1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایټالیې او فرانسې تر منځ د مهاجرو پر سر سرحدي جنجال

۱۳۹۷ فروردین ۱۲, یکشنبه

آیا د فرانسې سرحدي پولیسو د مهاجرو له پاره د بیړنیو مرستو په مرکزونو کې له خپل حضور سره چې د ایټالیا په خاوره کې دي، له خپلو صلاحیتونو پښه ور اړولی ده؟ دا موضوع لږ تر لږه د دیپلوماتیکو اندیښنو د رامنځته کیدو سبب شوې دی.

https://p.dw.com/p/2vKsS
Italien Bahnhof Bardonecchia
انځور: picture-alliance/KEYSTONE/P. Gianinazzi

په روم کې د ایټالیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په دغه هیواد کې یې د فرانسې سفير وربللی دی، تر څو په دې اړه توضیحات ورکړي چې د فرانسې پولیسو د «باردنوسیا» د ریل په سرحدي تم ځای کې (چیرې چې د مهاجرو د بیړنیو مرستو مرکز موقعیت لري) څه غوښتل؟

دغه مرکز د «افریقا له پاره د بوډۍ ټال» په نوم د مرستندویه سازمان له خوا اداره کیږي او دنده یې له هغو مهاجرو سره مرسته ده چې د آلپ له غرونو څخه تیریږي، تر څو ځان فرانسې ته ورسوي.

آیا د دواړو هیوادونو ترمنځ توافق اوس هم اعتبار لري؟

نوموړي مرستندویه سازمان ویلي دي چې د جمعي په ماښام یې یو نایجیریایې مهاجر دې مرکز ته راوړی وو او غوښتل یې چې د هغه د اطرارو معاینه واخلي. پر دغه مهاجر شک کیده چې د مخدره موادو په قاچاق کې به لاس ولري.

فرانسوي چارواکو د خپل دې اقدام له پاره د ۱۹۹۰ م کال پر موافقتنامې اتکا کړی ده، چې دوی ته د ریل په تمځای کې له دغه بیړني مرکز څخه د استفادې اجازه ورکوي.

د دې له پاره فرانسوي ادارې باید مقرراتو ته پابند اوسي او خپل اقدامات مخکې له مخې د ایټالیې له قضایې برخې سره همغږې کړي. ایټالوي چارواکي وایې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ موافقه تیره میاشت لغوه شوې ده. دا ځکه چې اوس دا بیړنی مرکز د یوه مرستندویه سازمان له خوا اداره کیږي او یوازې له هغو مهاجرو سره مرسته کوي چې غواړي ځان د آلپ غرونو له لارې فرانسې ته ورسوي.

د یوه داوطلب مرستندویه په خبره دغه نایجیریایې کس له پاريس څخه د ایټالیې د نیاپل ښار ته د ریل ټکټ درلود او په پای کې د هغه په ادرارو کې هم د نشه یې توکو کومه نښه ونه مونده شوه یعني نتیجه منفي وه.

د مهاجرت سیاست د توجه په مرکز کې

دا پيښه په اصل کې د مهاجرت پر مسائلې د وضعیت نازکوالی څرګندوي، چې په آیټالیا کې د تیرې میاشتې په لومړیو کې تر پارلماني ټاکنو وروسته رامنځته شوی ده. هغه ټاکنې چې په حقیقت کې د مهاجرت پر موضوع رای اچونه بلل کیدله.

د دې ټاکنو په پایله کې هغو اتحادي ګوندونو چې تر اوسه پورې یې په حکومت کې حضور درلود خپل ځای یې له لاسه ورکړی دی او په مقابل کې یې پوپولیست، ښې اړخو او د مهاجرو ضد ګوندونو سر را پورته کړی دی.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: