1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران په پوځي اډه کې چاودنې ۱۵ تنه وژلي

۱۳۹۰ آبان ۲۱, شنبه

د ایران د ځانګړي ځواک «پاسداران انقلاب» ویاند د دغه هیواد دولتي تلویزون ته ویلي چې د ایران د پلازمینې په لویدیځ کې د شنبې په ورځ د پاسدران انقلاب په یوه پوځي اډه کې چاودنې ۱۵ تنه وژلي دي.

https://p.dw.com/p/139gC
ِپه دغې چاودنې کې ۱۵ کسان وژل شوي دي
ِپه دغې چاودنې کې ۱۵ کسان وژل شوي ديانځور: ISNA

د پاسداران انقلاب ویاند، رمضان شریف، زیاته کړې دغه پیښه هغه وخت رامنځ ته شوې کله چې سرتیرو په دغې پوځي اډه کې مهمات انتقالول. د سپاه پاسداران د عمومي روابطو ادارې هم دغه پیښه تأید کړي. د ایران دولتې تلویزیون د شریف په حواله ویلي چې په پیښه کې د ځینو ټپې شوو کسانو حالت د اندیښنې وړ دی.

دغه پیښه د البرز ولایت د میلارد ښار ته څیرمه د بیدګنه په سیمه کې رامنځ ته شوي. دغه چاودنه دومره زوروره وه چې ۴۵ کلومیتره وړاندې په تهران کې هم محسوس شوې. د ځینو رسنیو د رپورټونو له مخې د لمړې چاودنې وروسته دوهمه چاودنه هم رامنځ ته شوې. د ایلینا خبري آژانس تر دې د مخه ویلي وه چې دغه چاودنه د معدني ګاز له امله رامنځ ته شوي.

په ۲۰۱۰م کال کې هم د ایران په غرب کې د خرم آباد په سیمه کې د سپاه پاسدران د وسلو په یوه ډيپو کې د چاودنې له امله ۱۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

په ۱۹۷۹م کال کې په ایران کې د اسلامي انقلاب وروسته ایران د هیواد دننه او د بهرنیو ګواښونو د مخنیوي له پاره «سپاه پاسداران انقلاب» تأسیس کړ خو په وروستیو کلونو کې دغه په یوه نظامي ځواک بدل شوی دی.

دا پداسې حال کې ده چې ایران د امریکا د متحده ایالاتو او اسراییل له لوري د اتومي وسلو د جوړولو له امله د سخت فشار لاندې دی.

سید ریاض «رویترز، د فرانسې خبري آژانس»
کتونکی: مسعود جهش