1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د باجوړ بريد يوې ښځي تر سره کړی

۱۳۸۹ دی ۵, یکشنبه

د پاکستان لوړپړو چارواکو اوس دا خبره منلي ده چي په قبايلي سيمو کي پرونی خونړی بريد د يوې ښځي له خوا ترسره سوی. ويل کيږي چي دا لومړی ځل دی چي په پاکستان کي يوه ښځه په يو ځانمرګي بريد لاس پوري کوي.

https://p.dw.com/p/QkJ3
د باجوړ د خونړي بريد قربانیان
د باجوړ د خونړي بريد قربانیانانځور: AP

د دغه ځانمرګي بريد چي د باجوړو په مرکز خار کي د ملکرو ملتو د خوراکي توکو د ويشلو د دفتر مخه تر سره سوو، مسووليت يې ځايي طالبانو په غاړه اخيستی دی.

د وروستي رپوټونو له مخه د مړو شمير 43 تنو ته رسيږي. او شاوخوا سل تنه نور ټپيان سوي دي. په پيښه کي يو ټپي چي د پيښور روغتون ته ليږدول سوی وايي:

« سهار اته بجي وي، موږ د راشن اخيستلو لپاره راغلي ؤ، موږ په دې انتظار ؤ چي اوړه، غوړي او داسي نور مواد راکړل سي، يوه ښځه راښکاره سوه بيا په ناڅاپي توګه درزسو، بيا نو پوهه نه سوم، زه په وينو لړی يوې ويالې ته ولويدم، ښايي ډير نور خلک مړه سوي وي، زه يي دلته روغتون ته راوړم.»

باجوړ هغه قبايلي سيمه ده چي له افغانستان سره ګډه پوله لري. د سيمي يو لوړ پوړي چارواکي، ذاکر حسين افريدي د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل:« موږ د پيښي په ځای کي د يو انسان د سر وريښتان، لاس او پښي پيدا کړه چي په نکروزو سره ؤ، دغسي نښي نښاني د يوې پخواني ادعا پخلی کوي چي ځانمرګی بريد يوې ښځي تر سره کړی.»

افريدي زياته کړه: «اوس موږ په دي هکله پلټنه کوو چي دغه ښځه په کوم قوم او يا کومي سيمي پوري تړاو لري.»

تر دې د مخه د پاکستان يو بل امينتي چارواکي، محمد جميل د فرانس پرس خبري آژانس ته ويلي دي چي بريد د يوې ښځي له خوا ترسره سوی دی.

د خيبر پښتونخوا د حکومت يو لوړ پوړي چارواکي شفقت مالک وويل چي دا لومړی ځل دی چي په پاکستان کي يوه ښځه په ځانمرګي بريد لاس پوري کوي.

مالک وويل مخکي له دې حيني ادعاوي کيدلې چي دا يا هغه حمله د کومي ښځي له خوا سوې، خو هيڅکله مؤثق اسناد، او نښي نښانې نه دي موندل سوي.

د څه د پاسه يو کال څخه را په دې خوا د پاکستان د پوځ او طالب اورپکو ترمنځ په نښتو کي په سل ګونوو زره قبايلي خلک له خپلو کليو او بانډو څخه تيښتو ته مجبور سوي او د کډوالي په خيمو کي شپي او ورځي تيروي.

د ورستي پيښي قربانيان هم دغه کډوال دي چي د خپل ورځني ژوند د تأمين لپاره د ملګرو ملتو خوراکي توکو ته اړي دي.

د ملګرو ملتو د خوراکي توکو د نړيوال پروګرام وياند ، امجد جمال نن وويل چي د هغه ادارې لا تراوسه تصميم نه دی نيولی چي په دغه ځای کي خپلو مرستو ته دوام ورکړي که نه:

«دا په وضعيت پوري اړه لري چي موږ څه وکړو ولي تر اوسه مو تصميم نه دی نيولی.»

د خار پروني ځانمرکي بريد د پاکستان په دننه او بهر کي غندل سوی دی.

د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني وويل دا چي يوه ښځه راولاړيږي په ځانمرګي بريد لاس پوري کوي د حيرانتيا او خواشنيي خبره ده.

هغه وويل: « اوس زموږ د ټولو دنده ده چي هغه څوک چي ددې ناولو او کرغيړنو پيښو تر شا ولاړ دي عدالت ته را کش کړو»

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما د باجوړ په مرکز خار کي پرونۍ خونړه حمله د يوې «غوصه پارونکي تروريستي حملې» په توګه وغندله.

هغه د هاوايي څخه، چيري چي د مسيحي ميلاد د اختر د رخصتي ورځي تيروي په يوه خپري سوي وينا پاڼي کي وويل « د ملګرو ملتو د خوراکي توکو د ادارې په وړاندي د بيګنا انسانانو وژل د پاکستان پرخلکو او ټول بشريت باندي د تيري معني لري.»

دغه راز د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم په پاکستان کي پرونۍ حمله وغندله او د دغه هيواد له حکومت څخه يي وغوښتل چي د حملې د بندوبست کونکو د موندلو لپاره « له هيڅ ډول هڅي څخه سپما ونه کړي.»

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل