1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران په تر ۲۰ ډیرو ښارونو کې ناکرارۍ دوام لري

۱۳۹۸ آبان ۲۵, شنبه

د پترولو د بیو د لوړیدو له امله د ایران په تر شلو ډیرو ښارونو کې احتجاجونه دوام لري. د سیرجان په ښار کې یو تن اعتراض کونکی وژل شوی. همدارنګه په تهران، مشهد او شیراز ښارونو کې د انټرنټ سرعت تر اندازې ډیر سست شوی دی.

https://p.dw.com/p/3T9HD
Iran Benzinpreiserhöhung & Proteste
انځور: Aftabnews

د ایران په تر شلو ډیرو ښارونو کې د تیلو د بیو د لوړیدو له امله احتجاجونه دوام لري. تر ټولو شدید اعتراضونه د اهواز، سیرجان او کرمان په ښارونو کې دي، خو اوس یي لمنه د شیراز، بندرعباس، اصفهان، ماهشهر، ګچساران، خرمشهر، بابل، بیرجند، شوشتر، اندیمشک، قم او بهبهان ښارونو ته هم غځیدلې ده.

د سیرجان په ښار کې د یوه تن اعتراض کونکي د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی، خو دا خبر تر اوسه پورې د ایراني چارواکو له خوا نه دی تائید شوی. د رپوټونو په حواله انتظامي ځواکونه په تهران او نورو ښارونو کې د تیلو ټانکونو د امنیت له پاره ځای پر ځای شوي دي.

اعتراضونه هغه وخت پیل شول چې حکومت د پترولو بیه درې برابره لوړه کړه. د آزاد پترولو بیه چې مخکې ۱۰۰۰ تومان وو اوس ۳۰۰۰ تومانو ته رسیدلې ده. همدارنګه د ونډې یا سهمیه بندۍ په اساس هم د پترولو په بیه کې ۵۰ سلنه زیاتوالی رامنځته شوی دی.

د سهمه بندې په اساس(تر یوې معینې اندازې موټر لرونکو یا مستحلکینو ته د پترولو د خریدارۍ کارتونه ورکړل شوي دي) د یوه لیتر پترولو بیه چې مخکې ۱۰۰۰ تومانه وه اوس ۱۵۰۰ تومانو ته ورسیدلې ده. خو په دې کې دولتي موټرې نه شاملیږي.

اعتراض کونکو د تیلو د بیو د لوړیدو په غبرګون کې په اصفهان، کرمان او سیرجان کې د تیلو ټانکونو یا پمپونو ته اور لګولی دی. د ایران په ځنو ښارونو کې مظاهره کونکو د «رضا شاه روح دې ښاد وي» شعارونه ورکول.

Iran Protest Benzinpreise
د ایران په څو ښارونو کې د تیلو د بیو د لوړیدو پر ضد احتجاجونهانځور: aftabnews

د ایران د پخواني پادشاه زوی رضا پهلوي، په خپل تویتر کې لیکلي دي: «له تهرانه تر خوزستانه او له سیستان او بلوچستان تر کردستانه پورې، د تبهکارې ډلې په وسیله د ایرانیانو وژنه په ورځني معمول بدل شوی دی. د دې وخت را رسیدلی دی چې یو بل ته لاسونه ورکړو او خپل غږ پورته کړو: نور نو بس دی.»

د تیلو د بیو له لوړیدو سره بی له ځنډه په ټولنیزو شبکو کې هم اعتراضونو شدت ومونده چې له امله یي په مختلفو ښارونو کې انټرنټ کمزوری شو. نټ پلاکس چې په ټوله نړۍ کې انټرنټي سرعت څاري ویلي دي چې د پترولو د بیو په لوړیدو سره په تهران، مشهد او شیراز ښارونو کې د انټرنټ سرعت په شدید ډول کمزوری شوی دی.

د نټ بلاکس سازمان ویلي دي چې د انټرنټ بندیدو د شنبې په ورځ هم دوام درلود. په عین وخت کې کارونکو هم په ناڅاپي توګه د انټرنټ د بندیو خبرو ورکړی دی.

د سایبري امنیت کارپوه هوشمند، په خپل تویتر کې لیکلي دي: «عراق د اعتراضونو پر مهال همدا کار کاوه. د انټرنټ بستر، د تماس، همغږۍ، خبر رسونې او د خلکو له خوا د ویډیوګانو د خپرولو له پاره تر ټولو ښه پلیټ فارم یا بستر دی.»

دویچه ویله فارسي/ش.ن/ا.ا