1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران په اعتراضونو کې له ۵۰۰ ډير کسان وژل شوي دی

۱۴۰۱ بهمن ۹, یکشنبه

په ایران کې د ناکراریو له پیل راهیسې لږ تر لږه ۵۲۷ کسان د دغه هيواد په مختلفو برخو کې وژل شوي دي. د بشري حقونو سازمانونه وايي چې په دوی کې کم سنه ځوانان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/4MqHY
Iran I Mahsa Amini protest in Tehran
انځور: Stringer/AA/picture alliance

د بشر حقونو د دفاع يو بنسټ وايي چې په ایران کې د ناکراریو له پیل راهیسې، لږ تر لږه ۵۲۷ کسان د دغه هیواد په مختلفو برخو کې وژل شوي دي. د دغو وژل شوو په ډله کې له ۷۰ څخه ډير کسان ېې زیرسن یا د قانوني عمر څخه کم عمره کسان دي.

د بشر حقونو د مدافعانو دغه بنسټ چې مرکز ېې په امریکا متحده ایالاتو کې دی، د يکشنبې په ورځ (د جنوري ۲۹مه) رپوټ ورکړ، چې په ایران کې د تېرو څه باندې څلورو میاشتو اعتراضونو په جریان کې ۵۲۷ کسان وژل شوي دي. د دغه بنسټ په رپوټ کې راغلي چې د دغو وژل شوو کسانو په ډله کې ۷۱ تنه له قانوني عمر څخه کم عمره افراد او دغه راز د امنيتي ځواکونو او پولیسو ۷۰ غړي هم شامل دي.

په ایران کې د نیونو په هکله د امریکا او بریتانيا اندېښنه

ويل شوي چې تر اوسه د دغو اعتراضونو په جریان کې په مجموع کې له ۲۰زرو څخه ډير کسان زندان ته اچول شوي، چې له ۱۰۰ ډیر کسان ېې د اعدام مجازات ګواښي. په ایران کې تر اوسه ېو شمیر اعتراض کونکي اعدام شوي هم دي.

په ایران کې اعتراضونه د ۲۰۲۲م کال د سپتمبر په ۱۶مه د پولیسو په توقیف کې د مهسا اميني تر مړېنې وروسته پیل شول چې لمن ېې د ایران په مختلفو ښارونو کې خپره شوه.

ایران دوه نور کسان د اعتراضونو سره په تړاو اعدام کړي

مهسا اميني د اسلامي حجاب قانون د نقض کولو په دلیل د ایران د ګشت ارشاد پولیسو له خوا نیول شوې وه چې بیا وروسته یې په بند کې ژوند له لاسه ورکړ.

د دغه بشري بنسټ په رپوټ کې راغلي دي چې د خلکو اعتراضونه د ایران له پلازمېنې تهران څخه بهر، د دغه هیواد ۱۶۰ ښارونو ته وسعت پیدا کړی. ایراني چارواکو تر اوسه پورې په دغو اعتراضونو کې د وژل شوو او نیول شوو کسانو رسمي ارقام نه دي خپاره کړي.

 (dpa)mks/akh

پر ورته موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: