1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بايرن د آيالت لومړی وزير تر فشار لاندې دی

۱۳۸۵ دی ۲۶, سه‌شنبه

د آلمان د بايرن آيالت لومړی وزير او د مسيحي دموکرات گوند مشر ادموند شتويبر اوسمهال تر فشار لاندې دی، هغه خلک چې وايي دی دې استعفا ورکړي په زياتېدو دي. په لومړي ځل يې د دوشنبې په ورځ ويلي وو چې دی ښايي له دې پلان څخه صرف نظر وکړي چې د آيالتي ټاکنو دپاره ځان کانديد کړي.

https://p.dw.com/p/DKKC
د مسيحي دموکرات گوند مشر ادموند شتويبر
د مسيحي دموکرات گوند مشر ادموند شتويبرانځور: picture-alliance/ dpa
د گوند په مشريزه غونډه کې شتويبر د برخه والو په وړاندې داسې وويل چې دی کېدای شي ځان کانديد کړي خو دا بيا سل په سلو کې بايده هم نه دي. ټولو برخه والو بيا د دغې خبرې په وړاندې تعجب وکړ او ډېرۍ برخه گډون کونکي يې ښايي په 2008 م کال کې د شتويبر د بيا کانديدېدو مخالفت وکړي. شتويبر خپلو اشتباهگانو ته هم اشاره وکړه او هم يې د مسيحي دموکرات گوند کړکېچنې وضعې ته گوته ونيوله. د بايرن د آيالتي شورا يوه استازي کونراد کوبلر د دې غوښتنه وکړه چې د لومړي وزير او د گوند د مشر دندې دې سره جلا کړای شي.