د جزا قانون په برخه کې د اصلاحاتو له کبله د اعدامونو شمیر کم شوی دی».

خو د بخښنې نړیوال سازمان د دغه کارپوه په خبره په پاکستان او سعودي عربستان کې د اعدامونو د موضوع تشریح کول لږ څه ستونزمن دی، خو یوه خبره واضحه ده: 2«په دغو هیوادونو کې په ۲۰۱۷م کال کې، وروسته له هغې چې تر دې یو کال مخکې اعدامونه تر ټولو لوړې نقطې ته رسیدلي ول، بیرته کم شوي دي».

د بخښنې نړیوال سازمان همدارنګه په مصر کې هم د اعدامونو د کمښت خبر ورکړی دی چې په دغه هیواد کې هم د اعدامونو په شمیر کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی دی. د نوموړي سازمان په حواله په مجموع کې د نړۍ په ۲۳ هیوادونو کې د اعدام سزا عملي شوی ده.

China Todesstrafe Training
په چين کې د اعدام په اړه معلومات محرم ګڼل کیږي.انځور: picture-alliance/AP Photo

په چين کې نا ثبت شوي اعدامونه

په همدې حال کې د بخښني نړیوال سازمان د ۲۰۱۷م کال رپوټ، د یوه تیاره نقطې درلودونکی دی. نوموړي سازمان د خپل رپورټ په همدا پيل کې ليکلي دي چې په چين کې اعدامونه په پام کې نه نیول کیږي. چين د هغو هیوادونو د کتار په سر کې ځای لري چې تر ټولو ډیر اعدامونه پکښې کیږي.

«په همدې حال کې د اعدامونو حقیقي شمیر نامعلوم دی، ځکه هلته دغه معلومات محرم ګڼل کیږي. په نړۍ کي د ۹۹۳ اعدامونو په کتار هغه په زرونه اعدامونه په پام کې نه دي نیول شوي چې ویل کیږي په چين کې شوي دي».

د چين هیواد په نه پام کې نیولو سره، په نړۍ کې د ترسره کیدونکو اعدامونو ۸۴ سلنه برخه په ایران، سعودي عربستان، عراق او پاکستان کې کیږي.

د افریقا په فرعي صحرا کې مثبت پرمختګ

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل رپوټ کې د افریقا په فرعي صحرا کې مثبت پرمختګ ثبت کړی دی. د ګینیا جمهوريت د اعدام سزا په بشپړ ډول ختمه کړې. ګامبیا د اعدامونو لړۍ د درولو او په وروستي پړاو کې په بشپړ ډول د ختمولو ژمنه کړې ده.

په نړۍ کې د اعدام حکم صادرولو کې هم لږ شوی دی. په داسې هال کې چې په ۲۰۱۶م کال کې ۳۱۰۰ کسان د اعدام په سزا محکوم شوي ول، په ۲۰۱۷م کال کې بیا دا شمیر ۲۶۰۰ ته را کښته شوی دی.

باید له یاده ونه ایستل شي چې د ملګرو ملتونو په رپوټ کې دا هم یادونه شوي چې ۲۲۰۰ انسانان په زندانونو کې اعدامیدو ته شپې ورځې شمیري.