1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بالکان پر لار د مهاجرو وضعیت نور هم خراب سوی

۱۳۹۸ فروردین ۲۷, سه‌شنبه

د هغو مهاجرو حالت چي غواړي له یونان څخه مرکزي اروپا ته ولاړ سي، ورځ په ورځ خرابیږي. هغوی د پولیسو د زورزیاتي او ظالمانه بندي کولو خبره کوي، خو پر دغو ټولو سربیره بيا هم په زرونو کسان غواړي له دغو خطرناکو لارو تیر سي.

https://p.dw.com/p/3GrLk
Griechenland Kämpfe zwischen Polizei und Migranten in Diavata
انځور: AFP/S. Mitrolidis

د همدې کال د اپریل میاشتي په سر کي د یونان پولیسو په شمالي ښار تیسالونیکي کي اوښکي بهونکی گاز استعمال کړ، تر څو په دې وسیله د هغو مهاجرو مخنیوی وکړي چي غواړي له یونان څخه شمالي مقدونیا ته ور تیر سي.

د مهاجرو هدف طبعاً مرکزي او غربي اروپا ته رسیدل دي. خو د هغوی انگیزه په همدې وخت کي د اجتماعي شبکو له لاري هغه غلط خبرونه ول، چي گواکي د شمالي مقدونیا او البانیا سرحدونه خلاص سوي دي. په همدې خاطر تقریباً۲۰۰۰ مهاجرو د یونان شمال ته حرکت وکړ. خو کله چي دوی هلته ورسیدل، سرحدونه بند ول. تر درو سختو ورځو مزلونو او وهلو ټکلولو وروسته، وروستي کسان هم تسلیم او بیرته خپلو سرپناوو ته ولاړل.

تقریباً نور ۷۰۰۰ مهاجر چي په یونان او د بالکان په مسیر کي پاته دي او غواړي غربي اروپا ته ځانونه ورسوي، د یو سلسله ممانعتونو سره مخامخ دي: شمالي مقدونیا او هنگري څو کاله دمخه لا په خپلو غربي سرحدونو کي  اغزي لرونکي کټارې او دیوالونه جوړ کړي دي. بلغاریا له مهاجرو سره د خپل چلند په سبب مشهوره ده.

د بشري حقوقو سازمانونه او اروپايي ټولني کمیساري پر دغه هیواد باندي د معتبرو بين المللي قوانینو او مقرراتو څخه د سرغړوني تور لگوي. دا ددې سبب کیږي چي د بالکان له لاري پر ځای یوه بله لار باید پیدا سي.

Migranten in Bosnien an der Grenze zu Kroatien
انځور: picture-alliance/dpa/A. Emric

د بالکان لاري پيل اوس هم له یونان څخه کیږي. د مهاجرو له پاره د ملگرو ملتونو بين المللي سازمان (IOM) د معلوماتو پر اساس په دغه هیواد کي تقریباً۶۰۰۰۰ مهاجر ژوند کوي.

هغوی زیادتره په کورونو او یا مهاجرو په کمپونو کي ژوند کوي. خیریه سازمانونه خصوصاً له ترکیې سره په سرحد کي د یوناني جزیرو په کمپونو کي د مهاجرو د ژوند پر شرایطو باندي سخت انتقادونه کوي. د هغوی په خبره د مهاجرو له پاره هلته ډیر لږ ځایونه سته او پاکو اوبو او تشنابونو ته هیڅ لاسرسی نه لري.

په ۲۰۱۶م کال کي بیا د ترکیې او اروپايي ټولني ترمنځ تر تړون وروسته ډیر لږ مهاجر یونان ته رسیدلي دي. د اروپايي ټولني د سرحدي دفاع سازمان (فرونټیکس) په حواله پروسږکال ۳۴۰۰۰ انسانان دغه هیواد ته رسیدلي او سږکال د (IOM) په حواله تر اوسه ۵۶۰۰۰ مهاجر ور رسیدلي دي.

Flüchtlinge in Bosnien
انځور: DW/Amir Puric

خو په تیر ۲۰۱۸م کال کي یونان ته د رسېدو پر وخت ۱۷۴کسان وژل سوي او سږکال هم تر اوسه پوري لس مهاجر وژل سوي دي.

Pundy, Doris

 

زموږ له آرشیف څخه: